ټولنیزه برخه

د مسلمانانو د ذلت او خوارۍ لاملونه

ليکوال : مولانا سید محمدیوسف بنوری

ژباړن: استاد عبدالمالک همت

لږ څه هم د عصر د محدث حضرت مولانا سید محمد یوسف بنوری رحمه اللہ په باب:

د کراچی د جامعه علوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوری ٹاوٴن بنسټ ايښوونکی اوشیخ الحدیث په ۱۳۲۶هـ. ق. کال په مردان کي زېږېدلی، ابتدايي علوم يې په پېښور کي په خپل کور کي پر خپل پلار او ماما او د پېښور پر نورو عالمانو لوستي، بیا يې د امير حبيب الله خان په وختوکي په کابل کي په يوه مدرسه کي درس ووایه. د دغه مهال له نامتو استاذانو څخه يې قاضی القضاة مولانا عبد القدیر افغانی لمقانی(د جلال آباد د مرافعې محکمې قاضي) او شیخ محمد صالح القیلغوی افغانی او نور دي. نور پاته علوم يې د دیوبند په دارالعلوم کي ولوستل بیا يې د پنجاب پوهنتون څخه د مولوی فاضل علمي سند ترلاسه کړ. هغه د تدریس په برخه کي پر ډېرو ښو خدمتونو کولو سربېره ، په عربي او اردو ژبو ښه علمي کتابونه هم لیکلي دی. په ۱۳۹۷ھ کال وفات سو خدای جل جلاله دې وبخښي.

څوک نه پوهيږي چي ”وطن“ په خپل ذات کي کوم مقدس شی نه دی، د وطن عزت او حرمت مازي له دې امله دی چي هغه د اسلام د شان او شوکت او د هغه د سرلوړۍ ذریعه باله سي. او ”ملي واکمني“ پرته له دې چي د اسلام د پياوړتيا مرکز او د مسلمانانو د عزت او پت ساتلو څرګندويه ده بله سپېڅلتيا نه لري. نن مهال چي په ختيځ او لوېديځ کي اسلام دښمن ځواکونه د عربو او عجمو مسلمانانو پرضد يوموټی سوي دي او هغوی په خپلو هيوادونو کي په ډول ډول ذلتونو او خواريو خواروي او پرېشانه کوي يې، د دې يوازنی لامل دادی چي موږ د جهاد له فريضې څخه غفلت کړی دی او د شها دت مرتبې ته د رسېدو ولوله مو له زړونو وتلې ده. له حهاد څخه د غفلت لامل دا نه دی چي زموږ سره شتمنۍ او مادي وسايل نسته یا د مسلمانانو تعداد کم دی. لوی څښتن اوس اسلامي عربي هيوادونو ته د شتو او وسايلو د زیاتوب هغه اسباب ورکړي دي چي پخوا يې هيڅ تصور نه کېدی. يوازي دا خبره نه ده، بلکي د دغو وسايلو لپاره دغه اسلام دښمن ځواکونه هم اسلامي نړۍ او عربي هيوادونو ته اړ دي.

لنډه دا چي نن مهال د مسلمانانو د اسکېرلتوب او بې وزلۍ لامل د وسایلو کمی نه دی، بلکي د دې ټولو ذلتونو او ټيټتیاوو اصلي لامل زموږ يو له بله نفاق او شقاق دی. موږ پر ټولنيزو اړتیاوو باندي خپل ځاني او شخصي اغراض مقدم کړي دي. انفرادي مصلحتونو ته مو پر اجتماعي مصالحو باندي ترجيح ورکړې ده. راحت او هوسایۍ خوند راکړی دی او پر مين سوي يو. د جهاد ولوله مو له زړونو وتلې ده او د آخرت او جنت په بدل کي د ځان او مال قربانۍ ته نه يو چمتو. دغه دي هغه اسباب او عوامل چي له شامته يې مسلمان امت د عزت او درناوي له لوړو پوړيو څخه د ذلت او سپکاوي ژورو کندو ته لوېدلی دی.

د حضرت ثوبان رضي الله عنه حديث کوم چي امام ابوداود او نورو رحمهم الله روايت کړی دی، د عالمانو په منځ کي مشهور دی. په دغه حديث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

”هغه زمانه نژدې ده چي ټول اسلام دښمنه قومونه به ستاسي د مقابلې لپاره يوبل ته د مېلمستيا بلني ورکوي. يوه صحابي عرض وکړ: ای د لوی څښتن استازې! آيا دابه له دې امله وي چي زموږ شمېر به کم وي؟ هغه وفرمايل: نه! بلکي تاسي به زيات یاست، خو تاسي به د سيلاب د ځګ غوندي ياست. الله تعالی به د دښمنانو له زړونو څخه ستاسي رعب او بېره وباسي او ستاسي په زړونو کي به کمزوري او ټيټ همتي واچوي. یوه عرض وکړ: ای د الله رسوله! له ټيټ همتۍ څخه موخه څه ده؟ ويې فرمايل: د دنيا مينه او غوښتنه او له مړيني بېره“ .(مشکوة، کتاب الرقاق، باب تغیر الناس، الفصل الثاني، ج: ۲، ص:۴۵۹ ، ط: قديمي).

