نظــر

د آزادی او استقلال جګړې، د ملت او حکومت په متضاد دریځونو کې

صادق تنګیوال

له هغه مهاله چې ملت د انګریزانو د استعمار په زولنو وتړل شو استقلال او ازادي ددی لوی ملت تر ټولو لوړه هیله وه ، هر واکمن او شاه ته د ملت او اولسونو لومړی خواست د استعمار له زولنو د ځانونه د خلاصون اجازه وه ، خو د اولس غږ د واکمنو تر غوږو نه رسیده ..په ټول کي خو که د غلامی په قوالو نظر واچوو ګورو چي تل واکمنو د ملت له ارادي او خوښې پرته د خپلو شخصی ګټو او چوکئ په موخه ددې لوی او عظیم ملت د غلامی قواله استعمار ته ورکړی ده …او بیا یې دا غلامي د کوتک په زور پري منلی ..دې ملت نه د شاه شجاع د دری ګونی شوم مثلث تړون منلی ،او نه یې د یعقوب خان د پټو سترګو امضاء کړی ګندمک او غلامی ،او نه یې هم د عبدالرحمن خان دیورند .. آن تردي را وروسته یې نه د روسانو اشغال منلی او نه د امریکایی ټلوالې په زور راتګ او ښکیلاک .. په دي ټولو تړونونو کي نه چا ملت پوښتلی او نه یې چا رایی او نظر ته کتلی ….خو ملت خپله دنده تر سره کړی ..ملت په کراتو واکمنو ته دا ثابته کړی چې دا تړونوه نه مني …بیا یې خپل قهر او غصه هم ورښودلې …. اسیر قومونه ورته راغلی ، شیرعلی خان ، عبدالرحمن خان ، حبیب الله خان ..آن امان الله خان ته یې زاری کړی چې د غلامی له زولنو د خلاصون په جګړه کي یې مرسته وکړي..خو دوی !! دروازی به په (دیګچو) اخته ؤ …ملت د واکمنو په غیاب کي هم خپله دنده تر سره کړی ….د انګریزانو په دریو یرغلونو کي یې خپله توره را اخستي او دښمن ته یې خپل غیرت او ایمان ښودلی ..خو واکمنو ددي په ځای چې د هغوی عزت او قدر وکړي د خپل اقتدار ساتلو په موخه یې همدا ازادي غوښتونکي ځپلې ..زولني کړی او بیرته یی استعمار ته سپارلی .. موږ لولو چي څنګه امیر دوست محمد خان په خپل زوی (غازی محمد اکبرخان ) هم زړه ونه سوه ..او د انګلیس په خوښه یې ټول هغه څه وکړل چي انګلیس تري غوښتي ؤ ، همدا شان عبدالرحمن خان نه یوازي د ازادۍ مبارزین په توپونو کي والوزول بلکه تر (غازی محمد جان خان ) پوري ټول د جهاد رهبران یې په ډیر مظلومیت سره په شهادت ورسول …

د انګریزانو د وروستي جګړی غوښتنه هم د ملت غوښتنه وه ، همدا ملت ؤ چي واړه او زاړه د افغاني فوځونو تر مخ روان ؤ ، خو امان الله خان صرف دومره کار وکړ چي ملت او اولس ته يې د ازادي د جګړي اجازه ورکړه په همدی اجازی سره هم موږ هغه ته د (غازی) لوړ لقب ورکړ او په همدی یې ستایو …. په تأسف سره باید ووایم چي امان الله خان له لومړي سره د لوی افغانستان د آزادولو اراده نه درلوده ، نو ځکه صرف د همدی اوسني کوچني افغانستان د ازاي مطالبه يې له انګلیس څخه کړی ….خو ملت بیا د ټول لوی افغانستان آزادي غوښته ، همدا ملت ؤ چي په لر او بر افغان کي یې د افغانی لښکر ملا وروتړله او له عسکرو د مخه قربانی ته حاضر شول که نه د امان الله د عسکرو توان او طاقت خو د صالح محمد خان په مشرئ په تورخم کې ښه معلوم شو….همدا ملت ؤ چي د تکبیرو په نعرو یې په ټوله پښتونخوا او دیورند له کرښې آخوا د انګریزانو په لښکرو ناتار جوړ کړ.. ..همدا د دیورند د کرښې آخوا اسیر او تړلی اولسونه او قومونه ؤ چي خپلې زولني یې وشلولې د انګریزانو په لښکرو ورګړ شول او افغاني مجاهدینو ته یې لاره پرانیسته چي د دښمن په خاروه کي د انګریزانو په لښکرو توره شپه جوړه او فوځې چوڼي یې یو په بل پسې د خپلو اسونو تر پښو لاندي کړي …دښمن په وارخطایی سره په تیښته ؤ مجاهدین د کوټي ښار ، کوهات ، بنو او پیښور د آزادولو په درشل کي ؤ چي همدي (غازی امان الله خان ) یو ځل بیا د ملت د ارادي ملا ماته کړه او افغاني مجاهدین یي له پرمختګ را وګرځول ..دانګریزانو سره یي متارکه اعلان او انګریز ته یې د ماتی له نوم څخه نجات ورکړ … او هغه مظلوم او اسیر قومونه او قبائیل چي د اوسنی کرښې آخوا پراته دی او په ډیره میړانه د افغاني فوځ تر مخ روان ؤ خپلې سینې یې د انګریزانو مرمیو ته سپر ګړی وي هغوی یې یوځل بیا بیرته انګریزانو ته پریښودل ..انګریزانو همغه غیرتی قبائیل په همدی ګناه ډومره وډبول چي بیا تر کلونو پوري یې د ازادی غږ پورته نه کړ …ددی قومونو میړني مشران څوک انګریزانو اعدام او څوک یې په عمری بندونو سره زندانونو ته ورټیل وهل …

ملت د استقلال له جګړی د ټول لوی افغانستان آزادی غوښته ، خو امان الله خان بیا یوازی د خپلې واکمنی لاندی سیمې آزادی وغوښته ..که هغه مهال امان الله خان د ملت او اولسونو ارادې ته کتلی وای ، نو نن به نه د دیورند ستونزه پاته وه او نه به د افغانانو په سینه دا تیره کرښه موجوده وه …

د ډیرو لاملونو تر څنګ یو مهم لامل همدا ؤ چې جنوبی او شرقی قباېیلو تر نورو وړاندي د امان الله خان د واکمنی په خلاف پاڅون وکړ او د هغه د نه منلو پریکړه یې وکړه …دا چي بیا انګریزانو ددی خوابدیو څخه څومره ګټه واخیسته دا بیا بیل بحث دی چي د انګریزانو د استعماری تکتیکونو یوه برخه جوړوی …

همدا حالت مو اوس هم دی ، واکمن چي له هر چا سره یې خوښه شي استراتیژیک تړونونه لاسلیک کوی ، د چا سره یې چي خوښه نه وي دوستې هم نه ورسره کوی … ددي تړونو د نه منلو خبره په باربار ملت اوچته کړی خو څوک دی چي غوږ پري وګروي ..که صبا د همدی تړونونو په پایله کي دا ملت د نړیوالو جګړو په لومو کي را ونښلې بیا به واکمن د تیر په څیر (بلخ او بخاری) ته تښتي او همدا ملت به بیا خپلي قربانی ورکوي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x