افغانستان

هلمند: طالبان وايي ناوه کې يې ۱۵ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو د ۱۵ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ناوې په شګلن مانده سیمه کې د ګډو امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان د طالبانو له لوري بريد وشو، چې نږدې دوه ساعته يې دوام وکړ.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې بريد کې يې د امنیتي ځواکونو دا کاروان بېرته شاتګ ته اړ کړی چې پکې يې ۱۵ تنه وژلي چې د دریو عسکرو مړي د جګړې پر ځای پاتې دي.

طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه دولتي سرچينو د دې جګړې په اړه څرګندونې کړې دي.

تر دې وړاندې د هلمند سنګين د اوږدې او مرګونې جګړې شاهد و، چې پکې د ولسوالۍ ګڼې دولتي ودانۍ د طالبانو ګوتو ته ورغلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x