دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دوه شپېتمه برخه )

م محمد نعیم

( عن أبی أمامه ، عن النبی صلى الله علیه وسلم قال : « ما من عبد یدخل الجنه إلا جلس عند رأسه وعند رجلیه ثنتان من الحور العین تغنیانه بأحسن صوت سمعت الجن والإنس ، ولیس بمزامیر الشیطان ، ولکن بتحمید الله وتقدیسه ) [۱]

ژباړه: له ابی امامه رضی الله عنه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویې فرمایل: هېڅ بنده جنت ته نه داخلېږی، مګر له سر او پښو سره به یې دوه حورې ناستې وی، تر هغه ډېر ښکلی او خواږه آواز به بدلې ورته بولی چې پېریانو او انسانانو اورېدلی، د شیطان بدلې نه، بلکې د الله پاک حمد او پاکی به وایی.

له دې څرګندېږی چې په جنت کې به د انسانی ارزښتونو، اخلاقی بریدونو خلاف څه نه وی، ځینې خلک فکر کوی چې په جنت کې به هر هغه روا او ناروا وی چې په دنیا کې د یو چا په ذهن کې راګرځی، خو حقیقت داسې نه دی، ددنیا او آخرت ژوند سره پرتله کول بې ځایه دی، لکه څه رنګه چې دنیا او آخرت توپیر سره لری، دغسې یې ژوند هم توپیر لری، په جنت کې به درواغ نه وی، غیبت به نه وی، چغلی، کرکې او رخې به نه وی، غلا او چور به نه وی، ظلم او زور به نه وی، یوه آرامه، هوسا له خوښیو ډکه نیکمرغه فضا به وی.

په جنت کې به شراب دد نیا په څېر بیخوده کوونکی نه وی، یو د بل آبرو او ناموس ته به رغبت او لېوالتیا نه وی، ډمتوب، ساز او سرود به نه وی، که څه بدلې او ترانې وی، هغه لکه په پورتنی روایت کې د الله تعالی د حمد او ثناء په اړه به وی، د عقل او اخلاقو خلاف څه به نه وی، تر ټولو د پام وړ دا چې هر کس به په خپله برخه خوښ وی، داسې به نه وی لکه په دنیا کې چې یو انسان په خپله برخه قناعت نه کوی، شېبه په شېبه یې په ذهن کې ګډې وډې کیسې او هیلې راټوکېږی.

ددې اصلی لامل دا دی چې په دنیا کې له انسان سره شیطان او بد نفس وی، په جنت کې به نه شیطان وی او نه سرکشه نفس، نو هلته بیا ددې اړتیا نه پیدا کېږی چې د انسان په ذهن کې ناولې، د عقل او اخلاقو خلاف هیلې او غوښتنې غزونې وکړی.

په یو بل روایت کې د حورو په اړه دا ډول روایت راغلی:

( عَنْ عَلِىٍّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله علیه وسلم- « إِنَّ فِى الْجَنَّهِ لَمُجْتَمَعًا لِلْحُورِ الْعِینِ یُرَفِّعْنَ بِأَصْوَاتٍ لَمْ یَسْمَعِ الْخَلاَئِقُ مِثْلَهَا قَالَ یَقُلْنَ نَحْنُ الْخَالِدَاتُ فَلاَ نَبِیدُ وَنَحْنُ النَّاعِمَاتُ فَلاَ نَبْأَسُ وَنَحْنُ الرَّاضِیَاتُ فَلاَ نَسْخَطُ طُوبَى لِمَنْ کَانَ لَنَا وَکُنَّا لَهُ )[۲]

ژباړه: له حضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت دی وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بېشکه په جنت کې د حورو یوه ټولنه یا یو کلی دی، داسې آوازونه اوچتوی چې مخلوقاتو نه دی اورېدلی، وایی دوی وایی: مونږ همیشنۍ یو، نه پناه کېږو، مونږ تازه، نرمې او پستې یو، نه مړاوې کېږو، مونږ خوښې یو، نه غوسه کېږو، نوش جان د هغو چې زمونږ لپاره دی او مونږ د هغو لپاره یو.

