نړۍ

بحرین او سوډان هم له ایران سره ډیپلوماتيکي اړیکي پرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي وروسته خلیجي هیواد بحرین او افریقايي هیواد سوډان هم د ایران سره خپلي اړیکي پرې کړي.

مخکې تر دې سعودي په ایران کې د خپل کونسګلرۍ او سفارت د سوځوني پر ضد د ایران سره د اړیکو پرې کولو اعلان کړی وو. سعودي ایراني ډیپلوماتانو ته امر کړی چې ژر تر ژره دي له سعودي څخه ووزي، او په ورته وخت کې خپلو دیپلوماتانو ته امر کړی چې له ایران څخه ووزي. وروستي خبرونه وايي چې سعودي ایران ته خپل د الوتکو پروازونه هم درولي دي.

په تهران کې د سعودي سفارت وسوځول شو
په تهران کې د سعودي سفارت وسوځول شو

نن د بحرین هیواد رسمي خبري اژانس اعلان وکړ چې بحرین د ایران سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې او د ډیپلوماتانو ته یې امر کړی چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به له هیواده وزي.

یو بل خلیجي هیواد متحده عرب امارات هم اعلان کړی چې دوی به د ایران سره خپلي ډیپلوماتیکي اړیکي تر پخوا ټیټي سویې ته کښته کړې او د ایراني ډیپلوماتانو په شمېر کې کمي را وستلې.

بل لوري ته د سوډان د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم غندوز هم رسنیو ته ویلي چې ایران د مذهب او طایفې پر نامه په سیمه کې اړیکي پالي او په عربي هیوادونو کې پر همدې اساس مداخله کوي، چې سوډان ته د زغملو وړ نه دي، ځکه سوډان خپل سفیر له ایران څخه را وغوښتی او ډیپلوماتیکي اړیکي یې ورسره پرې کړې.

ددې تر مخه د سعودي خبري اژانس ویلي وه چې سوډان په خرطوم کې د ایران ډیپلوماتانو ته امر کړی چې خپل د کورنیو سره دي ژر تر ژره له هیواده ووزي.

د سوډان چارواکو ویلي چې دوی ایران په دې ملامتوي چې ولي یې د سعودي سفارت خوندي نه کړ او زیاته کړې چې دوی به د سعودي د حکومت سره په ټولو هغو کړنو کې شامل وي چې دایران پر ضد یې تر سره کوي.

په ایران کې ددې تر مخه هم پر سفارتونو ورته بریدونه شوي چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په وینا د ایران حکومت په دغه کار کې پوره مهارت لري.
باید وویل شي چې ددې تر مخه په ایران کې د امریکا سفارت په کال ۱۹۷۹ کې او د برتانوې سفارت په کال ۲۰۱۱ کې د ایراني لاریون کونکو له لوري سوځېدلی دی، چې له کبله یې ددغه هیوادونو او ایران تر منځ هم ډیپلوماتیکي شخړي را منځته شوي دي.

سعودي د شیعه عالم نمر باقر النمر په شمول ۴۸ تنه دیني عالمان او سیاسي مخالفین اعدام کړل چې له کبله یې په عراق، ایران او پاکستان کې شیعه ګانو مظاهرې وکړې او د سعودي دغه عمل یې په کلکو ټکو وغندی. د عراق او ایران جګپوړو حکومتي چارواکو او دیني عالمانو هم د سعودي په خلاف خبري وکړې چې له امله یې سعودي دغه حکومتونه او چاوراکي د سعودي په داخلي امورو کې په لاسوهني تورن کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x