ځانګړي راپورونه

افغانستان: د لیبرالیزم او اسلامپالنې ټکر

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې د افغان لیکوالو ترمنځ د پخواني پاچا، امان الله خان د شخصیت په اړه تاوده بحثونه روان دي. امان الله خان چې څه کم سل کاله پخوا یې پر افغانستان واکمني کړې، نن یې هم پر پېر او سټه تاوده بحثونه کېږي. دا بحثونه هغه مهال راپورته شول، چې ځینو فېسبوکي فعالانو د مولانا عبدالصبور هغه وینا خپره کړه چې پر امان الله خان نیوکې کوې او له دیني ارزښتونو څخه یې لرې بولي. له ویډیو ښکاري چې نوې نه ده.

په افغانستان کې د لوېدیځ لیبرال فکر پیل د امان الله خان له واکمنۍ (۱۹۱۹-۱۹۲۸) څخه شوی. د ځینو تاریخي روایتونو له مخې، امان الله خان په دربار کې د ځینو کسانو په مرسته خپل پلار، امیر حبیب الله د لغمان په کله ګوش کې وواژه. امان الله واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان خپلواکي اعلان کړه. له امان الله خان وړاندې افغانستان د سترې بریتانیې «تحت الحمایه» هېواد ګڼل کېده. د امان الله خان د ازادۍ اعلان د افغان-انګلیس د درېیمې جګړې لامل شو. دیني علماوو د جهاد فتوا ورکړه او افغان مقاومت انګرېزي پوځیان پرې نه ښودل چې افغانستان ته داخل شي.

امان الله خان په ۱۹۲۸م کال کې د اروپايي هېوادونو په شپږ میاشتني سفر ولاړ. اروپا ته اوږدمهاله سفر او محمود طرزي له لور، ملکې ثریا سره واده لیبرالیزم ته د امان الله خان د میلان لاملونه بلل کېږي. د افغانستان ځوان امیر د اروپا د پرمختګ او افکارو تر اغېز لاندې راځي او ځینې داسې افراطي پرېکړې کوي چې د علماوو له لورې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر ګڼل کېږي. د امیر پر ضد پاڅون کېږي او په پای کې امان الله خان اروپا ته مخه کوي او تر مرګه په ایټالیا کې د کډوالۍ او تبعید ژوند تېروي.

د معاصر تاریخ د لیکوالو له نظره، په افغانستان کې د غربي لیبرالیزم پیل د امان الله خان له دورې کېږي.

دوه ګوني پلویان

د امان الله خان شخصیت په افغانستان کې تر اوسه متناقض پاتې شوی. د ده پلویان پر دوه ډوله دي:

لومړۍ ډله هغه دي، چې د غربي لیبرالیزم فکري پلویان دي او د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لار په سیکولر غربي لیبرالیزم کې ویني. د امان الله خان دغې ډلې پلویانو ته دیني ارزښتونه مهم نه دي. د دې لیکې لارویانو کې ځینو افراطي هیومانیستۍ یا بشرپالنې ته هم مخه کړې ده. دغه ډله د امان الله خان د لیبرال افکارو په بیان کې سپين دي، د هغه لیبرالیزم چې څنګه دی، هغسې يې وايي. افغان لېبرال بشرپال، خوشال خلیل لیکي: «شاه امان الله زموږ لپاره سره کرښه ده، هیڅوک حق نه لري چې له دې کرښې پښه واړوي». دی امان الله خان له نیوکې پورته ګڼي. خلیل زیاتوي: «له امان الله خانه دفاع د آزادۍ، عدالت، مترقي او آباد افغانستانه دفاع ده، دا هغه ارزښتونه دي چې موږ پرې باور لرو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې په ضد یې واقع شي». خلیل راتلونکی کال د «اماني او صبوري» افکارو د برخلیک ټاکلو کال بولي.

د امان الله خان د پلویانو بله ډله بیا دا ردوي چې ګواکې امیر دې لیبرالیزم ته مایل وي. دوی د امان الله خان د مېرمنې، ملکې ثریا نیم بربنډ انځورونه د «انګرېز له خوا جعلي» جوړ شوي ګڼي. خبریال نظیم سمون د لومړنۍ ډلې پر خلاف د امان الله خان لیبرال تمایلات ردوي. د ملکې ثریا نیم بربنډ انځورونه جعلي بولي: «د امان الله خان مېرمن ته منسوب نیم بربنډ انځورونه هغه جعلي انځورونه دي چې انګرېزانو خپله اقرار کړی، چې دا عکسونه یې د غازي پر وړاندې د افغانانو د پارولو لپاره خپاره کړي وو». خو ښاغلی سمون بل ځای د همدغو انځورونو په باب کاږي: « که سم هم وي، په دې عکس کې هېڅ مشکل نشته. موږ تفریط نه کوو، زموږ غبرګون د افراطیت پر وړاندې وړاندې دی».

نقدوونکي

لکه څنګه چې د امان الله خان پلویان پر دوو ډلو وېشو، دغسې يې نقدوونکي هم پر دوو ډلو وېشلی شو.

