څوک چې پښه غځوي هغه چا ته لاس نه غځوي

حامد افغان –

د علامه سعید الحلبي د استغنا خوندوره کیسه

د شام مشهور شیخ العلامة سعيد الحلبي (مړ: 1259هـ) رحمه الله، د دمشق په اموي جومات کې په درس بوخت و، د وخت جابر واکمن ابراهیم باشا جومات ته راغی، د شیخ څنګ ته تېر سو، شیخ درس ویلې، پښه یې غځولې وه او پاچا ته یې هیڅ توجه ونه کړه، پاچا د شیخ په بې توجهي ډېر خپه او غوسه شو او شيخ سعید الحلبي ته یې په زړه کې واچوله.

ابراهیم باشا چې ځای ته ورسیدی، منافقانو او چاپلوسانو د شیخ دا حرکت ښه ورته وپړساوه، او د لویې سزا مستحق یې ورته وګرځاوه، نو د دې تیاری نیول کیده چې شیخ لاس تړلی د پاچا حضور ته راوړل شي، خو بیا یې اراده بدله کړه او وویریدی چې هسې نه د هغه توهين کول ستونزې او مشکلات ورته پیدا کړي، ځکه په خلکو کې د شیخ د مقبوليت او محبت اندازه ورته معلومه وه.

د واکمنو قصرونو کې د دسیسو، پریبونو او نیرنګونو جوړولو شیطاني دماغ یا په اصطلاح تنګ ټینګ هر وخت بوخت یې، پاچا ته مشوره ورکړل شوه چې باید شیخ د مال او پیسو له لاري ولچک کړل شي په دې توګه به یې په یوه مرمۍ دوه مرغۍ ښکار کړې وي، یو به هغه تابع شي او بل به د خلکو له نظره ولویږي او شته حیثیت به یې راټيټ شي.

ابراهیم پاچا خپل وزیر ته د سرو زرو 1000لیرې ورکړې او ورته ویې ویل چې دابه هغه ته د هغه د شاګردانو او مريدانو په مخ کې ورکوې ، وزیر چې د شیخ الحلبي درسځای ته ورغی له سلام وروسته یې په لوړ اواز ورته وویل: چې دا زر لیرې د ابراهیم پاچا له خواتاسو ته لیږل شوې دي، څو تاسو خپلې اړتیاوي پرې پوره کړئ، شیخ په مهرباني سره وزیر ته وکتل او په نرمه لهجه یې ورته وویل: زویه! دا لیرې بیرته پاچا ته یوسه او دا هم ورته ووایه چې څوک پښه غځوي هغه چا ته لاس نه غځوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د