عن سعید بن عامر بن حذیم قال: سمعت رسول الله صلى الله علیه وسلم یقول: ” لو أن امرأه من نساء أهل الجنه أشرفت لملأت الأرض ریح مسک ولأذهبت ضوء الشمس والقمر “.[۳]

له سعید بن عامر بن حذیم څخه روایت وایی، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې: که د جنت له ښځو، یوه ښځه را وګوری ځمکه به د عنبرو له بوی نه ډکه کړی، او د لمر او سپوږمۍ رڼا به له منځه یوسی.

عَنْ أَبِى هُرَیْرَهَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله علیه وسلم- « مَا فِى الْجَنَّهِ أَحَدٌ إِلاَّ لَهُ زَوْجَتَانِ ، إِنَّهُ لَیَرَى مُخَّ سَاقِهِمَا مِنْ وَرَاءِ سَبْعِینَ حُلَّهً ، مَا فِیهَا مِنْ عَزَبٍ »[۴]

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په جنت کې هېڅوک نشته، مګر دا چې دده لپاره به دوه مېرمنې وی، داسې چې د پنډیو ماغزه به یې له اویا جوړه جامو نه ښکاری، او په جنت کې هېڅوک جره نشته.

په دې روایت کې راځی چې په جنت کې به بې وده څوک نه وی، په دنیا کې ځینې کسان بې وده وی، څوک له مجبوریته، څوک له پرهېزګارۍ او تقوی، او څوک له هوسه، خو په جنت کې به هر څوک جوړه وی، هر کس به ودونه لری. ځکه هلته مجبوریتونه، مکلفیتونه، بې ځایه هوسونه، او ستونزې نشته.

عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ أَدْنَى أَهْلِ الْجَنَّهِ مَنْزِلَهً إِنَّ لَهُ لَسَبْعَ دَرَجَاتٍ وَهُوَ عَلَى السَّادِسَهِ وَفَوْقَهُ السَّابِعَهُ وَإِنَّ لَهُ لَثَلَاثَ مِائَهِ خَادِمٍ وَیُغْدَى عَلَیْهِ وَیُرَاحُ کُلَّ یَوْمٍ ثَلَاثُ مِائَهِ صَحْفَهٍ وَلَا أَعْلَمُهُ إِلَّا قَالَ مِنْ ذَهَبٍ فِی کُلِّ صَحْفَهٍ لَوْنٌ لَیْسَ فِی الْأُخْرَى وَإِنَّهُ لَیَلَذُّ أَوَّلَهُ کَمَا یَلَذُّ آخِرَهُ وَإِنَّهُ لَیَقُولُ یَا رَبِّ لَوْ أَذِنْتَ لِی لَأَطْعَمْتُ أَهْلَ الْجَنَّهِ وَسَقَیْتُهُمْ لَمْ یَنْقُصْ مِمَّا عِنْدِی شَیْءٌ وَإِنَّ لَهُ مِنْ الْحُورِ الْعِینِ لَاثْنَیْنِ وَسَبْعِینَ زَوْجَهً سِوَى أَزْوَاجِهِ مِنْ الدُّنْیَا وَإِنَّ الْوَاحِدَهَ مِنْهُنَّ لَیَأْخُذُ مَقْعَدُهَا قَدْرَ مِیلٍ مِنْ الْأَرْضِ ) [۵]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه عادی جنتی مرتبه داسې ده، چې دده له پاره اوه مرتبې دی، او دی به په شپږمه مرتبه کې وی، ترې بره به اوومه مرتبه وی، درې سوه چوپړیان به لری، هره ورځ به سهار او بیګاه درې سوه کاسې ورته راوړل کېږی، فکر کوم ویې ویل چې د سرو زرو به وی، په هره کاسه کې به داسې خواړه وی چې په بله کې به نه وی، له لومړنی نه به داسې خوند اخلی لکه له وروستنی نه، او هرومرو به وایی: اې ربه! که اجازه راته وکړې، ټولو جنتیانو ته به خوراک او څښاک ور کړم، او دا به له هغه څخه چې له ما سره دی هېڅ شی کم نه کړی، او دده له پاره به ددنیا له مېرمنو پرته له حورو څخه دوه اویا مېرمنې وی، یوه یې چې کینې له یو نیم کیلومتر [۶] څخه په زیاته کچه ځای به نیسی.

