نړۍ

صهیونیزم د بشریت دښمن دی/ طیب اردوګان

    د تیرې چهارشنبې په ورځ په ویانا کې د ملګروملتو لخوا یو کنفرانس د تمدنونو په اړه جوړ شوی وه. په دې غونډه د نړۍ زیاتره مشرانو برخه اخیستې وه، ددې مشرانو څخه یو هم د ترکیي لومړی وزیر رجب طیب اردوګان وه. هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې صهیونیزم د بشریت ستر دښمن دی او باید چې د فاشیزم سره یو شان وګڼل شي.

    صهیوني شیطان رژیم هم په خپله دا خبرې په کلکه غندلي دي او ورسره د ملګرو ملتو سر منشي بانکي مون هم، د اردوګان په خبرو ناراضيت ښودلی دی.

    خو د صهیونیزم کلک ملاتړي امریکا د اردوګان دغه خبرې په کلک ډول وغندلې او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، چې ترکیي ته په دوره دی، وویل، چې د اردوګان دې خبرې د ناټو د ملګرو (ترکیي، ناټو) تر منځ د وریځو پرده غوړولې ده او د اردوګان دا خبرې یې د کلک انتقاد لاندې راوستې.
    د امریکا د امنیتې ادارې یوه ویاند وویل، چې، د اردوګان دا خبرې بالکل حقیقت نه لري او ټول سراسر درواغ دي. ددې نه دا مالومیږي، چې صهیونیستانو د امریکا په هره اداره کې ډېر نفوذ کړی او هر څه یې په خپل لاس کې اخیستي او څه چې وغواړي ووايي او څه چې وغواړي هغه وکړي.
    په دوه زره لسم کال کې، کله چې د ترکيي یو بیړۍ، چې په خوراکي توکو بار وه او فلسطین ته روانه وه، تر څو هلته بشري مرستې ورسوي، اسرائیلو ته نږدې پرې صهیوني رژیم پرې ډزې وکړي او ټول نهه واړه عمله یې ووژله. د هغې راهیسې د دواړو هیوادونو تر منخ اړیکې خړې پړې شوي دي. ترکیه غواړي، چې اسرائیل باید قوي بښنه وغواړي؛ خو اسرائیل کله بښنې ته تیار دی.
زاهدخلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x