افغانستان

د چهاردرې ولسوال: دا یو نمایشي پوست و، ځکه مې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده، د دولت له لوري ورته ګمارل شوي ولسوال يې رسماً له دندې استعفا ورکړه.

د چهاردرې ولسوال ډګروال محمد ظاهر نیازی وايي چې دا یو نمایشي پوست و، ځکه يې زړه ترې تور شو او له دندې يې استعفا ورکړه.

نیازي رسنیو ته ویلي چې د کندوز له جګړې وروسته که څه هم دولتي سرچينو د چهاردرې د ډېرې برخې نیولو دعوه کوله، خو د ده په خبره یوازې شپږ کیلومتره سړک د دولت په واک کې دی.

د چهاردرې دا مسعتعفی ولسوال وايي چې د ټولې ولسوالۍ دولتي تشکیل يې ۳۰۰ تنه و، خو په وینا يې طالبان تر دوی پنځه چنده ډېر او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

ډګروال نیازی وايي چې څو ځلې مرکزي حکومت سره خپلې ستونزې شريکې کړې، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی، ځکه تر ولسوالۍ تېر شو.

د چهاردرې ولسوال په داسې حال کې له خپلې شپږ کیلومترۍ ساحې نه استعفا ورکوي، چې دولتي سرچينو د چهاردرې ځينې برخې د طالبانو په واک کې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x