په دې معنی چې دومره به لویه وی، کیدای شی ځینو ته سوال پیدا شی چې دا نو څه کیسه شوه؟ یو ښځه که دومره لویه وی چې ناسته یې تر یونیم کیلومتره زیاته ځمکه نیسی، په دې ښځه به سړی څه کوی؟

که یو اړخیز فکر وشی، پرته له شکه چې همدا خبره ذهن ته راځی، خو که دېته فکر وشی چې په آخرت کې به ټول خلک په همدې کچه لوی وی، بیا دا ډول اندېښنې په ذهن کې ځای نه نیسی، په روایاتو کې راځی چې ددوزخی یو غاښ به د احد د غره په کچه وی، دپوست پېرړوالی به یې څلوېښت ګزه وی! او  جنتیان به د خپل پلار ( آدم علیه السلام ) په کچه (۶۰ ) ګزه لوړ وی.

عَنْ أَبِى هُرَیْرَهَ – رضى الله عنه – عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله علیه وسلم – قَالَ « خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ وَطُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا ، ثُمَّ قَالَ اذْهَبْ فَسَلِّمْ عَلَى أُولَئِکَ مِنَ الْمَلاَئِکَهِ ، فَاسْتَمِعْ مَا یُحَیُّونَکَ ، تَحِیَّتُکَ وَتَحِیَّهُ ذُرِّیَّتِکَ . فَقَالَ السَّلاَمُ عَلَیْکُمْ . فَقَالُوا السَّلاَمُ عَلَیْکَ وَرَحْمَهُ اللَّهِ . فَزَادُوهُ وَرَحْمَهُ اللَّهِ . فَکُلُّ مَنْ یَدْخُلُ الْجَنَّهَ عَلَى صُورَهِ آدَمَ ، فَلَمْ یَزَلِ الْخَلْقُ یَنْقُصُ حَتَّى الآنَ »[۷]

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه، او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله آدم علیه السلام په داسې حال کې پیدا کړ چې اوږدوالی یې شپېته ګزه و، بیا یې ویل: لاړ شه، په هغو ملایکو سلام واچوه، غوږ ورته ونیسه کوم ځواب چې در کوی همدا ستا او ستا د اولاد سلام دی، هغه ویل: السلام علیکم، دوی ویل: السلام علیکم ورحمت الله، ورحمت الله یې ور زیات کړ، نو هر څوک چې جنت ته ځی د آدم علیه السلام په بڼه به ځی، او له هغه راهیسې چې د خلکو اوږدوالی کمېږی لا تر اوسه.

امام ابن حجر رحمه الله په فتح الباری کې وایی: ( قوله: حتى الآن، أی: أن کل قرن یکون نشأته فی الطول أقصر من القرن الذی قبله، فانتهى تناقص الطول إلى هذه الأمه، واستقر الأمر على ذلک. والله أعلم[۸] (

ژباړه: دا خبره چې تر اوسه، یعنی د هرې پېړۍ خلک په اوږدوالی کې له مخکنۍ پېړۍ څخه یې لنډ وو، نو د اوږدوالی کموالی تر دې امت پورې را ورسید، او په همدې باندې ودرېد. والله اعلم.

