ورزش

د ملي لوبډلې مرستیال روزوونکی: لوبڅار غیر عادلانه پریکړې کولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومی ۱۴مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د افغانستان او هند ملي لوبډلو تر منځ د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو پایلوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې افغانستان د لوبڅار غیر عادلانه پریکړو له امله ۲-۱ ګولونو توپیر سره ماتې وخوړه.

د ملي لوبډلې مرستیال روزوونکی په دغې لوبې کې د ملي لوبډلې لپاره په فرصتونو او ماتې په اړه وویل:« مونږ تل غوره لوبه نندارې ته وړاندې کوو. د لوبې دغه کیفیت ساتل تل لپاره کوم اسان کار نه دی. دوه پینالټي شاټونه چې باید د لوبڅار لخوا ورکړل شوې وې ورنکړل شوې. خو بیا هم مونږ باید له دې زیات ګولونه ترسره کړي ول.»

نوموړې زیاته کړه:« مونږ له لوبې وړاندې خپل سیال کمزوری ندی ګڼلی. هندۍ لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده او زیات شمیر پیاوړې لوبغاړي لري.»

په پایلوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیات ګول وهوونکی لوبغاړی ته د لوبې فرصت نه و ورکړل شوی خو د ملي لوبډلې مرستیال روزوونکی وايي چې د هغوي له لورې ټاکل شوې ۱۱ کسیزه لوبډله یوه غوره او غښتلې لوبډله وه خو له بده مرغه مونږ ونه توانیدو زیات ګولونه ترسره کړو.»

نوموړې خبري غونډې ته وویل چې د دفاعي لیکې د لوبغاړو له کمزورۍ او غلطۍ څخه د هندوستان لوبډل مشر سنیل چترې وتوانید دوهم ګول وهلو سره دغه اتلولي خپل کړي.

د سویلي اسیا په اتلولۍ کې دا د افغانستان وروستۍ لوبه وه او له دې وروسته به افغانستان د مرکزي اسیا د فوټبال په زون کې لوبې ترسره کوي.

هیره دې نه وي چې په پایلوبه کې د لوبې په وروستیو شیبو د ملي لوبډلې په ګټه دوه ښکاره پینلټي شاټونه چې باید ورکړل شوي و ورنکړل شو. هندوستان د سویلي اسیا په سیالیو کې د درغلیو نه هیریدوونکی تاریخ لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close