افغانستان

پکتيا: په زرمت کې د عملياتو پر مهال د ولسي خلکو کورونه په نښه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې بهرني او کورني ځواکونه د طالبانو پر ضد د عملياتو په ترڅ کې د ولسي خلکو کورونه په نښه کوي چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په سيمه کې د نن ټکی اسيا سيمه ييز همکار وايي چې د اردو عسکر د ولسوالۍ کليو ته له درې لارو (سهاکو، سورکۍ او دولت زيو) داخل شوي چې له درېو لورو څخه د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي دي

همدا راز د طالبانو له لوري په لارو کې د ځای پر ځای شويو ماينونو له امله نه شي کولای چې پرمختګ وکړي او له همدې ځايه د ولسي خلکو په کورونو د هاوانونو بريدونه کوي.

په سيمه کې له څلورو ورځو راهيسې عمليات روان دي چې په لومړۍ ورځ د سهاکو په سيمه کې د کورنيو عسکرو د هاوان په بريد کې يو تن ولسي وګړی ووژل شو، او په دوهمه ورځ هم يوه ميرمن ووژل شوه او څو کوچنيان ټپيان شول.

د نن ټکي اسيا د سيمه يیز همکار د معلوماتو له مخې په ياده جګړه تر اوسه ۴ تنه عسکر وژل شوي دي او د ملي ځواکونو يو زغروال ټانګ له منځه تللی، همدا راز په دغه جګړه کې يو طالب هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د جګړې له امله نه له کوره بهر وتلی شي او نه هم کور کې اوسېدی شي، ځکه چې له کورنو بهر جګړه روانه ده خو په کورنو کې هم د کورنيو عسکرو له هاوانونو څخه خوندي نشي پاتې کيدای.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنيو ځواکونو له لوري د هوانونو په بريدونو کې يو شمېر ولسي خلک په نښه شوي دي، چې وروستۍ پېښه يې نږدې شل ورځې وړاندې د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ هغه وه چې د کورنيو ځواکونو د هاوان په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x