ټولنیزه برخه

فکري روزنه (16) – د شرم کولو وجوهات

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د شرم کولو وجوهات

د شرم د ختمولو لپاره د تدابيرو له نيولو د مخه بايد د هغه وجوهات وپيژندل شي، په دغه سلسله کې مختلفو ماهرينو مختلف وجوهات ذکر کړي، چې ځينې يې په لاندې ډول ذکر کيږي.

الف : د ځينې ماهرينو د خيال مطابق شرم د ذهانت او قد په شان يو فطري وصف دی.

ب : د کردار پسند ماهرينو په نزد شرم کول د يوې ناسمې زده کړې له وجهې پيدا کيږي، د هغوی د خيال مطابق ځينې خلک له دې امله شرميږي چې هغوی له نورو خلکو سره د ناستې او ولاړې آداب نه وي زده.

ت: د نفسي تحليل مطابق شرم کول د کوم لاشعوري کشمکش له امله پيدا کيږي، د دغه نظر مطابق شرم کول د کوم لاشعوري کشمکش اظهار دی او يا د هغه ظاهري شکل.

ث : که چيرته والدين د نورو خلکو پر وړاندې د خپلو بچيانو توهين وکړي، نو هغه د شرم کولو ښکار کيږي.

ج : ځينې هلکان د کوم جسماني نقص لکه بد شکلي او يا نورو له وجهې د شرم کولو په تکليف کې مبتلاء وي.

ح : د شرم کولو لويه وجه احساس کمتري او عدم خود اعتمادي هم ده.

خ : په کوچنيوالي کې د ځان نه ساتل هم د شرم کولو سبب دی.

د : د دغې مسئلې مهمه وجه دا ده چې داسې کسان پوهيږي چې نور خلک پرې تنقيد کوي او ملامت کوي يې، دوی تل داسې سوچ کوي چې نا خبره خلک هم په دوی ور خبر دي.

ذ : مونږ ډير څه له والدينو او له نږدې چاپيريال څخه زده کوو، چې والدين په کوم رنګ وينو په لاشعوري ډول د هغه د کولو کوشش کوو، که چيرته په والدينو کې کوم يو د شرم کولو ښکار وي، نو اکثر د هغوی اولاد هم د دغې مسئلې ښکار کيدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x