نظــر

مرحوم سید محمد حقاني ولې ټولو ته محبوب و؟

قاري حبیب

مرحوم مولوي سید محمد حقاني مې له تیرو اوو کلونو راهیسې پیژاند،له ډیره وخته سره ملګري و، د ۲۰۰۹م کال د اوړي له هغې ورځې چې په لومړي ځل سره شناخته شوو بیا تر پرون یک شنبې چې په اوښلنو سترګو مو د یوه تل یاد ملګري په حیث ورسره مخه ښه وکړه او د عقبی په خوامو رخصت کړ.رحمه الله تعالی

د مرحوم مولوي سید محمد حقاني د وفات په اړه د ده د ملګرو او عامو هغو خلکو چې نوموړی یي پېژاند غبرګون او د محبت اظهار تر معمول حد زیات و، په فیسبوک، ویب پاڼو او عامو مجالسو کې ډیرو خلکو ورباندې افسوس وکړ او حتی هغو خلکو هم ورته خورا ډیره مینه ورکړه چې نوموړی په ژوند کې یوازې یو ځل لیدلی او په یوه مجلس کې یي ورسره شرکت کړی و.

د نوموړي لپاره د مسلمانانو تر منځ دا محبوبیت ډیر ستر افتخار دی،ځکه دالله تعالی په نزد د یو چا د محبوبیت او مبغوضیت تر ټولو ستره علامه داده چې نوموړی د ځمکې د خلکو په زړونو کې څنګه ځای لري،که څوک د الله تعالی دمخلق په زړونو کې محبوب وي نو بې له شکه دالله تعالی په نزد هم محبوب دی ځکه د بخاري او مسلم حدیث دی چې : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهم عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَقَالَ إِنِّي أُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبَّهُ قَالَ فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ ثُمَّ يُنَادِي فِي السَّمَاءِ فَيَقُولُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ فُلَانًا فَأَحِبُّوهُ فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ قَالَ ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ الْقَبُولُ فِي الْأَرْضِ وَإِذَا أَبْغَضَ عَبْدًا دَعَا جِبْرِيلَ فَيَقُولُ إِنِّي أُبْغِضُ فُلَانًا فَأَبْغِضْهُ قَالَ فَيُبْغِضُهُ جِبْرِيلُ ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ إِنَّ اللَّهَ يُبْغِضُ فُلَانًا فَأَبْغِضُوهُ قَالَ فَيُبْغِضُونَهُ ثُمَّ تُوضَعُ لَهُ الْبَغْضَاءُ فِي الْأَرْضِ. متفق علیه بزیادة فی روایة مسلم

ابي هریرة رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې الله تعالی له یو چاسره محبت لري نو جبریل راوغواړي او ورته ووایي چې زه له فلان شخص سره محبت لرم ته هم ورسره محبت کوه،نو جبریل ورسره محبت کوي او بیا جبریل اهل السماء ملائکو ته ووایي چې الله تعالی له فلان شخص سره محبت لري تاسو هم ورسره محبت کوئ،بیا ملائکه هم له هغه شخص سره محبت لري تر دې چې وروسته دغه محبت ځمکې ته رانتقال شي او الله تعالی همدغه کس په ځمکه کې هم محبوب وګرځوي.

بالمقابل بغض یا بدایسیدل هم کټ مټ همداسې دي،د الله تعالی په نزد چې څوک مبغوض وي،نو د هغه کس په اړه حضرت جبریل ته ووایي چې فلانی زما بدایسي ته هم ورسره بغض کوه،بیا جبریل هغه شخص بد ایسوي تر دې چې جبریل نور ملایکو ته ووایي چې فلان شخص د الله تعالی مبغوض دی بیا یي ملائکه هم بدایسوي تر دې چې د نوموړي شخص په اړ بغض دځمکې مخلوق ته رانقل شي او د ځمکې پر مخ هم هغه مبغوض شي او د هرچا نفرت ترې کیږي.

د دې متفق علیه حدیث له مخې په اسلامي ټولنه کې د یوچا لپاره عام محبوبیت د سعادت خورا ستره نښه ده چې د ډیر بختور شخص به په نصیب کیږي. دلته زه د حاضر او ناظر الله تعالی په وړاندې د مرحوم حقاني صاحب تزکیه نه کوم او نه یي هم معصوم بولم،مګر د خپلو ملګرو او عامو خلکو تر منځ د بي کچې محبوبیت درلودو له امله د لوړ حدیث شریف مضمون ته په پام سره د نوموړي د عامه محبوبیت ځیني علتونه درسره شریکوم،که الله تعالی وکړي دغه صفات د یو مکلف انسان په حیث شخصا په ما او ټولو انسانانوکې پیدا کړي ترڅو د الله تعالی د محبت او مقبولیت وړ وګرځو او د الله تعالی د مخلوق د ازار، اذیت،تحقیر او بالاخره عامه منفوریت په ځای له هغوی سره ښه تعامل ولرو او د یوه سالم،مثبت او ګټور شخص په حیث د ټولنې په سعادت،جوړښت او رفاه کې ونډه واخلو.

