خبرتیاوی او پیغامونهنظــر

د حقانی صاحب په یاد کی / محمد سهیل شاهین

محمد سهیل شاهین –

خدایه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک –
په ظاهر په باطن سپین سپیڅلی خلک –

مرګ حق دی، یوه ورځ راتلونکی دی خو د عالم مرګ د عالم مرګ وی، هغه هم د هیواد د تاریخ پدی نازکه مرحله کی چی پوهو او مجاهدو علماوو ته له بل هر وخت نه زیاته اړتیا ده. حقانی صاحب هم د داسی علماوو څخه و.

سید محمد حقاني
سید محمد حقاني

زه حقانی صاحب له نږدی پیژنم. په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارت کی ورسره د کار کولو ویاړ لرم. په ډیرو ملاقاتونو کی به دواړه یو ځای وو. د عالم او مجاهد ترڅنګ هغه یو ښه دیپلومات هم و. ځیرک، باریک بین او پوه. د هیواد اسلامي او ملی مصالح یی ښه تمثیلول او ډیر ورته ګران و. اجتماعی ګټی یی په شخصی ګټو مقدمی ګڼلی.

هغه وخت مو د ډیرو هیوادونو له سفارتونو سره اړیکی درلودی. په یوه میلمستیا کی چی زمونږ له خوا د انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکی د بیا اخیستلو د کلیزی د لمانځلو په مناسبت جوړه شوی وه، د څلویښتو هیوادونو څخه د زیاتو هیوادونو سفیرانو او دنړیوالو سازمانونو استازو پکښی ګډون کړی وو. دا پداسی حال کی وه چی د نړیوالی ټولنی په تیره بیا د غربی هیوادونو رسمی تګلاره داوه چی اسلامی امارت منزوی کړی او بیلا بیل تورونه به یی پری لګول خو د حقانی صاحب او ورسره ملګرو د نه ستړی کیدونکو دیپلوماتیکو هڅو له امله ډیرو هیوادونو ته د امارت اصولی موقف روښانه شوی و او راشه درشه یی ورسره درلوده.

حقانی صاحب ددیپلوماتیک فعالیت ترڅنګ مطبوعاتو ته هم پام درلود. هغه وخت چی نوموړی په اسلام آباد کی د افغانستان سفیر و، له رسنیو سره به یی وخت په وخت مرکی کولی. د امارت په خلاف لګیدلی تورونو ته به یی معقول ځواب وایه. کله کله به دغه مرکی او مطبوعاتی بیانونه دومره مؤثر و چی ځینی غربي سفارتونه به مجبورشول چی رسنیو ته مخه کړی او زمونږ ځواب ووایی.

په هغه وخت کی نړیوالو ته زمونږ پیغام دا و چی د نړیوالو له خوا د امارت د منزوی کولو، کمزوری کولو او د زور له لاری خپلو مقاصدو ته د رسیدلو پالیسی به په افغانستان او سیمه کی نوی مسائل وزیږوی. خو دا خبره هغه وخت نه چا اوریده او نه یی منله. د زور او سازش د پالیسی عواقب نن موږ په افغانستان او نړی کی وینو او دوی یی هم وینی. افغانستان او نړی په جبه زار بدله شوې چی یو قدم اخلی بل یی په ځمکه کی ننوزي.

په افغانستان باندی د امریکی د یرغل وروسته ، حقانی صاحب د اسلامی امارت د فرهنګی کمیسیون په وده او پراختیا کی ښه رول تر سره کړ. د لیکوالانو او شاعرانو په طبیعت چی د ټولنی نازک مزاجه قشر دی، ښه بلد و. ټولو سره یی تماس درلود، نازول به یی او پوښتنه به یی پری کوله. د هڅاند او مبتکر متقی صاحب تر څنګ ، حقانی صاحب د امارت اسلامی د فرهنګی برخی لپاره د یوې قوی ستنې حیثیت درلود. لاسته راوړنې یی په نړی کی موافق او مخالف دواړو ته معلومی دی. نړیوال مطبوعات او د نړۍ حکومتی حلقی د امارت د مطبوعاتو په قوت او مؤثریت اعتراف کوی. په لږو وسایلو او نامساعدو حالاتو کی یی له هغو ټولو نه میدان وړی چی هرڅه په اختیار کی لری. لاکن د دی بری ترشا د همدې هستي لوی لاس و. الله تعالی ددوی درنی کورنی ته صبر جمیل او اجر عظیم نصیب کړی او الله تعالی دی اسلامی امارت ددغه شان حقپالو، اسلامپالو او هیوادپالو هستیو څخه نه خالی کوی. کار، یاد او استقامت یی د لاری ډیوه ده.

ستــــاد ښایســت ګلونه ډیر دی
ځولۍ می تنګه ده، زه به کوم کوم ټولومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zaref afghan

مرگ صاحب دل جهانی رادلیل کلفت است
شمع چون خاموش گردد داغ محفل میشود

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x