دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( یو شپېتمه برخه )

م محمد نعیم

لکه څه رنګه چې د مومنانو، متقیانو او شهیدانو مرتبې او درجې متفاوتې دي، همدا ډول ورته ټاکل شوې الهي پېرزوینې او نعمتونه هم سره متفاوت دي، چې حورې هم پکې راځي، ټولې حورې په ښکلا، ارزښت او مرتبه کې یو ډول نه دي.

( عَنْ أَوْسِ بن أَوْسٍ الثَّقَفِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : بَيْنَا أَنَا جَالِسٌ إِذْ جَاءَنِي جِبْرِيلُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَحَمَلَنِي فَأَدْخَلَنِي جَنَّةَ رَبِّي عَزَّ وَجَلَّ ، فَبَيْنَا أَنَا جَالِسٌ إِذْ جُعِلَتْ فِي يَدِي تُفَّاحَةٌ ، فَانْفَلَقَتِ التُّفَّاحَةُ بنصْفَيْنِ ، فَخَرَجَتْ مِنْهَا جَارِيَةٌ لَمْ أَرَ جَارِيَةً أَحْسَنَ مِنْهَا حُسْنًا ، وَلا أَجْمَلَ مِنْهَا جَمَالا ، تُسَبِّحُ تَسْبِيحًا لَمْ يَسْمَعِ الأَوَّلُونَ وَالآخِرُونَ بِمِثْلِهِ ، فَقُلْتُ : مَنْ أَنْتِ يَا جَارِيَةُ ؟ قَالَتْ : أَنَا مِنَ الْحُورِ الْعِينِ خَلَقَنِي اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ مِنْ نُورِ عَرْشِهِ ، فَقُلْتُ : لِمَنْ أَنْتِ ؟ ، قَالَتْ : لِلْخَلِيفَةِ الْمَظْلُومِ عُثْمَانَ بن عَفَّانَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ) [1]

ژباړه: له اوس بن اوس الثقفي نه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ناست وم که ګورم جبرئیل صلی الله علیه وسلم راغی، ور سره یې بوتلم، د خپل پالونکي جل جلاله جنت ته یې ننویستم، زه ناست وم که ګورم په لاس کې مې مڼه پیدا شوه، مڼه په منځ دوه ټوټي و چاویدېده، یوه داسې نجلۍ ترې راووته چې له دې ښکلې او ښایسته نجلۍ بله ما نه وه لیدلې، داسې تسبیح یې ویله چې نه مخکنیو او نه وروستنیو داسې تسبیح اورېدلې وه، ما ویل: اې نجلۍ ته څوک یې؟ ویل: زه له حورو څخه یم، الله عز وجل د خپل عرش له نور څخه پیدا کړې یم، ما ویل: ته د چا لپاره یې؟ ویل: د مظلوم خلیفه حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه لپاره.

له دې جوتېږي چې هغه حوره چې د حضرت عثمان رضی الله عنه لپاره ده، د نورو لپاره دا ډول نشته، او د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه غوره والی ټولو ته څرګند دی، داسلام دریم راشد خلیفه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم غبرګ زوم و، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مبارک زړه دوه مبارکې ټوټې هره یوه حضرت بي بي رقیه او حضرت بي بي کلثوم علی ابیهما و علیهما الصلاة والسلام په نوبت سره په نکاح ور کړې وې، له همدې کبله ذو نورین ( د دوه نورونو څښتن ) ورته ویل کېږي، په یو روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي که مې بله د زړه ټوټه ( لور ) وای هغه به مې هم حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه ته ور کوله.

د حورو ارزښت، ښکلا او ښایست له دې حدیث شریف نه ښه په ډاګه کېږي: ( عن أنس رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( لو أن امرأة من نساء أهل الجنة اطلعت إلى الأرض لأضاءت ما بينهما , ولملأت ما بينهما ريحا , ولنصيفها على رأسها خير من الدنيا وما فيها )[2]

ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که د جنت له ښځو یوه ښځه ځمکې ته را وګوري، ټول هغه څه به روښانه کړي چې د ځمکې او آسمان تر منځ دي، او د ځمکې او آسمان فضا به له خوشبویۍ ډکه کړي، د حورې په سر ټیکری هرو مرو له دنیا او ما فیها نه غوره دی.

دا چې د یوې ښځې هسې په یو ځل کتو د ځمکې او آسمانونو تر منځ واټن رڼا کېږي! د ځمکې او آسمان تر منځ واټن ټول خوشبویه کېږي! او یوازې یو ټیکری یې له ټولې دنیا او له هغه څه څخه غوره وي چې په دنیا کې دي! نو دا به خپله څه ډول وي!!!