د حقاني صاحب یو ستر خوی شرافت او لوړه اخلاقي رویه وه،نوموړی داداري سلسله مراتب له اړخه زموږ مشر و، مګرد څو کلنې ملګرتیا په ترڅ کې مې له نوموړي هیڅکله داسې قول،فعل یا چلند حس نه کړ چې ځان د نوموړي په نسبت حقیر یا تر امر لاندې حس کړم،نوموړي په اداري ماحول کې له کارکوونکو سره په افقي تعامل باور درلود، تجربو ثابته کړې چې په اداري ماحول کې د عمودي تعامل په نسبت افقي چلند په مراتبو ښه اثر لري،په افقي چلند کې آمر خپلو ترلاس لاندې کسانو ته د مأمورینو نه بلکې د ملګرو په نظر ګوري، فرمان یي د أمر نه بلکې د التماس په لهجه وي او د ملګرتیا یو ماحول یي جوړ کړی وي، په اصل کې دا چلند د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه ده،چې خپل تر لاس لاندې کسان یي اصحاب یعني ملګري بلل،له هغوی سره تعامل یي بشپړ طبعي او د لوړو دیني انساني اخلاقو او صمیمیت څخه مالامال و.

د مرحوم حقاني صاحب بل صفت چې له امله یي نوموړی په هر چا خوږ لګېده،خوشرویي،همیشنۍ موسکا او مینه ناک چلند و،هيڅکله یي غوسه او سخت ګیري نه کوله، د ترخو تجربو د زغم ، له پامه غورځولو او هیرولو چل یي زده و.

نوموړي د شرافت او اخلاقو کرښو ته همیشنی تعهد درلود، هیڅکله په ټیټو او کم ارزښته موضوعاتو نه غږېده، هیڅکله مې د ضدبازۍ،سیالۍ،انتقام،قومپالنې، منطقه پرستۍ ، تاوېلي ماوېلي او دغسې نور مبتذل او بي ارزښته بحثونه حتی په ډیرو خصوصي مجالسو کې هم ترې وانه وریدل،د ګیلې، شکایت او غیبت عادت یي نه درلود او تر ډیره حده یي په اشخاصو بحث نه کاوو بلکې په موضوعاتو به غږېده.

په شخصي لحاظ پاک او حیاناک و،له همیشنۍ او ظرافت سره سره مې نه یادیږي چې د بي باکۍ تر حده دې ټوکې کړې وي، له خلکو سره یي چلندد هغوی د عمر،منصب،استعداد او ټولنیز مقام په اساس نه بلکې د خپل شرافت او مروت په مبنی و،هر مسلمان ته په احترام قائل و، د مجلس په مهال یو ښه اوریدونکی و چې د مخاطب خبره به یي په پوره شوق او داد سره اورېده.

د جناب حقاني صاحب ښه چلند دده ټولو متعلقینو ته معلوم و خو دلته مې دا موضوع ځکه راپورته کړه ترڅو یي د یوه حقیقت رابرسیره کولو لپاره بهانه کړم. نن سبا په انسانانو کې د استعدادونو کمی نشته، د ښه صورت ، ځیرکۍ او بیلابیلو فني،علمي او تخنیکي استعدادونو کسان خورا ډیر دي، حتی ویل کیږي چې اوسنی انسان دومره هوښیار شوی چې د شپږم ټولګي شاګرد د دوه زریزي پخواني فیلسوف افلاطون په نسبت ډیر معلومات لري،خو نن سبا چې انسانان د کوم صفت له فقر سره مخامخ دي هغه انسانیت یا سړیتوب دی.

له دیني او منطقي اړخه د انسان د کمال صفت مروت دی، مروت له مرء یعني سړي لغت څخه اخیستل شوی چې مطلب یي سړیتوب یا جوانمردي ده،مروت چې له دیني اړخه د احادیثو د روایت او شهادت لپاره مهم شرط بلل شوی ټولو مکرمو اخلاقو ته شامل دی،مروت په انسان کې هغه ملکه یا قریحه ده چې انسان په هر حال کې د حسنه اخلاقو او ښه تعامل په کولو په طبعي شکل مجبوروي او له بدو ، پستو او ناشایسته کړنو څخه یي راګرځوي.

نن سبا په دنیا کې تر ټولو ارزښتمن شی پیسه یا مال بلل کیږي اما د ځوانمردانو په قاموس کې د پیسې او دنیوي ګټې په نسبت سړیتوب او اخلاقي حیثیت خورا ډیر ارزښت لري. د فارسي مشهور شاعر فردوسي همدې حقیقت ته داسې اشاره کړې.

ز بهر درم تند و بدخو مباش
تو باید که باشی درم گو مباش

یعني د پیسې یا درهم لپاره تند او بداخلاقه مه جوړېږه،ځکه (ته) باید وې،درهم که نه وي هم پروا یي نشته .مطلب دا چې اخلاقي حیثیت یو داسې ارزښت دی چې د هیڅ شي په مقابل کې هم باید له لاسه ورنکړل شي.

په پای کې به ووایم چې جناب حقاني صاحب خو نه دومره سرمایه دار و چې په خلکو یي خیراتونه او صدقې کړې وي او بیا د هغه له امله په خلکوکې محبوب شوی وي او نه یي هم منصب دومره اجتماعي او ستر و، خو نوموړی چې له هرچا سره مخ شوی یوازې ورسره په مسنونه طریقه، په پراخ تندي،په خوشرویه څیره اوهغوی ته په اهمیت ورکولو ورسره مخامخ شوی،چې له همدې امله ورته الله تعالی د مسلمانانو په زړونو کې داسې ځای ورکړ چې تصور یي نه کېدو.

الله تعالی دې په جناب حقاني رحم وکړي او برکات ته یي په وروڼو او اولادونو کیږدي . آمین یا رب العلمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x