په هر حال کله چي زموږ مسلمانانو د اوسني ناوړه او له بخولو ډک حالت د لاملونو څېړنه کيږي، نو موږ ته څو شیان څرګنديږي، چي دلته په لنډون سره اشاره ورته کوو:

لومړی: د اسلام پر دښمنانو باندي باور او اعتماد کول

(روس وی، که امریکه او که لوېديځ هيوادونه، ځکه چي کفر د خپلو اختلافونو سره سره يو ملت دی). او پرالله باندي اعتماد او توکل او پرمسلمانانو باندي باور نه کول، په داسي حال کي چي ټولو مسلمانانو ته حکم دی:

﴿ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴾ [آل عمران: ۱۶۰] (مومنانو ته په کار ده چي يوازي پر الله باندي توکل وکړي).

په دغه آيت کي په غوڅه توګه او په ډېر ټينګار او تاکيد سره فرمايل سوي دي چي مسلمانانو ته نه ښايي چي له الله رب العزت پرته پر بل چا اعتماد او باور وکړي.

دوهم: د مسلمانانو خپل منځي اختلافات او کور جنګي

د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او مخالفتونو دا حال دی چي که دوی يو وخت يو ځای سره ناست هم وي او د سولي او جوړجاړي خبري کوی، بیا هم د دوی داحال وي :

﴿تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى﴾ [الحشر: ۱۴] (په ظاهره ته دوی سره غونډ ګڼې، خو د دوی زړونه يو له بله بې زاره او بېل سوي دي).

درېیم: پر الله باندي تر توکل پر مادي او عادي اسبابو باندي زیات اعتماد

په دې کي شک نسته چي لوی څښتن جل جلاله موږ ته د هغو ټولو اسبابو او وسایلو د راغونډولو حکم کړی دی چي زموږ په وس کي وي او په کومو چي دښمن بېرول کيږي او دفع کيږي، خو له بده مرغه له يوه لوري موږ هم د مادي اسبابو په راغونډولو کي ناکامه يو او له بله پلوه د فتحي او نصرت چي کومه سرچينه ده، له هغې څخه هم غافل یو. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶].

ژباړه: برى او نصرت د بل چا له خوا نه بلکي يوازي د الله له خوا دى چي (په بشپړه توګه) برلاسى (زورور او په خپل اقتدار کي پر ټولو مخلوقاتو د غلبې خاوند دى) او د سمي او لوړي کچي پوهي (حکمت) څښتن دى،(چي هر څه په خپل مناسب ځاى کي ږدي).

د تاريخ شلګونه، نه ، بلکي سلګونه واقعات شاهدي ورکوي چي د کافرانو په وړاندي د بې وزلۍ او د شمېر د لږوالي سره سره به فتحي او بري د مسلمانانو قدمونه مچول.

څلورم: د دنيا سره زياته مينه، عيش پالنه او راحت خوښونه، د آخرت پر ځای دنیا غوره کول، پر ملي او ولسي غوښتنو باندي خپلي ځاني غوښتني مخکي بلل او د جهاد روح له زړونو وتل.

د دې خبرو تفصيل ډېر اوږد دی، د قرآن کريم په آل عمران سوره او توبه سوره کي په دې اړه ډېر لوی عبرتونه موجود دي. د امت دنده او فريضه ده چي تل دغه روښانه منار په پام کي ونيسي. په هرحال د الله په لار کي، د اسلام د سرلوړۍ لپاره د دښمنانو سره ډغري وهل ، د لوی څښتن په لار کي جهاد کول او د اسلام لپاره خپل ځان قربانول ډېر قېمټي جوهر باله سي. قرآن کريم او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ټولو د دنيوی ګټو او اخروي ثوابونو هر اړخ په ډېر فصاحت او بلاغت سره بیان کړی دی.

درنو دوستانو! داوه يوه ډېره لنډه مقاله چي د ډېرو مصروفيتونو سره سره او په لږ وخت کي وليکل سوه، له دې امله د بحث ډېر اړخونه له تفصيله پاته سول، چي له امله يې له تاسو دوستانو څخه د بخښني غوښتنه کوم. په پای کي حق تعالی ته دعاکوو چي زموږ تېروتنی را اصلاح کړي، زموږ په منځ کي قلبي يووالی راولي، د کافرانو په وړاندي زموږ مرسته او نصرت وکړي، او موږ د صبر، هوډ او عزم، پرله پسې زيار ، بوختیا او تقوا په صفاتو سرلوړی او کامیابه کړي. آمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x