ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (12)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د الله تعالی حق له مور او پلار ډير دی

په دنيا کې له مور پلار پرته د بل هيچا حق زيات نه دی، خو د الله تعالی حق له دوی نه هم ډير ده، د مور پلار له امله نه ښايي چې يو انسان د الله تعالی دين پريږدي، الله تعالی فرمايي :

[وَ اِنْ جَاهَدٰكَ لِتُشْرِكَ بِيْ مَا لَيْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا] .
ژباړه : او که کوښښ کوي (دوی دواړه) له تا سره چې شريک ونيسې ته له ما سره هغه شی چې نشته تا ته په (الوهيت) د هغه کې هيڅ علم پس اطاعت مکوه ته د دوی (دواړو) .

دا آيت د حضرت سعد بن ابی وقاص رضي الله عنه په باره کې نازل شوی، دی رضي الله عنه د صحابه کرامو رضي الله عنهم په هغو لسو کسانو کې شامل دی کومو ته چې په يوه وار د جنتي کيدو زيری ورکړی شوی، چې عشره مبشره ورته ويل کيږي، دی د خپلې مور ډير فرمانبردار او هغې ته په راحت رسولو کې ډير مستعد وو، د ده مور حمنه بنت سفيان ته چې کله دا معلومه شوه چې د هغې زوی سعد رضي الله عنه مسلمان شوی نو هغې زوی ته خبرداری ورکړ او قسم يې وخوړ چې زه به تر هغه وخته نه خوراک وکړم او نه به څښاک وکړم تر څو چې ته بيا د خپلو پلرونو دين ته واپس بيرته را ګرځيدلی نه يې يا دا چې زه په همدې لوږه او تنده کې مړه شم، او بيا به په ټوله دنيا کې د تل لپاره دا رسوائي ستا لپاره وي چې دی د خپلې مور قاتل (وژونکی) شو (مسلم، ترمذي) همدغه قرآني آيت حضرت سعد رضي الله عنه د مور د خبرې له منلو را وګرځولو.

د بغوي په روايت کې دي چې د حضرت سعد رضي الله عنه مور يوه ورځ او يوه شپه او د ځينو قولونو مطابق دری ورځې او دری شپې د خپل قسم مطابق وږې او تګې اوسيده، حضرت سعد رضي الله عنه ورته حاضر شو، د مور اطاعت او محبت په خپل ځای وو، خو د الله تعالی د فرمان پر وړاندې هيڅ نه وو، له همدې امله مور ته يې وويل : مور جانې ! که چيرته ستا په بدن کې سل روحونه وي او هغه يو يو ووځي او زه يې ووينم بيا هم هيڅکله خپل دين نه پريږدم، اوس که ته غواړې خوراک او څښاک وکړه يا مړه شه، بهر حال له خپل دين څخه نشم را ګرځيدلی، مور د ده له همدغو خبرو مايوسه شوه او خوراک يې وکړ .

په حديث شريف کې راغلي : د حضرت سعد بن ابی وقاص مور کومه چې مشرکه وه، کله يې چې د خپل زوی د اسلام خبر واوريد نو له خپل ځان سره يې عهد وکړ تر څو چې (معاذ الله) سعد له اسلامه مرتد نشي زه به له سره خوړل او څښل نکوم او تر چت لاندې به آرام ونکړم، نو هغې د ډوډۍ له خوړلو او د اوبو له څښلو خوله وتړله او بيخي خواره زهيره شوه، خلکو به په زور د هغې خوله خلاصه کړه ډوډۍ او اوبه به يې ورکولې، نو په همدې مناسبت همدغه آيت کريمه نازل شو .

الله تعالی فرمايي :
[وَاِنْ جَاهَدٰكَ عَلٰۤى اَنْ تُشْرِكَ بِيْ مَا لَيْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ١ۙ فَلَا تُطِعْهُمَا وَ صَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوْفًا] .
ژباړه : او که کوښښ وکړي دا مور او پلار په تا په دې چې شريک کړې ته له ما سره هغه شی چې نه وي تا ته په هغه سره څه علم، پوهه نو اطاعت مکوه د دې دواړو او ملګرتيا کوه له دوی سره په دنيا کې ښه غوره (ملګرتيا له شرعي سمه) .

