نظــر

دین خیر غوښتنه ده

 
صورة: ‏دین خیر غوښتنه ده عن تميم بن أوس رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( الدين النصيحة ، قلنا : لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ، ولأئمة المسلمين وعامتهم ) رواه البخاري ومسلم .ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دین نصیحت او خیر غوښتنه ده ، موږ ورته وویل : دین دچا له پاره نصیحت او خیر غوښتنه ده ؟ هغه وویل : د خدای د کتاب له پاره ، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره ، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د عامو مسلمانانو له پاره . تشریح په عربي ژبه کې د الدین ، النصیحه جمله په داسي توګه راغلې ده چې انحصار پیدا کوي یعني دین یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده لکه دا ډول جمله په یوه بل روایت کې راغلې ده : الحج العرفه یعني حج یواځې عرفات دی دا معنا چې عرفات یې مهم رکن دی ، دلته له دي جملې نه دا معنا ځکه په دې ډول اخیستل کیږې چې مبتدا او خبر دواړه معرفه راغلې او د دواړو معرفه والی انحصار پیدا کوې .  مطلب داشو چې په دین کې نصیحت او دیوه بل خیر غوښتنه ډیر لوی مقام لرې او ډیر مهم ده .  لله : دا نصیحت او خیر غوښتنه په څو دوله ښوول شوی دی یو د  الله له پاره یعني له هغه سره اخلاص او هغه واحد او لاشریک بلل ، او د هغه یاد او ذکر کول ، داراز د هغه د دین دفاع کول او دباطل له پأویانو یې ساتل ، ولکتابه :  دین د قران له پآره نصیحت دی دامعنا چې دهغه په ښه توګه تلا وت وکړل شي د هغه په لویو معناو کې تدبر اوفکر وکړل شي ، په هغه عمل وکړل شي او خلکو ته ور زده کړل شي .ولرسوله : دین د رسول له پاره نصیحت دا معنا چې هغه څه راوړې دي په هغه کې یې تصدیق وکړل شي ، که څه هم په هغه کې داسې شی راشي چې زموږ عقلونه نه پرې رسیږي . داراز دهغه پیروي او دهغه سنت عملي کول د هغه له پاره نصیحت ده . ولأئمة المسلمين : دین د مسلمانانو د امامانو له پاره نصیحت دی ، له امامانو نه مراد علماء او واکمن دي علماء د دین امامان دي او واکمن د دنیا امامان دي ، او د دوی دواړو له پاره خیر غوښتنه هم رسول الله صلي الله علیه وسلم په دین کې مهمه بللي ده ، دعلماو له پاره خیر غوښتنه داسې چې له هغوی نه باید علم زده کړل شي ، له هغوی سره ناسته ولاړه وکړل شي ، دهغوی نیک خویونه او صفات خلکو ته ورسول شي ، چې دخلکو مینه ورسره پیدا شي ، دهغوی تیروتني او خطاوی باید نشر نشي او دا له هغوی سره دظلم په معنا ده . او د واکمنو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې له هغوی سره مرسته وکړل شي او په روا چارو کې یې پیروي وکړل شي . وعامتهم : دعامو مسلمانانو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې دهغوی له پاره هغه څه خوښ کړې چې ځان ته یې خوښوې ، هغوی ته داسې لار وښودل شي چې د دین او دنیا خیر یې وې پکې ، حقه لاره ورته بیان او روښانه کړل شي ، له هغوی سره نرم چلند او غوره اخلاق غوره کړل شې ، د هغوی دیووالي او اتحاد کوښښ وکړل شي . دا هغه غوره او ستر مفاهیم او مطآلب دي چې په دي مختصر او لنډ حدیث کې راغلې دي دا تشریح د امت دلویو محدثینو له خوا شوې ده چې ما په لنډه توګه ستاسو مخته پښتو کړې ، خدای دي موږ او تاسو ته هروخت دیوه بل له پاره د نصیحت او خیر غوښتلو توفیق را کړي .‏
 

عن تميم بن أوس رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( الدين النصيحة ، قلنا : لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ، ولأئمة المسلمين وعامتهم ) رواه البخاري ومسلم .

ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دین نصیحت او خیر غوښتنه ده ، موږ ورته وویل : دین دچا له پاره نصیحت او خیر غوښتنه ده ؟ هغه وویل : د خدای د کتاب له پاره ، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره ، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د عامو مسلمانانو له پاره .

تشریح

په عربي ژبه کې د الدین ، النصیحه جمله په داسي توګه راغلې ده چې انحصار پیدا کوي یعني دین یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده لکه دا ډول جمله په یوه بل روایت کې راغلې ده : الحج العرفه یعني حج یواځې عرفات دی دا معنا چې عرفات یې مهم رکن دی ، دلته له دي جملې نه دا معنا ځکه په دې ډول اخیستل کیږې چې مبتدا او خبر دواړه معرفه راغلې او د دواړو معرفه والی انحصار پیدا کوې . مطلب داشو چې په دین کې نصیحت او دیوه بل خیر غوښتنه ډیر لوی مقام لرې او ډیر مهم ده .

لله : دا نصیحت او خیر غوښتنه په څو دوله ښوول شوی دی یو د الله له پاره یعني له هغه سره اخلاص او هغه واحد او لاشریک بلل ، او د هغه یاد او ذکر کول ، داراز د هغه د دین دفاع کول او دباطل له پأویانو یې ساتل ،

ولکتابه : دین د قران له پآره نصیحت دی دامعنا چې دهغه په ښه توګه تلا وت وکړل شي د هغه په لویو معناو کې تدبر اوفکر وکړل شي ، په هغه عمل وکړل شي او خلکو ته ور زده کړل شي .

ولرسوله : دین د رسول له پاره نصیحت دا معنا چې هغه څه راوړې دي په هغه کې یې تصدیق وکړل شي ، که څه هم په هغه کې داسې شی راشي چې زموږ عقلونه نه پرې رسیږي . داراز دهغه پیروي او دهغه سنت عملي کول د هغه له پاره نصیحت ده .

ولأئمة المسلمين : دین د مسلمانانو د امامانو له پاره نصیحت دی ، له امامانو نه مراد علماء او واکمن دي علماء د دین امامان دي او واکمن د دنیا امامان دي ، او د دوی دواړو له پاره خیر غوښتنه هم رسول الله صلي الله علیه وسلم په دین کې مهمه بللي ده ، دعلماو له پاره خیر غوښتنه داسې چې له هغوی نه باید علم زده کړل شي ، له هغوی سره ناسته ولاړه وکړل شي ، دهغوی نیک خویونه او صفات خلکو ته ورسول شي ، چې دخلکو مینه ورسره پیدا شي ، دهغوی تیروتني او خطاوی باید نشر نشي او دا له هغوی سره دظلم په معنا ده . او د واکمنو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې له هغوی سره مرسته وکړل شي او په روا چارو کې یې پیروي وکړل شي .

وعامتهم : دعامو مسلمانانو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې دهغوی له پاره هغه څه خوښ کړې چې ځان ته یې خوښوې ، هغوی ته داسې لار وښودل شي چې د دین او دنیا خیر یې وې پکې ، حقه لاره ورته بیان او روښانه کړل شي ، له هغوی سره نرم چلند او غوره اخلاق غوره کړل شې ، د هغوی دیووالي او اتحاد کوښښ وکړل شي . 
دا هغه غوره او ستر مفاهیم او مطآلب دي چې په دي مختصر او لنډ حدیث کې راغلې دي دا تشریح د امت دلویو محدثینو له خوا شوې ده چې ما په لنډه توګه ستاسو مخته پښتو کړې ، خدای دي موږ او تاسو ته هروخت دیوه بل له پاره د نصیحت او خیر غوښتلو توفیق را کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x