افغانستان

کابل: هوايي ډګر ته څېرمه دویمه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې د کابل نړیوال هوايي ډګرته څېرمه درنه چاودنه وشوه.

سیمې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې د امبلانسونو غږونه اورېدل کېږي او د چاودنې غږ تر لرې سیمو پورې اورېدل شوی دی.

په همدې سیمه کې تر غرمې وړاندې هم زوروره چاودنه شوه، چې چارواکو سرتېری بريد وګاڼه او ويې ویل چې یوازې بريدګر پکې له منځه تللی دی.

د سهارنۍ چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی. او نه هم د تازه چاودنې په اړه امنیتي مسوولینو څه ويلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x