نړۍ

سعودي له ایران سره ډیپلوماتيکي اړیکي پرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): سعودي عربستان اعلان وکړ چې له ایران سره یې ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړي او خپلو ټولو ډیپلوماتانو ته یې له دې هیواد څخه د وتلو امر کړی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر «عادل الجبیر» وايي چې دا پرېکړه یې وروسته له هغه کړې چې په تهران او مشهد کې د دوی د سفارت او قونسلګرۍ چور او په اور وسوځول شوې. نوموړی زیاتوي چې په سعودي کې د شیعه عالم «نمر النمر» د اعدام پر وړاندې د ایران دریځ د دغې پرېکړې لامل دی.

ښاغلي الجبیر تېر ماښام په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:

«سعودي عربستان له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان کوي او له خپلو ټولو ډیپلوماتانو غواړي چې په ۴۸ ساعتونو کې له دې هیواد څخه واوځي».

نوموړي زیاته کړه چې په تاریخ کې ایران همیشه د عربي هیوادونو په چارو کې منفي لاسوهنه کړې او ناخوالې يې زیږولي.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د خپل سفارت او قونسلګرۍ په ودانیو بریدونه «له ټولو نړیوالو معاهدو او تړونونو څخه بربنډه سرغړونه» وبلله. ښاغلي الجبیر وویل چې ایران د ډیپلوماتیکو ارزښتونو تر پښو لاندې کولو کې اوږد تاریخ لري، او په خبره یې دغه هیواد په ۱۹۷۹ کال د امریکا په سفارت او په ۲۰۱۱ کال د برتانیې په سفارت بریدونه کړي او وړمه ورځ یې د سعودي سفارت او قونسلګرۍ تر برید لاندې ونیول.

عادل الجبیر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې ایران له ۲۰۰۱ کال راهیسې د القاعده ډلې مشران په خپله خاوره کې ساتي او په سیمه کې د فتنې اور ته لمن وهي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په ځلونو یې له ایراني چارواکو څخه د خپلو ډیپلوماتانو د امنیت ساتنې غوښتنه کړې، خو په وینا یې ایران ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.

له بلې خوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسامه النقلي» ویلي چې ۴۷ تنه ډیپلوماتان یې د اماراتو هوايي شرکت په الوتکه کې په بیړنۍ توګه له ایران څخه ایستلي دي. نوموړي له متحده عربي اماراتو څخه مننه وکړه چې له ایران څخه یې د دوی د ډیپلوماتانو په ایستلو کې مرسته کړې.

د ایران حکومت تر اوسه د سعودي عربستان د دې اقدام په وړاندې رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x