افغانستان

د سولي د عالي شورا ولایتي مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په سمنګان ولایت کې د سولي د عالي شورا مشر قاري سیف الدین سادات د ولایت په مرکز ایبک کې د نامعلومو وسلوالو له لوري د خپل کور مخته ته وژل شوی دی.

د سمنګان ولایتي چارواکو او امنیه قومندانۍ د نوموړي وژنه تایید کړې، امنیه قومندان جنرال محمد باقر رسنیو ته ویلي چې نوموړی هغه وخته د خپل کور مخته ووژل شو کله چې د لمانځه ادا کولو وروسته خپل کور ته پر لاره وو.

هغه زیاته کړه چې قاري سیف الدین سادات لومړی سخت ټپي شو او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه. د روغتون چارواکو ویلي چې نوموړی پر سینه لګېدلی وو.
بل لوري ته د سمنګان ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي رسنیو ته ویلي تر یوې میاشتي کمه موده کیږي چې قاري سیف الدین سادات په دغه ولایت کې د سولي د عالي شورا مشر ټاکل شوی وو.

تر اوسه په دې اړه د سولي عالي شورا څه نه دي ویلي او نه یې دا پيښه غندلې ده.

د نوموړي د وژني مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x