بل مهم ټکی دا، لکه مخکې چې په ځینو روایاتو کې تېر شول، حورو او جنتی ښځو به اویا جوړه جامې اغوستې وی، خو هغه جامې به داسې باریکې او رڼې وې چې د پنډیو د هډوکو ماغزه به یې ترې ښکاری، نو له یوې خوا به درندې نه وی، چې په ښځه درندې شی، او له بلې خوا به پراخه، نازکې او سپکې وی، چې په دې توګه ډېر ځای نیسی.

هغه د ناوې ګانو کمیس چې د واده په ورځ یې اغوندی ټولو به لیدلی وی، چې څومره نری او پراخ وی، که ناوې د یو عادی انسان په توګه کینې له یو ګز نه هم کم ځای نیسی، خو که له همدې کمیس او ور سره لوازمو کینې،  پنځه شپږ متره ځای نیسی. ثابته خبره ده چې ناوې یوازې نه کینې، کم تر کمه څلور پنځه نورې ملګرې او خادمانې هم ور سره وی، نور د اړتیا وړ او د ځای او حالت اړوند شیان هم ور سره وی، او معمولا څوک داسې نه وایی چې ناوې او څلور ، پنځه ملګرې یې کېناستې، او په تخت کېناستې، تخت یې دومره و او داسې و؛ ځکه اصلی خبره د ناوې وی، دا نورې، او اړوند څېزونه یې هسې ور سره تړلی وی. که له دې اړخه ورته وکتل شی، د یو نیم کیلومتر شاوخوا شپږمه برخه تقریبا دوه نیم سوه ګزه راځی. نو په دې سره خبره بېخی له هېښتیا څخه وزی، دا په دنیا کې، پرته له شکه چې په آخرت کې به خبره تر دې ډېره لوړه او له تصور څخه بهر وی.

په دنیا کې چې کله یو پادشاه یا ولسمشر چېرته ځی، که څه هم چې له هغه سره نور ملګری وی، خو په عام ډول یوازې د همغه مشر نوم اخیستل کېږی، د ملګرو خبره یې کله کله که په تفصیل کې یاده شی، په آخرت کې د جنتی مېرمن د نړۍ له ډېرو پادشاهانو ډېره غوره او لوړه وی، په زرګونو خادمان او خادمانې وی ور سره، کوم څه چې په ځینو روایاتو کې په مفصل ډول راغلی.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[۱] – مسند الشامیین, باب: ما انتهى إلینا من مسند یزید بن أبی مالک. وابن عساکر عن أبى أمامه
[۲] – سنن الترمذی, باب فی کلام الحور.
[۳] – مجمع الزوائد منبع الفوائد, ج: ۱۰, ص: ۳۷۲٫ د کتاب مولف امام هیتمی رحمه الله وایی چې ددې روایت په ځینو راویانو کې ضعف شته. هر څنګه چې وی، دیته ورته روایت امام بخاری هم کړی و، چې په مخکې برخو کې تېر شو.
[۴] – سنن الدارمی, باب فی صفه الحور العین
[۵] –  مسند أحمد, ج ۱۶٫ ص ۵۴۵٫
[۶] – په روایت کې د ( میل ) ټکی یاد شوی، میل د عامو خلکو په ژبه که وویل شی یو کس چې په آواره ځمکه کې ودرېږی، تر کومه یې چې سترګې دید کوی، همدې واټن ته میل ویل کېږی، په بله معنی ۴ زره ګامه، په اوسنی وخت کې یو کیلو متر او شپږ سوه، یا اوه او یا اته سوه متره.
[۷] – رواه البخاری, باب خلق آدم صلوات الله علیه, ومسلم, باب: یدخل الجنه أقوام أفددتهم مثل أفئده الطیر. واللفظ للبخاری.
[۸] – فتح الباری, باب خلق آدم وذریته, ج ۶, ص ۳۶۷٫

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x