افغانستان

مزارشریف: د هندوستان کونسلګرۍ ته نیژدې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د هندوستان سفارت ته څېرمه د نامعلومو وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده. امنیتي چارواکي وايي بریدګرو هڅه کول چې د هندوستان کونسګلرۍ په نښه کړی.
د سیمي څخه عیني شاهدhنو او خبریالانو پر ټولنیزو پاڼو لیکلی چې لومړی دوې زوروري چاودني وشوې او بیا د ډزو غږونه پيل شول چې لا جریان لري.

پولیسو ویلي چې تر اوسه دوه بریدګر وژل شوي، خو مقابل لوري ته هیڅ زیان هم نه دی رسیدلی.

که څه هم عام تاثر دا ورکول کیږي چې برید د هندوستان پر کونسګلرۍ شوی، خو په همدې سیمه کې د ځینو محلي جګپوړو چارواکو او سیاسینو کورونه هم دي، بل لوري ته د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی چې ددوی د کونسلګرۍ پرسونل محفوظ دي.

پولیس وايي بریدګرو په یوه تازه تر کار لاندي تعمیر کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پر شاوخوا تعمیرونو ډزي کوي.

د بریدګرو دقیق شمېر تر اوسه معلوم نه دی، او نه هم د پيښي په اړه دقیق معلومات تر لاسه شوي.

طالبانو هم تر اوسه د دې تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x