افغانستان

بلخ: طالبانو د هند پر قونسلګرۍ بريد پردی وګاڼه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په مزارشریف ښار کې د هند پر قونسلګرۍ د پرون ماسختن بريد چې تر سهاره يې دوام وکړ، طالبانو يې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او د دې بريدګرو په اړه يې نا خبري ښوودلې ده.

تېر ماسختن شاوخوا اته بجې څو تنو بريدګرو له یوه تش کور نه د هند پر قونسلګرۍ بريد پيل کړ، چې ورسره هم مهاله د بلخ سرپرست والي د جګړې د کنټرول غږ وکړ او پخپله فیسبوک پاڼه يې ولیکل چې دوی بريدګر له پښو غورځوي.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري نن سهار رسنیوته وويل چې جګړه لا هم دوام لري، خو په وينا يې ښايي جګړه پای ته ورسېږي، ځکه چې له بريدګروسره مهمات کم شوي دي.

د هغه په خبره تر اوسه د شپې په ټوله جګړه کې د پنځو پولیسو په ګډون اوه تنه ټپيان شوي دي، چې د دوو پولیسو حالت اندېښمن دي.

د بلخ سرپرست والي تېره شپه پخپله فیسبوک پاڼه وسله په لاس انځور خپور کړ او ويلي يې دي چې د جګړې په ساحه کې يې قومنده پخپله غاړه اخیستې او ژر به بريدګر له پښو وغورځوي.

دا بريد له هند سره د افغان فوټبال لوبډلې له پای وروسته سمدستې پیل شو، خو د شنونکو په باور د عطامحمد نور ډاډه څرګندونې او پخپله د جګړې ساحې ته ورتګ دا شکونه پیدا کوي چې ښايي د نومړي له لوري پخپله پلان شوې جګړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

زما په اند سرپرست صاب غواری پدی سره زان باتور او زره ور وشیی او زان تر جنرال کم خلکو ته معرفی نکری نو بل زای یی پیدا نکر زان یی د د کنسولگری دفاع ته ورسوه خوارکی سه وکری له یوی خوا به هندو سخه د مننی ترسنگ سه جب هم دک کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x