افغانستان

ولسي جرګه: په مخابراتي ماليه کې هره ورځ ۸ ميليونه افغانۍ اختلاس کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د روان لمريز کال د تلې په ۲۲ مه نېټه ولسي جرګې د ولسمشر اشرف غني هغه فرمان چې له مخې يې بايد په مخابراتو لس سلنه ماليه وضع شي رد کړ، خو بيا هم دغه قانون عملي دی چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ياده ماليه کې د مخابراتو وزارت د درغلۍ خبره کوي.

د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي چې د مخابراتي حق الخدمت په نامه د ولس له کريډيټه د لس سلنې ماليه کې يې تر نيمايي ډيره د مخابراتو د وزير او د مخابراتي شرکتونو شخصي جيبونو ته ځي.

د مخابراتي ماليې دغه فرمان د ولسمشر اشرف غني او د وزيرانو د شورا له پريکړې سره سم د روان لمريز کال د تلې له لومړۍ نېټه څخه عملي شوی دی چې لا يې هم څلور مياشتې نه دي پوره شوي، چې په اړه يې د ولسي جرګۍ له لوري د درغلۍ غږ پورته کيږي.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ وزرات د رسمي شميرو له مخې وويل چې په ټول هېواد کې ۱۳،۵ ميليونه فعال سيم کارتونه شتون لري.

مجروح زياته کړه چې که په منځنۍ کچه د هر افغان له کريډيټ څخه يې هره ورځ يوه افغانۍ محصول واخيستل شي نو د ورځې ۱۳ ميليونه افغانۍ کيږي، خو د مخابراتو ا و معلوماتي تکنالوژۍ وزرات هره ورځ له دې لارې د ۴ ميليونه افغانيو د راټولو خبر ورکوي.

مجروح وويل چې په دې برخه کې هره ورځ اته ميليونه افغانۍ اختلاس کيږي چې دا د ولس او دولت له پاره ستره ضايعه ده.

که څه هم پرون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرعبدالرزاق وحيد ولسي جرګې ته د استيضاح له پاره وربلل شوی و خو د ښاغلي مجروح په وينا د ولسي جرګې غونډې ته يې د موضوع په اړه ډېر کم او سطحي معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې وزير ته د ځينو شخصي ګټو له پاره د وکيلانو د باور رايه ورکول له ملت سره ده.

هغه وويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزير ترڅنګ په دغه برخه کې اړوند خصوصي شرکتونه هم په پراخه کچه لاس لري او په دومره لويه کچه فساد يې د ملت او ملي شتمنيو سره خيانت وباله .

د يادونې وړ ده چې څلور مياشتې وړاندې هم که له يوې خوا افغانان په دې خوښ وو چې دغه ماليه به د دولت له خزانې سره د ولس له جيبه يوه مرسته وي چې بېرته بيا به هم د ولس د اړتياو په کارونو مصرفيږي، خو ددې ترڅنګ افغانانو دا اندېښنه هم يادوله چې ګواکې په دې ماليه کې درغلي ونشي چې دا به له ملت سره يوه ستره جفا وي، چې دادی نن د ولس هغه انديښنه په ځای وخته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x