
کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د کابل حامد کرزي نړيوال هواي ډګر يوې امنيتي پوستې ته څېرمه چاودنه وشوه.
تر اوسه د چاودني نوعیت سم نه دی په ډاګه، خو د کابل د پوليسو وياند رسنیو ته چاودنه سرتېری بريد وګاڼه، مگر د پېښې شوې مرگ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
تېره اوونۍ هم د کابل حامد کرزي نړيوال هوايي ډگر ته څېرمه سرتيري بريد مرگ ژوبله اړولې وه.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.