دا چې د دنیا ښځې له حورو غوره دي، په اړه يې لاندې روایت راغلی:

(عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ، قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِ اللَّهِ: “حُورٌ عِينٌ”[الواقعة آية 22] ، قَالَ:حُورٌ: بِيضٌ، عِينٌ: ضِخَامُ الْعُيُونِ شفر الحوراء بِمَنْزِلَةِ جَنَاحِ النُّسُورِ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِهِ:” كَأَنَّهُنَّ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ”[الواقعة آية 23] ، قَالَ:صَفَاؤُهُنَّ صَفَاءُ الدُّرِّ فِي الأَصْدَافِ الَّتِي لَمْ تَمَسَّهُ الأَيْدِي، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِهِ: “فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ”[الرحمن آية 70] ،قَالَ: خَيْرَاتُ الأَخْلاقِ، حِسَانُ الْوُجُوهِ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِهِ: “كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ”[الصافات آية 49] ، قَالَ:رِقَّتُهُنَّ كَرِقَّةِ الْجِلْدِ الَّذِي رَأَيْتِ فِي دَاخِلِ الْبَيْضَةِ مِمَّا يَلِي الْقِشْرَ وَهُوَ الْعُرْفِيُّ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنْ قَوْلِهِ: “عُرُبًا أَتْرَابًا”[الواقعة آية 37] ، قَالَ:هُنَّ اللَّوَاتِي قُبِضْنَ فِي دَارِ الدُّنْيَا عَجَائِزَ رَمْضَاءَ شَمْطَاءَ خَلَقَهُنَّ اللَّهُ بَعْدَ الْكِبَرِ، فَجَعَلَهُنَّ عَذَارَى عُرُبًا مُتَعَشَّقَاتٍ مُحَبَّبَاتٍ، أَتْرَابًا عَلَى مِيلادٍ وَاحِدٍ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنِسَاءُ الدُّنْيَا أَفْضَلُ أَمِ الْحُورُ الْعِينُ؟، قَالَ:بَلْ نِسَاءُ الدُّنْيَا أَفْضَلُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ كَفَضْلِ الظِّهَارَةِ عَلَى الْبِطَانَةِ، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَبِمَا ذَاكَ؟، قَالَ:بِصَلاتِهِنَّ وَصِيَامِهِنَّ وَعِبَادَتِهِنَّ اللَّهَ أَلْبَسَ اللَّهُ وُجُوهَهُنَّ النُّورَ، وَأَجْسَادَهُنَّ الْحَرِيرَ بِيضَ الأَلْوَانِ خُضْرَ الثِّيَابِ صَفْرَاءَ الْحُلِيِّ مَجَامِرُهُنَّ الدُّرُّ وَأَمْشَاطُهُنَّ الذَّهَبُ، يَقُلْنَ: أَلا نَحْنُ الْخَالِدَاتُ فَلا نَمُوتُ أَبَدًا، أَلا وَنَحْنُ النَّاعِمَاتُ فَلا نَبْؤُسُ أَبَدًا، أَلا وَنَحْنُ الْمُقِيمَاتُ فَلا نَظْعَنُ أَبَدًا، أَلا وَنَحْنُ الرَّاضِيَاتُ فَلا نَسْخَطُ أَبَدًا طُوبَى لِمَنْ كُنَّا لَهُ وَكَانَ لَنَا، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، الْمَرْأَةُ مِنَّا تَتَزَوَّجُ زَّوْجَيْنِ وَالثَّلاثَةَ وَالأَرْبَعَةَ، ثُمَّ تَمُوتُ فَتَدْخُلُ الْجَنَّةَ وَيَدْخُلُونَ مَعَهَا، مَنْ يَكُونُ زَوْجُهَا؟، قَالَ: يَا أُمَّ سَلَمَةَ،إِنَّهَا تُخَيَّرُ فَتَخْتَارُ أَحْسَنَهُمْ خُلُقًا، فَتَقُولُ: أَيْ رَبِّ إِنَّ هَذَا كَانَ أَحْسَنَهُمْ مَعِي خُلُقًا فِي دَارِ الدُّنْيَا، فَزَوِّجْنِيهِ، يَا أُمَّ سَلَمَةَذَهَبَ حُسْنُ الْخُلُقِ بِخَيْرِ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ. “.[3]

ژباړه: له ام سلمې رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ددې قول په اړه خبر راکړه: “حُورٌ عِينٌ”[الواقعة آية 22]، ویل حورې: سپینې، ( عین ) غټې سترګې والا، د حورې سترغلۍ او باڼه د باز د وزرو په څېر دي،[4]–  ما ویل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ددې قول په اړه خبر راکړه : ” كَأَنَّهُنَّ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ”[الواقعة آية 23] ، ويل: ستره والی او روڼوالی به یې د هغو ملغلرو په څېر وي چې په پوښونو کې د ننه وي، او لاس نه وي پرې وهل شوی، ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! د الله تعالی له دې قول نه مې خبره کړه: “فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ”[الرحمن آية 70] ویل: نیک خویه او ښایسته مخې، ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ” كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ “[الصافات آية 49] ویل: نریوالی او باریکي یې داسې ده لکه د هغه پوټکي چې د هګۍ د ننه تر پټوکي لاندې دې لیدلی، او هغه ته عرفي ویل کېږي، ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! د الله تعالی له دې قول نه مې خبره کړه: “عُرُبًا أَتْرَابًا”[الواقعة آية 37] ويل: دا هغه دي چې په دنیا کې زړې، چوخړنې، شين سرې  مړې شوې وي، الله تعالی له زړبودۍ وروسته بېرته پېغلې پیدا کړې دي، په یو منګ یې همزولې ګرځولې دي، په خاوندانو یې عاشقانې او ګرانې کړې دي.

