افغانستان

په کندهار کې بهرني او په بدخشان کې کورني عسکر وژل شوي

د هیواد له شمال او جنوب نه د لسهاوو داخلي او خارجي عسکرو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د کندهار په ۲۰۵ نمبر قول اوردو کې د “علم ګل غزنوي” په نامه د یو مجاهد له لوري د باروتي واسکټ په توسط سرښندونکی برید ترسره شو.

د احمدي په وینا برید په داسې مهال ترسره شو چې د پیښې په ځای کې د خارجیانو لوړ پوړي هیئت شتون درلود، چې په نتیجه کې د ۸ خارجي “یرغلګرو” ترڅنګ په ګڼ شمیر کې د “اجیرې” ملي اردو عسکرو چې ۲ په کې لوړپوړي چارواکي ول هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی زیاتوي:

“دابرید په داسي وخت کي تر سره شوچي خارجي یر غلګرو او ددوي لاس پوڅو غورې وهلې چي ګني دوی دکندهار ښار وضعیت کابو کړي چي نور نو دطالبانو له لوري له کوم جدي ګواښ سره نه مخ کیږي خو دنوموړي بریدپه اړه دقول اوردو قوماندان عبدالحمید مجبورا دهغه فرمان دتعمیل په غرض چي (دآیساپ له اجازې پرته حکومتي چارواکي نشي کولای دهغه برید په اړه چي پکي خارجي عسکروژل شوي وي په اړه مطبوعاتوته څه ووای) کـــُرَټ انکار وکړ”.

د احمدي په اند، ولس ته د کابل د ادارې غلامي او بلواکي داسې د رڼو سترګو په انکار نوره هم په ډاګه کیږي.

له بلې خوا ذبیح الله مجاهد چې د طالبانو یو بل ویاند دی په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې د بدخشان ولایت د ودوج ولسوالۍ په غنیو سیمه کې ئې د داخلي عسکرو په یو لوی قطار د کمین قوي برید کړی.

په دې برید کې چې ویل کیږي همدا نن له غرمې وروسته په ځايي وخت ۳ بجې ترسره شوی، د ښاغلي مجاهد په وینا ۱۵ کورني “اجیر” عسکر وژل شوي، ۱۲ ئې ژوندي نیول شوي، او ۸ رینجر موټر له منځه تللي.

نوموړی زیاتوي چې ۲ رینجر موټر له پریمانه او رنګارنګ وسلو سره د مجاهدینو لاس ته ورغلي.

مجاهد وايي چې په جګړه کې د دوی یو تن شهید شوی او ۲ تنه نور ټپیان دي.

تر دې مهاله دولتي چارواکو د یادې پیښې په اړه چوپتیا غوره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x