نړۍ

د ټرمپ انتخاباتي اعلان: پر مسلمانانو به بندیز لګوم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري ګوند احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ خپل د انتخاباتي کمپاین لپاره یو ویډیويي اعلان نشر کړی، چې له نن څخه به په امریکا کې دده د انتخاباتي کمپاین لپاره د تجارتي اعلان په توګه پر تلویزونونو، راډیو ګانو او د لارو پر لویو سکرینونو نندارې ته وړاندي کیږي.

په ویډیو کې ویل کیږي چې هر څوک که هر څه وايي، خو امریکا د سخت دریځو مسلمانانو سره په جګړه کې ده، که ټرمپ ولسمشر انتخاب شي، امریکا ته به د مسلمانانو په ورتګ موقت بندیز ولګوي. نوموړي همداراز ویلي چې د داعش د سر کسانو په وژلو کې به هڅه وکړي. امریکا ته به د غیر قانوني مهاجرتونو مخه ونیسي، د مکسیک سره پر پوله به لوی دیوال جوړ کړي چې خرڅ به یې هم د مکسیک هیواد ورکوي. نوموړي د خپل ویډیويي اعلان په پای کې وايي، چې دی به امریکا یو ځل بیا د پخوا په څېر ښه او لوی هیواد جوړ کړي.

ټرمپ ددې تر مخه ویلي وه چې امریکا ته به په راتلونکو مسلمانانو بندیز ولګوي او همداسي به په امریکا کې دننه اوسیدونکو امریکایانو ته ځانګړي پيژندپاڼي جوړي کړي، چې په هغو کې به د نورو امریکایانو سره په توپیر ښکاره لیکل شوي وي چې د دغه پيژندپاڼي درلودونکی مسلمانان دی.

د مسلمانانو پر ضد شعار پورته کول که له یوه اړخه ټرمپ د سختو تنقیدونو سره مخ کړی خو له بله اړخه یې د نوموړي په شهرت کې هم اضافه کړې او زیات شمېر ملاتړي یې موندلي، د کتونکو په نظر له همدې امله نوموړی دغه شعار خپل د انتخاباتي کمپاین رسمي شعار ګرځولی.

تر اوسه ډونالډ ټرمپ د جمهوري ګوند رسمي نوماند نه دی، ددغه ګوند یو شمېر نور نوماندان هم هڅه کوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې خپل د ګوند نمایندګي وکړي، چې په هغو کې د جورج ډبلیو بوش ورور جیب بوش هم شامل دی. ددې پریکړه به وروسته کیږي چې د جمهوري ګوند رسمي نمایندګي به ټرمپ کوي او که بل کوم نوماند را مخته کیږي.

https://www.youtube.com/watch?v=AEAJrT8PeOo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x