نړۍ

سعودي: د ایران بښنه نه منو

 نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تهران کې د سعودي د سفارت او مشهد کې د کونسلګرۍ سوځول په کلکو ټکو وغندل او له ایرانه یې وغوښتل چې د ډیپلوماتیکي سيمو امنیت خوندي کړي.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي استازي عبدالله المعلمي ویلي د ایران بخښنه مونږ ته اهمیت نه لري، مونږ له ایران څخه غوښتنه لرو چې زموږ او نورو عربي هیوادونو په داخلي چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

ایران او عراق چې حکومتونه یې شیعه مذهبه دي، په سعودي کي د شیعه عالم نمر باقر النمر اعدامول په کلکو ټکو وغندل. د ايران مذهبي مشر اية الله علي خامنه‌يي وويل، چې «سعودي عربستان به د الله عذاب اخته کيږي»

همدا رنګه عربي او افريقايي هېوادونو لپاره د ايران د بهرنيو چارو استازي هم وويل، چې سعودي بايد د خپلو کړنو تاوان پرې کړي. سعودي عربستان دا ايراني چارواکو دا څرګندونې په خپلو کورنيو چارو کې مداخله وبلله او پر ايران يې غږ وکړ، چې د عربي هېوادونو په چارو کې دې له مداخلې لاس واخلي.

سعودي درې ورځي وړاندي د څلورو شیعه مخالفینو په شمول ۴۷ تنه سني دیني عالمان او سیاسي مخالفین اعدام کړل چې له امله یې په ایران، عراق او پاکستان کې شیعه ګانو مظاهرې وکړي او د سعودي دغه کړنې يې په سختو ټکو وغندلې.

په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې لومړی د مشهد کونسلګري او بیا په پلازمینه تهران کې د سعودي سفارت وسوځول شو چې له امله یې سعودي عربستان ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې. د سعودي تر څنګ بحرین او سوډان هم د اړیکو پرې کولو اعلان وکړ او متحده عرب امارات را ټیټي کړې.

نن د اردن حکومت هم په خپل رسمي دريځ کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړ او پر ايران يې تور ولګاو، چې عربي هېوادونو کې مداخلې کوي.

سعودي له ایران سره د سوریې، عراق او یمن په جګړو کې د نظر شدید اختلاف لري، سعودي په سوریې، عراق او یمن کې ایران په مداخلې تورنوي او د دغو هیوادونو د جګړو تر شا د ایران لاس بولي.

ایران په دغه هیوادونو کې په پراخه کچه د شیعه ملیشو او ګوندونو نظامي او مالي ملاتړ کوي.

بل لور ته ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لیږل شوي لیک کې د سعودي د سفارت پر سوځولو خپله خواشينې څرګنده کړې او ژمنه يې کړې، چې راتلونکي وخت کې داسې کړنې تر سره نه شي.

ایران همداراز ویلي چې دوی به ټول هغه مظاهره چیان نیسي چې د سعودي عربستان پر کونسلګري او سفارت یې برید کړی.
په سوریه کې د ملګرو ملتونو استازي سټیفن دي میستورا د ایران او سعودي اړیکي خړېدل د سیمي لپاره د اندېښنې وړ بللي دي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر تلیفون خبري کړي او دواړه لوري یې هڅولي چې داسي څه ونه کړي چې د بل لوري د پاریدلو سبب ګرځي او په سیمه کې یوه نوې شخړه ترې راپورته شي، نوموړي پر دواړو هیوادونو ټینګار کړی چې د خبرو اترو له لارې دې خپل اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x