نړۍ

د هندي پنجاب پټانکوټ کې لا هم يو بريدګر مقابله کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې شنبې پر سهار درې بجو د پاکستان او هندي کشمير پولې ته څېرمه د هندي پنجاب پټانکوټ کې د هوايي ځواک پر اډه ډله‌ييز بريد ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پېښې په ماښام چارواکو وويل، چې د بريدګرو په ګډون يوولس تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، مګر تېره ورځ يو ځل بيا د هوايي ځواک ياده اډه يوې چاودنې د ډګروال په ګډون څلور هندي پوځيان ووژل.

تېره ورځ د پټانکوټ امنيتي چارواکو وويل، چې څلور بريدګر د شبنې په ماښام وژل شوي، د نوور پلټنه روانه او جګړه پای ته رسېدلې.

د پټانکوټ امنيتي مسوولين وايي، چې اوس د ۶۴ ساعتونو په تېرېدو لا هم يو بريدګر مقاومت کوي او پر امنيتي سرتېرو ډزې کوي.

د هند دفاع وزرات له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځمکني او هوايي سرتيري د بريدګرو پلټنه کوي او دا به وخت ونيسي، چې دوی د هوايي اډې شاواخو سيمو د پاکولو اعلان وکړي.

د چارواکو په وينا پټانکوټ هوايي اډه کې د هند او روسيې ګډې جنګي الوتکې، چورلکې او نور جنګي وسايل دي او تر اوسه په دغو بريدونو کې ورته هېڅ زيان نه دی اوښتی.

د نظامي چارو کارپوه راهول بيډي هندي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پټانکوټ ستر نظامي ښار دی او هېڅوک نه پوهيږي، چې څوک او کوم ځای په نښه شوي دي.

پټانکوټ د هند شمال کې د پاکستان پولې ته څېرمه نظامي سيمه ده او هر اوسېدونکی يې په ډېره جدي توګه څارل کيږي، مګر د راهول بيډي په وينا دا ډېره د شرم او خجالت خبره ده، چې په داسې يوه سيمه کې دې هم دومره ستر بريدونه وشي.

د شنبې شپې راهيسې، چې پټانکوټ کې بريدونه شوي، زرګونو، اردو، استخبارات، ځانګړي ځواکونه او پوليس سيمه کې د پلټنو په عملياتو بوخت دي.
د هندي چارواکو په وينا د کشمير جهادي ډلې د دغو بريدونو مسووليت منلی دی.

د هندي کورنيو چارو وزارت دغه پېښه کې د پاکستان لا لرل نه دي رد کړي او انډيا ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې بريدګرو سره د پاکستاني استخباراتو لاس و.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي، چې وړمه شپه مزارشريف کې هم د هند پر قونسلګرۍ ډله ييز بريد کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او څلرويشتو ساعتونو په تېرېدو دا بريد هم پای ته ورسېد.

په لومړيو کې ځينو رسنيو د دغه بريد پړه پر طالبانو اچوله، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته د لېږل شوي پيغام په ترڅ کې په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x