ټولنیزه برخه

راحت څنګه حاصل کړو؟ دپورته کتلوبدي پايلي

دپورته کتلوبدي پايلي

په دې طريقه دعمل کولوفائده داده چې قناعت په لاس راځي، که مو عمل پرې ونه کړاو له ځانه پورته خلکوته مو کتل نو هروخت به په تکليف او رنځ اخته يو او دا رنځ اوتکليف يوه نه يوه ورځ په حسدبدلېږي، ځکه چې کله په زړه کي ددنياحرص پيداشي او يوڅوک له ځانه پورته ووينو نو اميد نشته چې حسد دي پيدانه شي، او دا ځکه چې د دنيادحرص لازمي خاصه داده چې حسد ترې پيداکېږي، انسان له ځان سره وايي چې فلانی رانه وړاندي اوزه وروسته پاتي شوم، او بيا دحسد په پايله کي بغض، افتراق او عداوت رامنځته کېږي.

تاسي نن سبا معاشرې ته وګورئ چې داټول شيان پکې څنګه خپاره شوي، او که ددې له پاره منډه ترړه پيل شي چې زه بايد تر نورو مخکي شم نو بيا ضرور انسان دې ځای ته رسېږي چې دحلالو او حرامو فکر پرېږدي، ځکه چې کله يې قصدوکړ داشی به په هرقيمت ترلاسه کوم نو هغه که ورته په حلاله طريقه په لاس ورځې ياپه حرامه، باک يې نه لري، دترلاسه کولوله پاره يې رشوت هم اخلي، خلکوته دوکه هم ورکوي، لنډه دا چې ټول بد کارونه ترسره کوي.

دا ټول د قناعت نه غوره کولوپايله ده، نبي صلی الله عليه وسلم ځکه فرمايلي چې قناعت اختيار کړئ او له ځانه ټيټوخلکوته ګورئ.

دحرص او حسد علاج

پورته خبره په يوبل حديث کي په بل عبارت بيان شوې.

} اذا نظر احدکم الی من فضل عليه في المال والخلق فلينظرالی من هو اسفل منه ممن فضل عليه {(مسلم، کتاب الزهد، باب: ۱)

په وړانديني حديث کي داخبره شوي وه چې له ځان نه پورته خلکوته مه ګوره يعني باقاعده سوچ او فکر کوه اودهغه لور ته له نظر کولو ځان وساته، ليکن ظاهره خبره ده، کله چې انسان په دې دنياکي اوسېږي نونشي کولای له ځان نه زيات مالدار ته ونه ګوري، بلکه ناسته پاسته به هم ورسره لري، ورته ګوري به هم او مجلس به هم ورسره کوي، نوکله چې تاسي يوداسي څوک ووينئ چې له تاسي نه زيات مالداراو ښايسته وي، دبيلګي په توګه دقوت خاوند او زيات تندرست وي، په دې وخت کي تاسي داسي چاته وګورئ يايې تصور وکړئ کوم چې له تاسي نه په مال دولت، راحت، ښايست او تندرستي کي کم وي.

دلومړني شخص په ليدلوسره ستاسي په زړه کي يوډول حسرت پيداکېږي چې څه وخت وروسته په حسداو حرص بدلېږي، نو له ځان نه په هرڅه کي کم شخص ته په کتلوسره يادشوی حسرت مه پرېږدئ چې په زړه کي مو ځای ونيسي، په نتېجه کي به ان شاالله حسرت له منځه ځي، حرص او حسد به نه پيداکېږي.

هغه څوک بربادشو

په يوبل حديث کي نبي عليه السلام فرمايي :

} تعس عبد الدينار والدرهم والقطعية الخميصة، ان اعطی رضی وان لم يعط لم يرض {

هغه سړی بربادشوچې د درهم (د سرو زرو روپۍ چې اشرفی به يې ورته ويل) او دينارو (د سپينو زرو روپۍ) غلام دی.

يعني څوک چې د پيسو، ښو کاليو او….. غلام دی هغه بربادشو، دغلام کېدلومطلب دادی چې شپه ورځ په دې سوچونوکي ډوب وي چې پيسې به څنګه ترلاسه کړم، څنګه به ترټولوښه کالي او ښه ساز او سامان ولرم، څوک چې په دې فکرمبتلاشوهغه بربادشو، ځکه چې دا فکر ورباندي دومره غالب شوی وي چې دالله جل جلاله احکام يې هېرکړي وي، داسړی دې حال ته رسېدلی وي چې که څه ورکړل شي خوشحالېږي او که ور نکړل شي خپه کېږي.

بالعکس هغه څوک چې قناعت خوښي دي او دالله عزوجل په ورکړه راضي دي، هغوئ ته چې په روا طريقه په جائزو حدودو کي له کوشش وروسته څه په لاس ورشي په هغو دالله جل جلاله شکراداکوي او څه چې ترلاسه نه کړي دهغه له امله يې دا ګيله په زړه کي نه پيداکېږي چې فلاني وګټلې اوزه پاتي شوم.

په هرحال، داټول احاديث مو دې لورته متوجه کوي چې د دنياله سازوسامان سره زړه مه لګوئ، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دصحابه کراموپه زړونوکي دغه خبره پخه کړي وه چې دا دنيابې وقعت او بې حقيقته ده او ددې وسائل داسي څه نه دي چې انسان دې ورځ او شپه په فکر کي سرګردان او پريشانه شي، بلکه دنيایي سامان بايد داړتيامطابق غوره شي.

 

—————–

تقریر: حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب

ژباړه: احمد ګل ریان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x