ټولنیزه برخه

خوارق العادات/ خلاف معتاد پېښې

دوکتور وهاج افغان

غوښتل مې چې د خوارق العاداتو په هکله يوه اوږده مفصله ليکنه وکړم، خو له يوې خوا مې نشاط احساس نکړ، او له بلې خوا مې فکر وکړ چې نن سبا د رنګارنګ اسبابو په وجه خلک د اوږدو ليکنو لوستلو ته زړه نه ښه کوي، نو په لنډه توګه د خوارق العاداتو په هکله يو څو کرښې ليکم، کيسې او روايتونه په کې نه راوړم.

د خارق العادة مفهوم:

هغه پېښې چې د الهي ثابتو د قيقو كهكشاني سنتونو او قوانينو خلاف معتاد / خلاف معمول وي، کومو پېښو کې چې پايلې اسبابو پورې نه وي تړلې. لنډ مثال: اور سېزل کوي، خو که سېزل ونکړي؛ دا خارق العاده شو.
علماء اوه ډوله خوارق العادات بيانوي، چې څلور يې خير دی، او درې يې شر.
د خير خوارق العادات:

۱- ارهاصات، دا هغه خوارق العادات دي چې د پيغمبرانو له پيدا کېدو سره او د هغوی په کوچنيوالي کې او يا له بعثت څخه مخکې پېښيږي.

۲- معجزات دي، چې د پيغمبر له بعثته وروسته پېښيږي.

۳- کرامات د اولياو، دا هغه خوارق العادات چې الله تعالی پرې ځينې مطيع، پرهېزګار او ایماندار مؤمنان تقديروي، د دې کراماتو غوڅ اکثريت د الله تعالی په اطاعت او اخروي کارونو پورې اړه لري، لکه الله تعالی مسلمان ته د عبادت لپاره بدني طاقت ورکړي، په اعلی توګه د ټولو فرايضو د ځای پر ځای کولو قوت ورکړي، کوم طاقت او قوت چې عامو خلکو کې نه تر سترګو کيږي.

۴- کومک، عون، دا هغه خوارق العادات دي چې الله تعالی پرې د خپلو ځينو بندګانو سره کومک کوي، ضرر ترې رفعه کړي، ستونځې ورته حل کړي، له يو مشکل حالت څخه يې وباسي، دا ډول کرامت / عون پرهېزګار او عادي مسلمان ته يو شان پېښېدی شي. کله کله په کې دا حکمت وي چې انسان الله تعالی طرف ته متوجه کړي، تنبيه ورکړي، او کله کله په کې استدراج وي.

کوم چې شرډکه خوارق العادات دي نو هغه په لاندې ډول دي:

۱- هغه خوارق العادات چې الله تعالی پرې انسان سپکوي، د دې مثال: مسليمة الکذاب واورېدل چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د يو ماشوم په سر لاس کش کړ؛ نو تر بوډاوالي يې سر سپين نشو؛ نو مسليمة يو ماشوم را وغوښت، او د هغه په سر يې لاس کش کړ؛ نو د هغه ماشوم سر ګنجی شو.

بل مثال: مسيلمه واورېدل چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د تروشو اوبو په کوهې کې خپلې لاړې تو کړې؛ نو اوبه يې خوږې شوې؛ مسليمه دا کار وکړ، نو د کوهي اوبه وچې شوې smile emoticon

۲- هغه خوارق العادات چې د سحر، جادو، او کوډو په وسيله منځته راځي، چې ځينې يې تخيل وي، او ځينې نور يې تأثير لري، انسان مريضوي؛ آن وژني يې، چشم بندي، نظر بندي، هم په کې راځي. اما کومه چې د لاس صفايي وي، چالاکي وي، يا وغيره نو هغه سحر کې نه راځي.

3- د جادو او کهانت له لارې د جنياتو تسخيرول، له هغوی څخه معلومات اخيستل، چې ډېر کرته يې ۹۹٪ دروغ وي، يو يې رښتيا وخيږي، نو عام خلک هغه ۹۹٪ دروغو ته نه ګوري؛ همدا يو رښتيا يادوی، چې فلاني خو داسې ويلي و.

لانجمن ډول چې له ځينو تېرو ډولونو سر چينه اخلي:

ټول په دې ايمان لرو، چې وحي قطعه شوې ده، خو کله کله يو مسلمان ته د يوې غيبي خبرې الهام کیږي، يا دی داسې احساس کړي چې الهام راته وشو، يا يې په خوب وويني، او زړه ته يې وغورځيږي چې همداسې کيږي، ډېر کرته يې خبره دروغ خیږي، او کله رښتيا شي، کله ورته يو خارق العادت کار پېښيږي، په دې حالت کې ده ته پکار دي؛ چې له ځان سره يې وساتي، مغروره پرې نه شي، په دې پوه شي چې دا کار هيڅکله د ښې خاتمې علامه نه ده، نورخلک پرې خبر نه کړي، او که چېرې خلک ترې خبر شو؛ نو هغوی دې پرې دوکه کيږي نه، او نه دې ګمان کوي چې فلانۍ صاحب د تصرف دی يا ولي دی، ځکه دغسې خارق العادة له صالح او ناصالح دواړو صادرېدی شي، بلکه له مسلمان او کافر دواړو هم صادرېدی شي، ډېر احتمالات نور هم لري، وهم وي، تخيل وي، خوب وي، د پيريانو تسخير وي، د شيطانانو کومک وي، د شيطانانو آوازونه وي، سحر وي، جادو وي، چشم پوشي / نظر بندي وي، نفسي مرض وي، هیپنوتیزم وي، يا د صوفي رياضت تأثير وي، کوم چې د هیپنوتیزم سره مشابهت لري نه د ولايت سره، شيطان ته ورته راغلی وي او دی پرې د ولي يا ملايکې يا الله ګمان کوي؛ نعوذ بالله من ذلک، استدراج وي، فراست وي چې يو مستقل علم دی او د غيبو سره هيڅ تړاو نلري، د کوم مظلوم آه او آزار وي، د يو صالح انسان ښه دعا يا بد دعا وي، د مور او پلار ښه دعا يا بد دعا وي، او يا هم دروغ وي.

دا دنيا په الهي محکمو قوانينو او ثابتو سننو باندې چليږي، د خوارقو شتون او نه شتون د اسلامي دعوت په تګلاره هيڅډول اثر نه غورځوي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت کاوه؛ نه په هوا والوته، نه د سترګو په رپ کې مدينې ته ورسېد، سره له دې چې الله تعالی په دې قادر و، خو هغه خپله دعوتي تګلاره، جدوجهد او خپل ټول عمرد الله تعالی له سننو سره يو شان تېر کړ،
.
نتيجه: هيڅکله دغه ډول خوراق العادات د چا په صالحتيا، پرهېزګارۍ او وليتوب دلالت نه کوي، وليتوب يواځې د الله تعالی د قرآن او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سنتو په تابعدارۍ کې دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

کور ودان مننه … ښه معلومات وه. خو البته چی د حوالو سره وای نو ډیر خوند به یی کړی وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x