افغانستان

مزار شريف: د هند پر کونسلګرۍ بريد ۲۴ ساعته وروسته پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بلخ په پلازمينه مزار شريف کې د هند په کونسلګرۍ بريد چې د وړمې شپې له نهو بجو څخه پیل شوی و، تېره شپه نهه بجې د څلورو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

وروسته له هغې چې دغې جګړې زور واخيست او بريد ګر وتوانېدل چې تر زيات وخت له امنيتي ځواکونو سره وجنګيږي، له کابل څخه ورته تازه دم کوماندويي ځواکونه د کونسلګرۍ پر ودانۍ ښکته کړل شول ترڅو بريد ګر ووژني.

دغه بريد وړمه شپه هغه مهال پيل شو چې د فوټبال په پای لوبه کې افغانستان له هند سره مخ شو او لوبه د هند په ګټه تمامه شوه.

د بلخ د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې په پېښه کې يو پوليس وژل شوی، او د پنځه پوليسو سربېره څلور ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.

که څه هم په لومړيو کې فکر کېده چې بريد وسله والو طالبانو کړی خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ویلي چې په دغه بريد کې ددوی هيڅ لاس نه شته او نه خبر دي چې دغه بريد د چا له لوري ترسره شوی دی.

تر دا مهاله د بريد مسؤليت کوم لوري په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x