دیني، سیرت او تاریخ

په عبادت کې اخلاص

په عبادت کې اخلاص

قران کریم وایې :  قل إنما أنا بشر مثلكم يوحى إليّ إنما إلهكم إله واحد فمن كان يرجو لقاء ربه فليعمل عملاً صالحاً ولا يشرك بعبادة ربه أحدا  یعني  ته ورته ووایه چې زه ستاسو  په څیر انسان یم ، ماته وحي کیږې ، بیشکه ستاسو خدای یو دی ، څوک چې له خپل څښتن سره دلیدلو هیله لري ، نو ښه عمل دې وکړي ، او دخپل څښتن له عبادت سره دي بل څوک نه شریکوي .

علماء د دې ایت په تفسیر کې وایې چې دلته دعباد دوه شرط،نه بیان شوې دي یو دا چې هر عبادت به په شرعي طریقه برابر وي او بل دا چې په هر عبادت کې به موخه یواځي د الله رضا وي او مخلصانه به وي کله چې په یوه عبادت کې دا دوه شرطونه پیدا شي بیا الله ته دمنلو  وړ ده .

په ځانګړي توګه  خیرات او صدقي د عبادت په اړه په صحیح حدیث کې راغلې دي چې باید په داسې طریق ورکړل شي چې دښي لاس د ورکولو په صورت کې چپ لاس پرې خب رنشې  . یعني انتهایې په پټه توګه . اوس په دي اړه د سلفو علماو رحمهم الله څو لنډې بیلګي را اخلم څو زموږ له پاره لاره ښه روښانه او داراز دا کیسې پر زړونو باندي خورا مثبت او ښه اغیز کوي .

دا خبره په یوه بل خدیث کې هم راغلې ده :اوو ډوله کسانو ته به الله جل جلاله داخرت په ورځ په خپل سیورې کې ځای ورکوي ، اوپه هغه ورځ به یواځي دالله جل جلاله سیوری وي نور سیورې به نه وې ،

(۱) عادل واکمن ،

(2) هغه ځوان چې دالله په عبادت کې لوی شي ،

(3)هغه سړی چې په جوماتونو پوري یې زړه تړلی وي ،

(4) هغه دوه کسان چې دالله په مینه سره یوځای او ملګرې شي او یا دهغه په مینه سره بیل شي ،

(5) هغه سړی چې ښایسته او دمنصب ښځه یې زناته ور وبولي او دی ورته ووایې : زه له الله نه ویریږم ،

(6) هغه سړی چې خیرات او صدقه دومره پټه ورکوي چې په ښي لاس یې چپ هم نه خبریږې ،

(7) هغه سړی چې یواځي وي او دالله په یاد یې له سترګو اوښکي ولاړې شي ،

“سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله: الإمام العادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل قلبه معلق في المساجد، ورجلان تحابا في الله اجتمعا عليه وتفرقا عليه، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال، فقال إني أخاف الله، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه” . (البخاري ومسلم )

 

د زین العابدین اخلاص

علي بن الحسين زين العابدين رحمه الله د رسول الله صلي الله علیه وسلم کړوسی دی ، هغه په علم او تقوي دواړ کې هر چا امام منلی و ، د ده مشهور معاصر علماء وایې چې دی د خپل وخت ترټولو ښه عالم و ، د ده په اړه د ده د څو معاصرو لویو تابعینو علماو ویناو ې را اخلم :

امام الزهري رحمه الله وایې : په قریشو کې مې له ده غوره انسان ندی لیدلی ، سعید بن المسیب رحمه ا لله وایې : ما د حسین له زوی علي نه غوره انسان ندی لیدلی ، امام مالک رحمه الله وایې : دی یې زین العابدین ځکه بباله چې ډیر زیات عبادت به یې کاوه ، امام سفیان بن عیینه رحمه الله وایې په هاشمیانو کې مې له زین العابدین نه غوره انسان ندی لیدلی ، او امام الشافعي وایې : دی د مدیني ترټولو غوره عالم دی .

د امام علي بن الحسین رحمه الله تقوي او مخلصانه عبادت عجیبه بیلګي را نقل شوې دي چې دا یوه یې ستاسو مخته ږدم : وایې ده به په شپه کې خوراکي توکي پخپله په شا کړل او د مديني د کونډو ، یتیمانو او غریبانو د کورونو مخته به یې کیښودل ، یعني نه به یې له خادم او یا خپل مریی نه کار اخیست او نه به یې هغه څوک خبرول چې ده به مرسته ورسره کوله ، او دا کار یې څو کاله کاوه . مسکینان او کونډې په دي نه پوهیدل چې دا شیان چا ورته راوړې دي .

کله چې وفات شو ، په شا کې یې تور داغونه ولیدل شول ، او معلومه شوه چې دا دغونه دهغو پیټیو دي چې ده به په شپه کې د غریبانو کورونو ته ور وړل ، او کله چې دی وفات شو په مدینه کې غریبانو دشپې پټ خیرات بیا ونه لید .

زموږ په سیمو کې ځیني علماء او صوفیان لویې غونډي برابري کړي په نومونو یې معلوم شتمن خلک را غوښتې وي ، دغونډې په پای کې یې مشر بزرګ پورته شې او ووایې د جومات ، مدرسي او … له پاره به دوه سوه زره افغانی مرسته څوک وکړي لاسونه دي پورته کړي ، بیا ووایې : سل زره مرسته به څوک وکړي داراز ورورو راښکته کیږې ، او ناپوه خلکو ته یې دسیالی میدان برابر کړی وي .نسئل الله السلامة

دخراسان دمحدث اخلاص

له روميانو سره دلومړي پیر د مسلمانانو د جګړو په مهال په یوه غزا کې یو کافر د مسلمانانو او کفارو د صفونو په منځ کې ګرځیدی او مسلمانانو ته یې د مقابلي له پآره د ور وتلو نارې وهلې ، یو مسلمان ور ووت او هغه یې شهید کړ بل ور ووت هغه یې هم شهید کړ او دریم مسلمان یې هم شهید کړ .

