نظــر

علامه طاهر اشرفي د پاکستاني علماوو استازی نه دی!

  ( د سولې عالي شورا وايي، دغه پاکستانی ملا چې د بد نیت لرلو له امله د علماوو کنفرانس د ګډ پلاوي له غونډو شړل سوی، په حقیقت کې د پاکستاني عالمانو استازی نه دی ) لینک

    ډېر نه، څو ورځې وړاندې علامه طاهر اشرفي د پاکستان د علماوو مشر و، دا دي لا ډېر وخت نه دی تېر شوی چې اشرفي نه یوازې دا چې د پاکستاني علماوو له مشرتوب نه ګوښه کړل شو، بلکې : (د سولې عالي شورا د اشرفي په نامه دغه دیني عالم د پاکستاني علماوو شورا غړی نه بولي ).

  په لومړي سر کې د ګڼو رسنیو له خوا ښاغلی اشرفي د پاکستاني علماوو د شورا مشر ګڼل کېدو، بلکې په همدې نامه عملا په اسلام آباد کې غونډې او ناستې پاستې ور سره تر سره کېدې، په دې هیله چې ګوندې وي چې له هغه مستو نه چې کرزي څه وخت مخکې له واشنټن نه په پلاستکي کڅوړو کې ور سره راوړې، دشړومبو تر څنګ یو څه کوچ هم تر لاسه شي.

  د دغه لويې او سترې موخې لپاره غړکه لومړی په لندن کې د کامرون په کور کې د کرزي، کامرون او زرداري تر منځ سره وغوړنجول شوه، او بیا وروسته د کرزي د ادارې ولاړ الدین څوسن او ورسره هنري ګروپ ته یې وسپارل شوه، هغوی چې له اشرفي او ملګرو سره یې غړکه وغوړمبوله، وغوړمبله پایله یې له تروشو شړومبو پرته بل څه نشوه، که څه هم چې د غړکې له غوړمبېدا نه داسې څرګندېده چې که دوه منه، نه وي، یو من په تول تللي زیړ کوچ خو به خامخا ترېنه را وزي.

  دهمدې لپاره سهار او بیګاه ګڼ سورڼي غږول کېدل چې ډېرو څڼورو د پوندو په سرونو اتڼ ورته کاوه، او دهمدې لپاره طاهر اشرفي هم علامه و، او هم د علماوو دشورا رئیس او مشر، د ولاړ الدین څوسن (قيام الدين کشاف) دهنري ګروپ ویاند به په ډېر مهارت او خورا جسارت سره کله کله دتلویزیون پر هینداره داسې هشاش بشاش را څرګند شو تا به ویل چې دغړکې کوچ دومره زیات دي چې  یوازې ده په یو من یوازې نامراده ګېډه پړسولې، بلکې داسې ښکارېدو لکه  د کوچو په ډڼډ کې یې چې مسته لامبو وهلې وي!

  خو کله چې اشرفي د کرزي غړکې ته په خېټه کې لته ور کړه، یو په یو هنري ګروپ هم ور سره په کيڼ اړخ را پورته شو، سمدستي یې اشرفي دخپل بد نیت په سزا ور سولو، او هغه داسې چې د علماوو له ریاست نه يې ګوښه کړ، بلکې بالکل یې د علماوو له لیست نه لېرې کړ،  تر دې لا وړاندې یې یو بل ګام هم پورته کړ او هغه دا چې څه وخت مخکې یې له کومې غونډې نه په مقدماتي ډول په شړلو هم ونازولو، اګر چې اعلان یې اوس وکړ.

 داسې ښکاري چې په حقیقت کې ستونزه د واشنټن په مستو کې وه، اصلا اوباما دکرزي کڅوړې له ورانو مستو ور ډکې کړې وې، هغه مستې چې د ناروغې هیلري کلینټن له شیدو یې جوړې کړې وې، ناولي اوباما غرېبه هلیرۍ دناروغۍ په کټ بستر را لوشلې وه، او بیا یې دهغې شيدو ته خپله تومنه ور اچولې وه، تر څو چې مستې شوې وې، کوم څه چې نه د کرزي غوږو ورته پام شوی و، او نه هم د ولاړ الدین څوسن او نه یې د هنري ګروپ د غړیو، له دې ټولو سره سره څوسن خېل وایي چې دوی په شنه آسمان قسم خوړلی چې له دغه غړکې نه به په همدې څېرلې ګېډه که یو من نه وي نو یو پاو زیړ کوچ خو به خامخا ترې را وباسي.

سيد ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x