ورزش

اصغر ستانکزی: زما او د نبي خرابه لوبه ټوله لوبډله تر فشار لاندي راولي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): تیره شپه ناوخته په شارجه کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ څلورمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسیدل، چې د زمبابوې په ګټه تمامه شوه.

زمبابوې د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني پریکړه وکړه، او په خپل وار یې ۲۲۶ منډي جوړي کړې.

که څه هم په لومړیو ۲۲ اورونو کې د زمبابوې کوم لوبغاړی نه وو سوځېدلی، خو په درویشتم اور کې دولت زدران وتوانېد چې د پيټر مور (۵۲ منډي) وکټ واخلي، دغه وخت د زمبابوې ټولي منډي ۹۲ ته رسیدلي وي، خو له دې وروسته د زمبابوې د لوبغاړو وکټونه په کراره منځ منځ کې سوځېدل چې له امله یې زمبابوې ونه توانېد تر څو د منډو هدف د خپل خوښي سره سم وټاکي.

د زمبابوې کپتان د لوبي وروسته وویل چې دوی غوښتل لږ تر لږه ۲۶۰ منډي هدف وټاکي ، خو د لوبي په وروستۍ برخه کې د افغانستان بالران وتوانېدل چې مونږ تر ۲۲۶ پوري محدود کړي.

بل لوري ته نن یو ځل بیا د محمد شهزاد نه پرته نور ټول لوبغاړي ونه توانېدل چې ښه لوبه وکړي.

محمد شهزاد د خپل طبیعت خلاف نن کراره او معقوله لوبه وکړه، نوموړي په ۷۲ بالونو ۴۵ منډي جوړي کړي، خو د میدان بل لوري ته ورسره ملګري یو په بل پسې سوځېدل چې په هغو کې نور علي زدران په ۴ منډو، کپتان اصغر ستانکزی په ۲ منډو، راشد خان په ۱۰ منډو او محمد نبي په ۱۱ منډو وسوځېدل.

خو حشمت الله شاهدي چې کله د محمد شهزاد سره لوبه پيل کړه نو داسي ښکارېده چې کیدای شي دواړه تر یو حده دوام سره وکړي، خو دا ځل محمد شهزاد د چیبابا په یو ناڅاپي بال ال بي ډبلیو (LBW) وسوځېد.

حشمت الله شاهدي وروسته تر یو څه وخته مقاومت وکړ، خو د ۳۱ منډو جوړولو وروسته نوموړی هم له میدانه ووتی، له هغه وروسته میرویس اشرف ۱۸، دولت زدران ۱۶ د یادولو وړ منډي جوړي کړي.

د نن ورځي د لوبي غوره لوبغاړی د زمبابوې اوپنر او بالر چیبابا وو، نوموړي ۵۳ منډي جوړي کړي او هم یې د افغانستان ۴ لوبغاړي وسوځول.

د لوبي وروسته اصغر ستانکزي وویل چې دوی په بال غورځولو کې ډیر ښه وه، خصوصا په وروستۍ برخه کې کرار او هم تیز بال غورځونکو ډیره ښه لوبه وکړه، او وتوانېدل چې مقابل اړخ تر لږو منډو را محدود کړي، خو یو ځل بیا مونږ په توپ وهنه کې ناکام شو.

اصغر ستانکزی په دې وروستیو کې د کرکیټ د مینه والو تر سخت تنقید لاندی دی، ځکه نوموړی د افغانستان د ملي لوبډلي کپتان دی، دده خرابه لوبه پر نورو ټولو لوبغاړو منفي اثر کوی.

اصغر ستانکزی د خپلو مینه والو تنقید پر ځای بولي او زیاتوي چې په توپ وهنه کې پر ده او محمد نبي زیات مسؤولیت پروت دی، که دوی سمه لوبه ونه کړي، ټولي لوبډلي باندي فشار لویږي.

نور علي زدران، اصغر ستانکزی او محمد نبي چې په توپ وهنه کې د محمد شهزاد په ګډون د ملي لوبډلي د ملا تیر بلل کیږي، په وروستیو لوبو کې نه دي توانیدلي چې سمه لوبه وکړي، چې له کبله یې د لوبي ټول مسؤولیت او فشار پر محمد شهزاد راځي.

افغانستان او زمبابوې د پنځه یوه ورځنیو لوبو څخه تر اوسه څلور لوبي کړي، چې دواړو لوریو دوه دوه ګټلي او په دې توګه سره برابر دي، پنځمه لوبه به سبا د چهار شنبې په ورځ په شارجه کې تر سره شي، چې د فاینل حیثیت به ولری، که دا لوبه هر لوري وګټل، د پنځه یوه ورځنیو لوبو دا لړۍ به د هغه په نوم شي.

د یادوني وړ ده چې د ننۍ لوبي په ګټلو سره زمبابوې یو ځل بیاد کرکیټ په نړیوال رینکنګ کې خپل بایلل شوی لسم نمبر مقام تر لاسه کړ، دغه مقام وروسته تر هغه افغانستان ځیني تر لاسه کړی وو، کله چې په دوه پرلپسې لوبو کې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x