افغانستان

کابل: د تېرې شپې په بريد کې د بهرنیانو «باران کمپ» په نښه شوی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): تېر ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنې غږ واورېدل شو.

د کابل امنیتي مسوولینو د پېښې په مهال وویل چې برید د موټر بم په وسیله شوی دی او په وينا يې دېرش تنه پکې ټپیان شوي دي چې د کابل پولیسو يې په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

د باران کمپ یوه څنډه
د باران کمپ یوه څنډه

طالبانو د دې بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې په دې بريد کې د بهرنیانو «باران کمپ» په نښه کړی او دروند مالي او ځاني تاوان يې ور اوړولی دی.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې برید د دوی ملګري معلم خوستي د موټر په وسیله ترسره کړی او د بهرنيانو یاد کمپ يې خورا زيانمن کړی دی.

طالبانو د پرون ورځې د سهارني بريد مسوولیت هم منلی، خو د بريدګر له معرفۍ پرته يې ويلي چې په هغه بريد کې يې د هوايي ډګر په دروازه کې د پولیسو پوسته په نښه کړې وه.

له چاودنې وروسته
له چاودنې وروسته

د دوی په خبره په بريد کې پوسته بشپړه ویجاړه او پکې ټول شپږ عسکر ووژل شول، خو د کابل امنیتي مسوولینو د سهارني بريد په اړه وویل چې یوازې بريدګر وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x