څلرم مسلمان چې ور ووت له هغه کافر سره یې یوڅه مقابله وکړه او اخر یې کافر وواژه ، کله چې دا مجاهد بیرته خپلو صفونو ته راستون شو نو مخ یې په لستوڼې پټ کړی و څو یې څوک ونه پیژني ، یو کس ورغی او دهغه له مخ نه یې لستوڼی لرې کړ او هغه د خراسان مشهور محدث او لوی امام عبدالله بن المبارک رحمه الله و ! .

عبدالله بن المبارک رحمه الله دي سړي ته وویل : ته ولې موږ ته تکلیف راکوي !! دا کار ځکه هغه ته تکلیف و چې دهغوی ټوله معامله له خدای جل جلاله سره وه هغوی که دجهاد په ډګر کې وو خپل جهاد یې یواځي دالله درضا کولو په موخه کاوه داراز دعباد ت او پوهې په ډګر کې یې هم هره کړنه او هر عمل یواځي او یواځي د لوی څښتن درضا ترلاسه کولو په نیت و . خدای مو دي دهغوی پر لاره روان کړي .

د امام الماوردي پاک نیت

امام الماوردي – أبو الحسن علي بن محمد بن حبيب البصري الماوردي – (364 – 450 هـ / 974 – 1058 م) د شافعي مذهب له سترو فقهاو او مفسرینو نه شمیرل کیږې ، ده په فقه کې یوه موسوعه لیکلې ده چې له شل ټوکه هم زیاته ده دا اراز په مختلفو علومو کې ډیر ښایسته او مشهور کتابونه لرې او دی په ټولیزه توګه د اسلام دسیاسي فکر لومړی سرخیل بلل کیږې .

وایې ده چې کوم کتابونه لیکلې دي دایې په خپل ژوند کې یو هم چاته نه و ښکاره کړي او ټول یې پټ ساتلې وو ، کله یې چې وفات رانږدې شو خپل یوه باوري کس ته یې وویل : په فلاني ځای کې چې کوم کتابونه ایښې دي هغه ټول ما لیکلې دي ، کله چې زما د مرګ شیبې رانږدې شي ، نو په خپل لاس کې دي زما لاس ونیسه ، که په هغه وخت کې مې ستا لاس ټینګ کړ نو پوه شه چې زما کتابونه یو هم خدای ته ندې قبول شوې ، نو هغه کتبونه در واخله اوپه شپه کې ټول د دجلې سیند ته وغورځوه ، او که ستا لاس مې ټینګ نه کړ نو پوه شه چې زما کتابونه خدای ته قبول شوي دي ،او زه په خپل پاک نیت کې بریالی شوی یم .

کله یې چې د وفات وخت را نږدې شو هغه خپلوان یې لاس په لاس کې ونیو او دهماغسې لاس پرانستی نیولی و د ده لاس یې ټینګ نکړ . او له هغه وروسته یې د ده کتابونه خپاره کړل .

دهغو سپڅلو او پاک زړو علماو او درنو پوهانو کیسې څومره خوند کوي ! هغوی څومره په خپلو کړنو کې له خپل خدای سره رښتیني وو او د اخلاص او پاک نیت غوره او ښایسه نمونې وې ، زموږ ریاکاره زمانه خو یو ګام هم په پاک نیت نه پورته کوي ، الا من رحم الله .

د بشر الحافي اخلاص

یو سړی د حمزه بن دهقان په نامه مشهور زاهد او صوفي بشر الحافي رحمه الله ته ورغی او ورته ویې ویل : غواړم یوه ورځ له تا سره واوسم ، هغه ورته وویل : سمه ده ته ورځ معلومه کړه اوپه هغه ورځ راشه ، هغه وایې یوه ورځ زه هغه ته په داسې جال کې ورغلم چې هغه په ما نه و خبر ، دی یوې خوني ته ننوت ، دڅلور رکاتو نفل لمانځه نیت یې وکړ او ډیر ښه لمونځ یې کاوه .

په سجده کې یې دعا کوله او ویل یې : خدایه ! ته په عرش دپاسه په ما ښه خبر یې چې یواځیتو ب او نه شهرت ماته له مشهورتیا او د خلکو له عزت راکولو ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته په عرش باندې په ما ښه خبر یې چې ماته له غني نه غریبي ډیر خوند راکوي ، خدایه ! ته ښه پوهیږې چې ماته ستا مینه له هرڅه مخکي ده ، حمزه وایې ما چې د ده دا خبرې واوریدلې ، په لوړ اواز مې په ژړا پیل وکړ ، او هغه په دي حال کې وویل چې خدایه ته ښه پوهیږې چې که زه خبر وای چې دا کس دلته ولاړ دی ما به خوله هم نه و ه چوله کړې .

دا درښتینیو صوفیانو ژوند او حالت و زموږ د زمانې صوفیان او ډیری خلیفه صاحبان د شهرت او د خلکو له لورې دعزت او درناوې لیونې دي ، او که څوک ورته ټیټ نشې هغه د ځان بي ادبي بولې اوخپه کیږې ، سړیه ! که ته زښتیا دخدای بندګې کوې ، له هغه خدایه عزت وغواړه چې دهغه له خوا عزت رښتینی بریالیتوب دی زه اوبل که ستا عزت وکړو یایې نه وکړو څه مهمه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x