fbpx
له ښي اړخه لومړی - سید محمد حقاني

د مینې، خواخوږۍ او وقار دنګ منار سید محمد (حقاني )رحمه الله

عبدالرحیم (ثاقب)

کاش کان روز که در پاى تو شد خار اجل
دست گیتى بزدى تیغ هلاکم بر سر
تا درین روز جهان بی تو ندیدی چشمم
این منم بر سر خاک تو که خاکم بر سر

د کائناتو د ستر خالق پر مقدراتو باندې پر ایمان لرلو او د هغه جل جلاله پر قضا باندې په صبر کولو سره مو د ارواښاد سید محمد (حقاني) صاحب د وفات بوږنوونکی خبر وارویدو …
انا لله وانا اليه راجعون

مرګ حق دی او یوه ورځ نه یوه ورځ به مونږ هم حتما د غه د زهرو غوړپ تر ستوني كوو او فنا کیږو به . کل من علیها فان ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام.

پښتانه وايي چې مرګ چیرته چولې کوي او چیرته پردي … د غه وینا ریښتیا هم چې د مرحوم حقاني صاحب غوندې ټولنیز شخصیت په حق کې ښه مصداق کوي ؛ ځکه نوموړی داسې څوک و چې په وفات سره یې زمونږ په منځ کې نه جبرانیدونکي خلاء محسوسیږي.

مرحوم حقاني صاحب د خپلو هم خیلانو په منځ کې څو بُعدي شخصیت و.

مجاهد عالم و ، ماهر سیاست پوه و او متواضع مسؤل ، له مرحوم حقاني صاحب سره په ناستې او مجلس سره به سړي خپل ځان نیک مرغه احساساوه .

ما مرحوم حقاني صاحب په تیرو ۲۱ کلونو کې د ده د سیاسي ژوند په مختلفو مراحلو کې لیدلی په کندهار کې د اطلاعاتو اوکلتور د مرستیالې له مرحلې نه نیولې بیا د وزارت د معنیت ، سفارت ، ریاست او تر اوسنۍ جهادي مرحلې پوري.

په دغو ټولو بیلا بیلو پړوانو کې نوموړی بیاهم یواځي اخلاقي ، باوقاره ، حلیم او متواضع مولوي سید محمد حقاني وه چې نه یې معینیت پرمزاج کوم منفي اثر کړی و او نه يي سفارت له ملګرو او خلګو سره په تعامل کې بدلون راوستی و او نه يي هم ریاست د حسینو اخلاقو او مینه ناکې مُسکا وضعیت بل رنګه کړی و.

د مرحوم حقاني صاحب د جهادي ژوند ځانګړتیا داوه چې پر اخلاقي وضعیت او حسنه تعامل يي تربیتي جانب داسې غالب و چې څوک به هم په کار او دفتر کې ورسره یوځای کیدل هغوی به یې له نیکو کړو وړونه تأثر اخیست او له نورو سره په تعامل کې به یې مثبت بدلون راتو.

مرحوم حقاني صاحب سره له دې چې ټول وخت يې د یوه ښه اداري کار پوه او تجربه لرونکي دیپلومات په توګه په مسؤلیت کې تیر شوی و خو بیايي هم هیڅ کله خپل ځان پرخپلو ملګرو باندې لوړ نه ګاڼه ؛ بلکې کوښښ یې کاوه چې د خپلو کاري ملګرو له تجربو او کاري پوهي څخه استفاده وکړي.

ارواښاد حقاني صاحب له شکه پرته چې د تقوی ، اخلاقو او فضیلت سمبول و او نن چې هغه زمونږ له دې فاني نړۍ څخه ابدي نړۍ ته کوچیدلی مونږ یې ټول ویرجن کړي یو .

مرحوم سید محمد حقاني صاحب پرمونږ باندې د الله تعالی هغه پیرزو کړې هستي وه چې هیڅ کله به زمونږ په منځ کې د ده په بیلتون رامنځته شوي تشه جبران نکړای شي.

الله تعالی ورباندې د خپلو رحمتونو باران وکړي ، فردوس جنت دي ځای او د الله رضی دي نصيب شي .
اللهم آمین.

لحده نيسه يې قرار په غېږ کې
يو زاره چاودى او خوږمن درسپارو
دي پرهارونه يې دستورو په شان
د کهکشان غوندې بدن درسپارو

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کندهار
میلمه
کندهار

الله عزوجل دی روح ښاد کړی…