افغانستان

د پروان د والي په ګډون اته تنه چارواکي مسموم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پروان د والي وياند وايي چې نن په ولایت مقام کې د ننه د پروان د والي په ګډون اته تنه لوړ پوړي سیمه ییز چارواکي مسموم شوي دي.

د پروان د والي وياند وحيد صدیقي وايي چې پېښه د ګازو له بوی نه رامنځته شوه، چې پکې والي محمد عاصم عاصم، د ملي امنیت ریاست مرستیال او نظامي قومندانان شامل دي.

صدیقي وايي چې دوی په يوه امنیتي جلسه کې پر خبرو بوخت و، چې پېښه رامنځته شوه، خو د جزيياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

د پروان د ولايتي روغتون مسوول قسیم سعيدي وايي چې د دې ولایت د ملي امنیت د مرستيال په ګډون ځينې نظامي قومندانان دې روغتون ته ور وړل شوي دي، چې تر تداوي لاندې دي.

سعيدي د ملي امنیت د مرستیال روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه او ويې ويل چې تر اوسه يې د روغتيا په اړه ډاډ نشي څرګندولی.

تر اوسه د مسموم کېدلو اصلي علت، د والي د روغتيايي وضعیت او د پېښې د عاملينو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x