وايي:  ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دنیا ښځې غوره دي که حورې؟ ویل: نه، ددنیا ښځې له حورو نه داسې غوره دي، لکه مخ چې له استر نه غوره دی، ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! دا نو په څه؟ ویل: ددوی په لمانځه، روژې، او د الله تعالی په عبادت چې کړی یې دی، الله تعالی یې مخونو ته نور، او بدنونو ته ورېښم ور اغوستي، سپین رنګې به وي، زرغونې جامې او زېړې ګاڼې به یې پر تن وي، په ملغلرو کې به خوشبويي بلوي، ږمنځې به یې سره زر وي، او وايي به: باخبر! مونز همېشنۍ یو هېڅکله نه مرو، باخبر! مونږ تازه یو هېڅکله نه مړاوې کېږو، باخبر! مونږ تل پر خپل ځای یو، هېڅکله نه مسافرې کېږو، باخبر! مونږ خوشحاله یو، هېڅکله نه غوسه کېږو، نوش جان د هغه چا چې مونږ د هغه لپاره یو، او دی زمونږ لپاره دی.

ما ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم، له مونږ ښځو نه یوه ښځه دوه، درې او څلور خاوندان کوي، بیا مري، او جنت ته ځي، او خاوندان یې هم جنت ته ځي، نو بیا به یې خاوند څوک وي؟ ویل: اې ام سلمې، دې ته به اختیار ور کړل شي، بیا تر ټولو د ښو اخلاقو خاوند غوره کوي، او وايي به: اې ربه! دغه سړی په دنیا کې په دې ټولو کې د نیکو اخلاقو څښتن و، نو همدا راته وکړه، اې ام سلمې! نیکو اخلاقو ددنیا او آخرت ښېګڼې یووړې.

[1] – المعجم الكبير للطبراني, ج 1, ص 258.
[2] – رواه البخاري
[3] – المعجم الأوسط للطبراني، باب من اسمه: بکر. مجمع الزوائد و منبع الفوائد، ج ۷، ص ۲۵.  وفيه سليمان بن أبي كريمة ضعفه أبو حاتم وابن عدي، المعجم الکبیر للطبراني، ج ۱۷، ص ۱۸۸.  . ددې حدیث په اړه ځینې علماء فرمايي چې صحیح نه دی، په سند کې یې په ځینو کسانو کې څه خبرې دي. خو که حدیث ضعیف هم وي، په فضائلو او مرغباتو کې کمزوري او ضعیف روایات منل کېدی شي.
[4] –  د المعجم الکبیر په روایت کې ( شقر الجرداء ) د شین په پېښ او د قاف په سکون، او په جیم، را او دال سره راغلي، په مجمع الزوائد کې هم ( شفر الحوراء ) راغلي، شقر جمع د شقراء ده، شقراء په عربي ژبه کې سور رنګې ښځې ته ویل کېږي، او جرداء چې پر بدن یې وېښتان نه وي، که دې معنی ته وکتل شي د عبارت له بلې جملې سره اړخ نه لګوي، چې هغه ( بمنزلة جناح النسر ) دی، ځکه د باز وزر خو اوږدې اوږدې بڼکې لري، او دلته وايي چې حورې به سوربخونې او بالکل داسې رڼې وي چې په بدن به یې وېښتان نه وي، په ځینو نورو روایاتو کې د ( شقر الجرداء ) عبارت ( شفر الحوراء ) راغلی، شفر  سترغلیو او حوراء حورې ته ویل کېږي، نو د باز  وزر د حورې د سترګو له بڼو سره ډېر ښه مناسبت لری ، له همدې کبله د شقر الجرداء په ځای شفر الحوراء ښه راځي، والله اعلم. امام ابن عقیلة المکي په خپل کتاب ( الزیادة والاحسان في علوم القرآن ) کې وايي ( شفر هو بالفاء، مضاف إلى الحوراء, وهو هدب العين, قال الحافظ السيوطي: و إنما ضبطه و إن كان واضحا, لأني رأيت بعض المهملين من أهل عصرنا صحفه بالقاف ) ص: 62. ژباړه: شفر په فا سره دی، حوراء ته مضاف دی، او دا د سترګو بڼو ته ویل کېږي، حافظ سیوطي وايي: ځکه مې ټکي ولیکل سره له دې چې ښه واضح دی، چې زمونږد زمانې ځینې خلک مې ولیدل  چې فاء يې په قاف بدله کړې. یعني شفر الحوراء شقر الجرداء.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x