نظــر

وجدان او ګټې

burhanuddin-rabbani-hamid-karzai-pir-sayed-ahmad-gailani-abdul-rab-rasul-sayyaf

که لږ ځیر شو نو ژوند دوه قطبونه لري چې ېو قطب ېې ضمېر او بل ېې مفاد ېا ګټه ده. د انسان تر ټولو لومړى مشکل هم دا دى چې سندرې خو د زړه واېې مګر بیا د ګټو په لور منزل لنډوي. دا مشکل له ډېرې انسانانو سره دې. د دې تر ټولو ښه او غوره مثال د اردو ژبې نامتو شاعر فېض احمد فېض دى.  فېض احمد فېض ته د آزادۍ شاعر وېل کېدل او د مخالفت او مقاومت شاعر نوم ېې ګټلى و حتى ځېنو خو د انقلابې شاعر خطاب هم ورکړى.

کله چې امرېکا پر وېتنام حمله وکړه نو فېض احمد فېض په وېتنام کې د امرېکا خلاف پاڅون کوونکو او د ازادې غوښتونکو په کلکه حماېت کاوه. د هغوی په ملاتړ به ېې شعرونه، نغمې او مضامېن لېکل او په مختلفو فورمونو به ېې د امرېکا د وحشت او بربرېت خلاف اواز پورته کاوه او د ازادي غوښتونکو په حماېت کې به ېې خبرې کولې. ولې؟؟؟

ځکه چې وېتنام ېو کمونیست هېواد و او امرېکا د ېو کمونېستي نظام د ازادۍ او حرمت سپکاوى کړى و. عام بې ګناه خلک ېې ووژل. د هغه په نظر په وېتنام کې جګړه په اصل کې د حق او باطل جګړه وه­­؛ د غلامۍ او ازادۍ جنګ و؛ د مفاداتو پر خلاف د ضمېر جنګ.

په همدې ډول فېض احمد فېض د فلسطين د ازادۍ د تحرېک حماېت کاوه او د هغوی په حماېت کې به ېې شعرونه، نغمې او مضامېن لېکل او په مختلفو فورمونو کې به ېې د اسراېېلو د وحشت او بربرېت خلاف اواز پورته کاوه، صراحتآ به ېې د هغوى ملاتړ کاوه. دا د دې له وجې چې د فلسطين د ازادې د تحرېک مشر ياسرعرفات و. ياسر عرفات پخپله سوسیالیست  و او له  روس سره ېې ډېرې نزدې اړېکې درلودلې؛ خو کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان ېرغل وکړ نو فېض احمد فېض هغه د ازادې لپاره به ېې چې شعرونه، نغمې او مضامېن لېکل د تارېخ برخه وګرځېدل. هغه د افغانستان د ازادۍ لپاره او نه د مجاهدېنو لپاره نغمه، او شعر ولېکه او نه ېې ملاتړ وکړ. دا ځکه چې د افغانستان په حرېم باندې تېرى کوونکى پخوانې شوروي اتحاد ېعنې روس و او روس د  فېض احمد فېض فکري کعبه وه او افغانستان کې د غلامۍ او د  تېري پر ضد راپاڅېدلې افغان ملت په لاس کې د اسلام بېرغ.

 فېض احمد فېض نه به په دې اړه تل پوښتنې کېدې مګر هغه په دغه او هغه ځان ترې خلاصاو او منافقت به ېې کاوه. په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد پر خلاف د مظلوم افغان ولس تر شا تقرېبا ټوله نړۍ ېعنې غرب او شرق ودرېدل او ملاتړ ېې وکړ. د غربې نړۍ سېاستمدارانو، پوهانو او خبرېالانو د شوروې پر خلاف راپاڅېدلې خلکو ته مجاهدين ويل او دوى به ېې “فرېډم فاېېټرز” ګڼل .

ګلبدېن حکمتېار، سېاف او احمدشاه مسعود او نور جهادې مشرانو د امرېکې، اروپا او نورې  نړۍ په مېډېا ېا رسنېو کې به لکه د بالې ووډ او هالېووډ ستورو په شان ښودل کېدل. ان تردې چې د امرېکې ولسمشر رونالډ رېګن ېوه ورځ د همدې مجاهيدېنو په حماېت کې ووېل چې ” افغان مجاهدينو اخلاقي او معنوي مقام هومره ده لکه چې د امريکا د بنسټ ايښودونکو”.

 لېکن د شوروي له ماتې  سره سم د غربې نړۍ او امرېکا  په سياستمدارانو، پوهانو، خبرېالانو په اذهانو باندې تش په نوم ”  ملي ګټو” قبضه وکړه. له دې څخه لږ وخت وروسته هغه مجاهيدېن دهشتګرد شول (دلته باېد دا هېر نکړل شې چې په ١٩٩٠لسېزه کې چې جهادې مشرانو چې  څه وکړل له اسلام سره یې اړخ نه لګاوه). امرېکا او نورې نړۍ هغه ازادى جنګ ګټونکو ته مکمله شاه ورواړوله.

د امرېکا د بنسټ اېښودونکو خطاب ګټونکې خلک د روس د شکست نه وروسته هغوۍ ته د غلو او دښمن لقب ورکړل شو. د انسانې تهذيب او تمدن څخه د دفاع خلک دومره زر په ښمن بدل شول!

همداسې څه زموږ په افغانستان کې هم په دې نږدې وختو کې وشول. د لیکنې د اوږدوالي لپاره یې یادونه ضرورې نه ګڼم چې په تفصيل ېې وليکم خو یو برسېرن نظر به پرې واچوو.  هغه پخوانې جهادې مشران تاسې نن وګورئ چې اوس د هغوئ نظرېاتې او معنوې قبله کوم ځاى کې ده؟

څوک د امريکا، څوک د روس، هندوستان او چاګاونډېانو او نورو غربي هېوادونو ته مخ اړولى او خپله قبله هلته ګوري.

د دې ټولو هر څه لېکلو مطلب دا دى چې په ميليونونو انسانانو پر زړونو او اذهانو باندې د ضمېر پر ځاى د ګټو غلبه او قبضه ده. د ګټو قطب د ضير په قطب برلاسى دی  او په مجموعې ډول دا د انسانيت يو غمګېن عکس دی . ژوند هم د استثناېې مثالو نه خالي نه د ی. د امرېکا په ٣٠ کروړه ابادې کې ېو د نعوم چوسکې په شان سړى هم وجود لري

عزيز امين احمدزى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x