لومړنۍ ډله د امان الله خان په اړه ډېر منفي فکر لري، دوی امیر افراطي لېبرال ګڼي. د امان الله خان په باب ځینې داسې خبرې نقلوي چې مسلماني يې پرې ننګوي. دوی د امان الله خان منفي ځانګړنې دومره زیاتې ګڼي، چې مثبتې ورته تتې برېښي. ځوان لیکوال زاهد جلالي لیکي: « غربي ملحد پرمختګ د ځوان امان سترګې ړندې کړې وې. ده د کمال اتاتورک په څېر د خدای حاکميت او اسلامي قانون لا څه، چې آن ديني او ملي ارزښتونو پسې يې راواخيسته. امان الله له اتاتورکه سخت متاثر و. هغه غوښتل چې افغانستان هم د ترکيې په څېر له دينه لرې کړي او د غرب کړه و وړه کټ مټ دلته پلې کړي. ناخبره امان الله ځان هم تباه کړ او افغانستان هم!»

شاعر او لیکوال، لطف الله خیرخوا د امان الله خان په اړه لیکي: «ياره امان الله خان «غازي» هم بلا کړې. کله چې ۱۹۱۹ غزا کېده، وزيرستانيانو سخته مېړانه وښووله. غزا د امان الله خان د دربار د لاټيانو د پوروباګند له امله ودرول شوه او «غازي» ازادي اعلان کړه. يو خو یې د هند دمیلمانانو د ازادۍ چانس مس کړ او دوهم يې ډېورنډ ته د تقسيم سوژه ورکړه».

د امان الله خان د شخصیت او کړو وړو دویمه ډله لیکوال بیا د هغه مثبت ټکي هم پاموړ بولي. احمدالله احمدزي چې د «امان الله او مولانا» تر سرلیک لاندې مقاله کښلې لیکي: «لومړۍ خبره د غازي امان الله خان: په دې کې خو بيخي د بحث اړتيا نه شته، چې غازي امان الله خان يو ستر غازي، مجاهد او د خپلواکۍ تلپاتې اتل دی، ولس يې پر ځان راټول کړی و، په ډېر جرئت او مېړانه يې له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړې وه او ټول تاريخ پرې شاهد دی. امان الله خان واک ته له رسېدو سره سم خپلواکي اعلان کړه، ځکه یې اوس غازي بولو او شخصیت یې ټولو ته د درناوي او احترام وړ دی». ښاغلی احمدزی د امان الله خان د شخصیت ځینې اړخونه مثبت؛ خو ځینې نور بیا د نقد وړ بولي. احمدالله احمدزی له دې سر ټکوي چې زموږ ټولنه کې شخصیتونه یا یو مخیز منل کېږي او یا ټول ردېږي: «دا ستونزه زموږ په علمي او اکاډيميکو حلقو کې هم ده او په ځانګړې توګه د غازي امان الله خان په اړه هم دغه ستونزه شته». د «امان الله او مولانا» مقاله په دې شعار پای ته رسېږي: « امان الله مو اتل، مولانا مو لارښود!»

د فېسبوک دغو بحثونو ځکه ډېر ایډیالوژيک رنګ اخیستی، چې دیني عالم، مولوي عبدالصبور د جمعیت اصلاح د علماوو ټولنې مشر دی. د امان الله د شخصیت ډېرو پلویانو پر جمعیت اصلاح نیوکې وکړې او کله کله دغه بحثونه د ادب او نورمونو له چوکاټه ووتل. په افغانستان کې د لېبرالیزم او اسلامپالنې بحث لا هم تود دی او د هر فکري مسیر پلویان خپلو دریځونو ته دلایل وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hyatullah

ټولو هغو وروڼو او خوندو ته چي د په اصطلاح جمعیت اصلاح د موجوده مشر ملا صبور نه دیو عالم او مفسر په صفت دفاع کوې السلام علیکم ورحة الله وبرکاته. ګرانو وروڼو او خوندو زما سلامونه وومنی او ادا یو وړو کي عرض ته مي لږ په دقیقه توګه اوپه آرامو اعصابو واوری!!! علماء خو په ریشتیا ورثة الانبیا دې زما په شمول په دې کې هیڅ افغان او مسلمان شک نه لرې مګر ملا صبور، بچه سقاو، ربانې خیل او دایساف مفتې سیاف خیل خو اصلې دانګلیس بچیان دې چې هم دامریکایانو او صلیبې قوتونو تر څنګ ولاړ… نور لوستل »

امین درمان

تر یو دینی عالم دی زر امان الله قربان شی

نوم ورک

امین درمان صاحب
او تاسې دې هم د استاد سیاف غوندې کس څخه لس ځله قربان شئ.

الحاج استا ذ بیانزی

سیاف دینی عالم نه دی ، سیاف هغه خر دی چه دینی کتابونه یی په شا پراته دی ، دا زما نه د قران وینا ده ، بی عمله عالم او یا د پوهی سره ایت او حادیث د مجاهدینو په ضد کاروی د قران دغه وینا دغو خبیثانو ته متوجه ده مننه

الحاج استا ذ بیانزی

د یو څو ټکو یادونه : لمړی لیبریالیزم یا ازادی خواهی : پاکستان په خپل اتومی بم اسلامیک بم ایښی او اسلام د سولی دین دی او بیا دغه بم د انګریزانو بم دی نو د انګریزانو بم او هغه هم د اسلام په نوم د اسلام او مسلمانانو توهین دی همدا نوم به خپله بم دی چه اسلام پری توهینوی . لیریالیزم د نورو ایزمونو به شان د ماسونیزم له خوا د مظلوم بشریت د تیرویستلو د پاره یو ښکلی ظاهری تعریف لری ، ازادیو ته وایی طبیعی خبره ده چه د انسان غلامی او استثمار باید نه وی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx