نظــر

جمعیت اصلاح اسلامي ـ افغاني خوځښت

رحمت الله زاهد

لیکوال: رحمت الله زاهد
لیکوال: رحمت الله زاهد

په دې وروستيو کې د هيواد د تکړه اونامتو عالم د قرآن کریم مفسر شيخ القرآن والحدیث مولانا عبد الصبور يوې ويډيویي وينا د ځينو په اصطلاح هيواد پالو او ملت پالو احساسات راوپارول او د فرصت څخه يې په ګټې اخيستنې د مولانا او د مولانا په بهانه يې د جمعیت اصلاح افغانستان په اړه هغه څخه وليکل چې د پوهې په ګاڼه سمبال خو لا څه چې عام افغان يې هم په ليکلو او ويلو شرميږي او بايد پرې وشرميږي.

زه دلته د افغانستان د پخواني شاه امان الله خان په اړه د مولانا د خبرې سره د موافقت او مخالفت په اړه بحث نه کوم، ځکه تاريخي حقايق په تاريخي کتابونو کې پراته دي او که څوک د مولانا د خبرې تحقیق او ثبوت غواړي نو د مولانا څخه دې د پوښتنې پر ځای د ميرغلام محمد غبار، محمد صدیق فرهنګ، عبد الحی حبیبي، داکتر سنزل فريد او نورو کتابونه وګوري او پخپله دې قضاوت وکړي، زه دلته فقط د ملت پالنې او هيواد پالنې د چتر لاندې د ديني علماؤ او ديني جريانونو پر خلاف د خپل بې ځایه او بې موردو احساساتو ښکاره کوونکو ته يو څو خبرې لرم:

لومړی: تاریخ وګورۍ چې هميشه ددې هيواد او ملت څخه چا دفاع کړيده، هغوی چې تش د ملت پالنې او هيواد پالنې چغې وهي، که هغوي چې د ملت ديني او ملي ارزښتونو ته درناوی لري او په ديني احساس له هر اشغالګر سره جنګيدلي دي.

دوهم: د افغانستان ټول قومونه چې په عمومي توګه ټول د افغانانو په نوم ياديږي، ديني او ملي ارزښتونه لري او هر څوک چې دغه ارزښتونو ته په سپکه ګوري افغانان هغوي ته په سپکه ګوري او هر چا چې ددغه ارزښتونو د له منځه وړلو کوښښ کړی یا يې کوي دوي به له منځه لاړ شي، خو دغه ارزښتونه به تل پاتې وي.

دریم: هر فرد او شخص خپل نظر لري او د خپل نظر په ښکاره کولو کې آزاد دی، د مسلمانانو لپاره يواځې اسلامي مقدسات د نيوکې څخه پورته دي، نور هيڅوک هم د نيوکې څخه پورته نه شي ګڼل کيدای، نو که يو څوک د چا په اړه خپل نظر ښکاره کوي، دا د هغه حق دی خو د کنځلو او بې مورده تورونو حق هيڅ څوک هم نه لري.

څلورم: په تيرو څوارلس کالو کې پدې هيواد کې اسلامي مقدسات آن د الله تعالی د ذات پورې توهين شول، تاسو هغه وخت چيرې وئ او ولې مو خپل غږ نه پورته کولو چې اوس د يوې ډيرې وړې خبرې له امله دومره احساساتي شوي یاست.

پنځم: جمعیت اصلاح افغانستان يو افغاني، هيواد دوست او ملت دوست جريان دی، د خپل تأسیس څخه تر اوسه پورې ټول کارونه يي د دې هيواد دمادي او معنوي پرمختګ او د دې جنګ ځپلې ملت د هوسايني لپاره دي، د دغه جريان مخلص او متعهد بچيان شپه او ورځ ددې هيواد او ملت لپاره په رضاکارانه توګه هڅې کوي، ددې ملت مخلص او دينداره وګړي ددغه جريان سره مادي او معنوي مرستې کوي، ټول ملت پدې خبره ګواه دی، د يو څو ناپوهو پروپاګڼد دغه پاک جريان ته هيڅ تاوان نه شي رسولی.

شپږم: د نړۍ د اسلامي حرکتونو ا ومظلومو ملتونو سره په ملاتړ، جمعیت اصلاح په پردې پالنه تورنول کوم انصاف دی؟ ټوله ورځ د پرديو ډول ته ګډيدل، په افغانانو د پردي دفرهنګ د تپلو لپاره کار کول، د غيرتي او متدين ملت ديني او ملي ازښتونو ته سپکاوی، ځوانان بې دينۍ او پيغلې بې حجابۍ او بې حيایۍ ته هڅول پردې پالنه ده که د يو مسلمان سره د خپلې خواخوږۍ ښکاره کول پردې پالنه ده؟

اووم: د شوروي ديرغل په وخت کې په ميليونونو افغانان ګاونډي هيواد پاکستان ته مهاجر شول، هلته يې په پاکستاني مدرسو، مکتبونو اوپوهنتونونو کې درسونه وويل، دوی به د يو جريان څخه اغيزمن کيدل، يا د اسلام پالو څخه او یا دهغه ملت پالو څخه چې نه یې دين معلوم وو او نه عقيده، هم يې ديني ارزښتونه د پښو لاندې کړي وو او هم د پښتو او تل به يې د روسيي اشغالګرو کلمه ويله، نو طبعي خبره وه چې ديني ذهنیت لرونکي به د ټولو څخه د معتدل اسلامي خوځښت جماعت اسلامي څخه اغیزمن کيدل، چې هم يې اسلامي فکر درلود او هم د شوروي پر ضد د افغانانو سره په يو سنګر کې جنګيدل او هم يې مهاجرينو ته مرستې برابرولې، اوس دا بيله خبره ده چې د جماعت اسلامي د روستيو سیاستونو سره اختلاف کيدای شي خو د اسلامي فکر سره يې يواځې هغه څوک اختلاف کوي چې د تعصب پټۍ يې ترسترګو تړلې وي.

اتم: ټول هغه کسان او خوځښتونه چې جمعیت اصلاح په پاکستاني خوځښت يا په پردې پالنه باندې تورنوي، دې راشي او د دې هيواد او ملت لپاره دې خپل وړاندې شوي کارونه د جمعیت اصلاح د کارونو سره پرتله کړي، چې د چا طرف درنيږي، خپل مشران او د جمعیت اصلاح مشران دې پرتله کړي چې څوک دې ملت او هيواد ته مخلص دي، څوک په حقيقي توګه ددې هيواد او ملت د مادي او معنوي پرمختګ لپاره کار کوي.

نهم: آیا جمعیت اصلاح يواځې د قرآن کریم درسونه او د سيرت دورې وړاندې کوي او که ددې هيواد د ځوان قشر د ظرفيتونو د لوړولو، د علم او پوهې د عامولو، فقيرانو او بې وزلو ته د متدينو هيواد د مرستو د رسولو، د تعصباتو د له منځه وړلو، د وطن د ښکلا لپاره د خلکو د هڅونو او داسې نور بې شمیره کارونه هم ترسره کوي.

لسم: که د جمعیت اصلاح خلکو د پاکستان یا د بل کوم هيواد غلامي کولی نو بيا خو ډيره ښه وه چې نيغ به نيغه یي د دې نورو پر څير د امريکايانو د غلامۍ پړې پر غاړه کې اچولی وی، هم به یې جیبونه له ډالرو ډک وي، هم به په لوکسو موټرو کې ګرځيدی، هم به يې وسله وال ساتونکی درلودی، هم به یې نړيوال تلويزوني کانالونه درلودی، او هم به یې لوی لوی کورنه.

په اخير کې مې غوښتنه دا ده چې هره خبره ليکۍ نو پوهه شئ چې د هر تورې به درسره حساب کتاب کيږي، په چا تور او بهتان تړل اسان خو د الله په وړاندې يې جواب ګران دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

اصلاحيان هم د شا لخوا باد وهلي دي،

حامد کرزي او اشرف غنی خپل شرعي ولسمشر گني، د کرزي له لومري دوری گوداگيتوب وروسته دوهم دور تولتاکنو کی نوماند او برخه لري، په همدي گوداگي حکومت کی راجستر دي، اساسی قانون يي منی، ملی امنیت ته د شاه دو شمشيره د واقعی په ارتباط مشوري ورکوي، تمه تری کوی، همدا اصلاحيان د اشغاگرانو په سفارتونو، دولتی ادارو کی دنده اجرا کوی،

زه دوی ته وايم چی د امان الله خان په نسبت خپله اصلاحيان دیر منحرف او له وسلوال مقاومت سره جفا کوونکي دي.

غوربندي

له امان الله خان سره د اصلاحيانو فرق دا دي چی،

غازی امان الله خان تر خپلواکي لاندي لغزش و کر،
اصلاحيان تر اشغال او بلواکي لاندي د هدفمند (غرضی) ثواب (اصلاح) کارونه کويّّ.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x