حضرت شاه صاحب ليکي : د دين په خلاف د مور پلار خبره مه منه، هو ! په دنيوي معاملاتو کې له هغوی سره نيکي او ښه چلند کوه .

مسئله : له دې آيت ثابته شوه که چيرته مور او پلار کافر وي خو هغوی محتاج وي نو له هغوی سره مالي مرسته کول او خپلوي نه پريښودل واجب دي.

د حضرت ابو بکر رضي الله عنه د لور حضرت اسماء رضي الله عنها بيان ده چې ما ته زما مور راغله، په دې وخت کې هغه مشرکه وه او د قريشو په حلقه کې داخله وه، ما عرض وکړ يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! زما مور راغلې ده او د مرستې غوښتونکې ده، آيا زه له هغې سره د خپلولي چلند کولای شم؟ راته وې فرمايل : هو ! له هغې سره د خپلولي تعلق جوړ ساته (متفق عليه) .

مسئله : که چيرته والدين زوی ته ووايي چې ښځې ته طلاق ورکړه، نو ودې کتل شي چې ښځه ګنهګاره ده او که نه ده؟ که چيرته ښځه ګنهګاره نه وي نو محض د والدينو په ويلو سره طلاق ورکول روا نه دي.

والدين که چيرته وهل وکړي، کنځل وکړي، بد رد ووايي نو د هغوی دا هر څه دې برداشت کړی شي، او هغوی ته دې سخت ځواب نه ورکول کيږي .

مسئله : که چيرته مور پلار د خدواندي فريضې د پريښودو يا د کوم حرام کار کولو حکم وکړي نو د هغوی خبره منل روا نه دي .

مسئله : د والدينو او د مشرانو فرمانبرداري ضروري ده، خو دا تر هغه وخته روا دي تر څو چې د خدای تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم نافرماني نه وي، که نه نو د خدای تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نافرماني کولو کې د هيچا اطاعت روا نه ده، نه د والدينو، نه د ميړه او نه د واکمن .

مسئله : که چيرته والدين اولاد ته د ناروا کار حکم وکړي، اولاد دې هيڅکله عمل نه پرې کوي .

مسئله : که چيرته مور او پلار د کومې داسې خبرې حکم وکړي کومه چې شرعاً ناروا وي بيا هم د هغوی په حکم عمل کول روا نه دي، که مور او پلار همداسې حکم وکړي نو ګنهګار کيږي او اولاد د دوی د ناروا حکم په عملي کيدو ګنهګاريږي، مشهور حديث دی [لاطاعة لمخلوق فی معصية الخالق] يعنې په کوم شي کې چې د الله نافرماني وي په هغه کې د مخلوق فرمانبرداري روا نه ده.

مسئله : په دې د علماؤ او فقهاؤ اتفاق دی چې د والدينو اطاعت يوازې په روا کارونو کې واجب دی، په ناروا يا د ګناه په کارونو کې واجب څه چې روا هم نه دی .

مسئله : که چيرته يو پلار خپله لور پرته له کوم صحي لامل په کور کې کينوي او هغه ميړه ته نه ور پريږدي نو دا معصيت دی، او د ګناه په کار کې د پلار اطاعت روا نه دی، انجلۍ ته پکار دي چې خپل کور ته ولاړه شي، د پلار خبره دې نه مني .

مسئله : پلار ته هيڅکله روا نه ده چې زوی ته د ضرر رسولو په نيت کوم حکم وکړي، البته که چيرته د ضرر رسولو نيت خو نه وو مګر د شرعي کار يا د ذاتي کار له امله زوی ته معمولي ضرر ورسيد، نو زوی ته په دې باندې صبر کول پکار دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x