افغانستان

غزني: تېرو دوو کلونو کې ۱۸ تنه چارواکي د فساد په تور نيول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت د استيناف څارنوالي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې يې په دې ولايت کې ۱۸ تنه لوړ پوړي دولتي چارواکي د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د غزني د استيناف څارنوالۍ رئيس عبدالرشيد عابد وايي چې په دې وروستيو کې د افغانستان د نورو ولايتونو او ادارو په څېر په غزني کې هم د اداري فساد کچه لوړه شوې ده چې دوی يې په اړه جدي اقدامات کړي دي.

عابد وايي چې په دغو نيول شويو کسانو کې يو شمير هغه لوړ پوړي چارواکي هم دي چې له قاتلينو، شوکمارو او انسان تښتونکو ملاتړ کوي او غواړي په دې توګه په سيمه کې د خلکو تر منځ ويره او وحشت خپور کړي او په چور او تالان لاس پورې کړي.

د استيناف څارنوالۍ رئيس عبدالرشيد عابد وايي چې ډېر ځله دوی مجرمين نيسي چې وروسته د سيمې قومي مشران او چارواکي يې د خلاصون غوښتنه کوي خو نوموړي د غزني له قومي مشرانو او د ولايتي شورا ګانو له وکيلانو څخه غوښتي چې د مجرمينو په خلاصولو کې د دوی دروزاه نه ټکوي، تر څو له دغه ولايت څخه فساد په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې اداري فساد او درغلي هغه څه دي چې د نظام په دننه په ټولو ادارو کې روان دی، او تر دا مهاله په دې اړه هيڅ کوم اقدام مثبته نتيجه نه ده ورکړې.

بايد وويل شي چې د افغانستان په ادارو کې د اداري فساد له امله ولسي خلک له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې په اړوندو ادارو کې يې کارونه بې له رشوت او پېسو ورکولو نه ترسره کيږي.

افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسې په نړيواله سطحه په اداري فساد کې د ښکېلو هېوادونو د نوملړ په سر کې لومړی مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x