
ننګرهار: د هند قونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړل شو.
د ننګرهار ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا یوولس بجې وشوه، خو تر اوسه يې هدف معلوم نه ده.
د هغه په خبره له هند قونسلګرۍ سره څېرمه د پاکستان قونسلګري هم موجوده ده، ځکه خو د چاودنې د دقیق هدف په اړه څه نه شي ویلی.
نوموړي د چاودنې د تلفاتو په اړه جزييات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې د هند قونسلګرۍ نږدې اتلس ساعته تر بريدونو لاندې وه.
د بلخ ځايي امنیتي چارواکي وايي چې په دې جګړه کې ۲ عسکر وژل شوي او د دريو ولسي وګړو په ګډون نهه پولیس ټپیان شوي دي.
د بريد مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.