نړۍ

پاکستاني شیعه ډلو د سعودي پر ضد لاريونونه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ایران وروسته په پاکستان کې هم شیعه ډلو د سعودي پر خلاف پراخ لاریونونه وکړه.

د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم شیعه ډلي د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د شیعه عالم نمر باقر النمر په ملاتړ واټنونو ته را وتلي وې، او د سعودي پر ضد یې شعارونه ورکول.

تیره ورځ سعودي اعلان وکړ چې د څلور شیعه مخالفینو په ګډون یې ۴۶ تنه تروریستان اعدام کړي.

په دغه کسانو کې زیات شمېر سني عالمان هم وه چې د القاعده شبکې سره د تړاو له وجي د سعودي حکومت له لوري په اعدام محکوم شول.

د ایران او عراق جګپوړو چارواکو دغه اعدامونه په کلکو ټکو غندلي، او تیره ورځ په دغه هیوادونو کې د سعودي په خلاف پراخ لاریونونه هم وشول چې په تهران کې د سعودي سفارت هم د همدې لاریونونو په ترڅ کې وسوځول شو.

د پاکستانۍ رسنۍ ډان نیوز په وینا په کوټه، لاهور، کراچي، اسلام اباد او د سیند ایالت په ځینو سیمو کې شیعه ګانو د سعودي په خلاف لاریونونه وکړل، دوی د سعودي له لوري د نمر النمر وژنه په کلکو ټکو وغندل او دا یې د بشري حقوقو ضد کړنه وبلل. لاریون کونکو د سعودي د حاکمي کورنۍ په خلاف هم شعارونه ورکول.

تمه کیدل چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل بن احمد الجابر د یک شنبې په ماښام اسلام اباد ته ورسیږي، خو په پاکستان کې د سعودي په خلاف پراخو لاریونونو د نوموړي سفر هم ځنډنی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x