دیني، سیرت او تاریخ

اولیاء او کرامت

جمیل الرحمن ندیم

اولیاء الله هغه خلک دي چې ځانونه يې په بشپړ ډول الهي احکامو ته تسلیم کړي وي،

الله جل جلاله فرمایي: أَلا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ

ژباړه: خبر شئ، د الله جل جلاله په دوستانو به هیڅ ویره او غم نه وي ( په اخرت کې)، ( دوی) هغه خلک دي چې ایمان يې راوړی او له ګناهونو ډډه کوي.

کرامت: کرامت یوه ځانګړې الهي پیرزوینه ده چې په خپلو نیکو بنده ګانو يې کوي، دغه پیرزوینه د یوه خارق العاده کار په شکل له اولیاء الله څخه صادریږي، چې دینې او دنیوي دواړو امورو کې پیښیدلای شي.

په دنیوي امورو کې د اولیاء الله د کرامتونو ډیرې بیلګې شته چې د موضوع د روښانتیا لپاره دلته ترې یوه بیلګه را اخلم.

یوه شپه عباد بن بشر او أسيد بن حضير رضي الله عنهما نبي صلي الله علیه وسلم ته ورغلل، له مجلس وروسته چې رخصتیدل نو شپه لا پسې تیاره شوې وه، دوی چې بهر را ووتل نو له چابکونو يې یوه ځآنګړې روښنايي شروع شوه او د همدغه روښنایۍ په رڼا کې تر کورونو ورسیدل، رسیدو سره سم دغه رڼا هم ختمه شو.

په دینې امورو کې د کرامتونو د اغیزمنتیا له بیلګو يې یوه بیلګه یادوو.

طفيل بن عمرو الدوسي رضي الله عنه چې کله اسلام ومانه نو نبي صلي الله علیه وسلم ته يې وویل چې ما لپاره دعا وکړه چې الله جل جلاله داسې یوه ځانګړتیا راکړي چې له امله يې زما قوم زما د دین په ریښتینولۍ باوري شي. الله جل جلاله يې په تندي کې رڼا پیدا کړه، هغه بیا غوښتنه وکړه چې دا رڼا دې يې د تندي پر ځای په بل ځای کې را ښکاره شي، نو رڼا يې له تندي چابک ته منتقل شوه، امسا به يې چې پورته کړه نو یوه ځانګړې رڼا به ترې پورته کیدله. کله چې خپل قوم ته ورسید، د اسلام دعوت يې ورکړ او د خپل دین د حقانیت په پار يې ورته خپله امسا وښودله، قوم يې له دې اغیزمن شو او اسلام يې قبول کړ.

البته یوه خبره چې ډیره مهمه ده؛ دا ده چې هر خارق العاده کار کرامت نه وي. خارق العاده کارونه تقریبا په (۷) ډولونو ویشل شوي چې په لنډه توګه يې یادوونه کوم.

۱- الارهاصات: هغه خارق العاده کارونه دي چې د انبیاء علیهم الصلاّة والسلام په لاسونو د دوی له بعثته مخکې صادریږي. د بیلګې په ډول، حلیمې رضي الله عنها د نبي صلي الله علیه وسلم په کوچنیتوب کې د هغوی ډیر داسې خارق العاده کارونه لیدلي وو.

۲- معجزات: هغه خارق العاده کارونه دي چې د انبیاء علیهم السلام څخه د هغوی له بعثت وروسته صادریدل تر څو د هغه د نبوت د دعوای په صداقت دلیل وګرځي، لکه د عامو انبیاء علیهم السلام معجزات

۳- کرامة الاولیاء: هغه خارق العاده کارونه دي چې د صالحو خلکو په لاسونو صادریږي، لکه څرنګه مو چې پورته یادونه وکړه دغه کارونه په دیني او دنیوي؛ دواړو امورو کې پېښېدلای شي. بیلګې مو يې پاس یادې کړې.

۴- العون: هغه خارق العاده کارونه دي چې د عامو مسلمانانو په لاسونو صادریږي، چې دې ته ځانګړی الهي کومک ویلی شو، دا له یو ګناه ګار انسان هم صادریدلای شي.

۵- سحر ( جادو) : له دې لارې هم خارق العاده کارونه تر سره کیدلای شي، چې خورا زیاتې بیلګې يې لرو.

۶- التنجیم: د فلکي اجرامو ځانګړی علم دی، له دې لارې هم د داسې کارونو وړاندونې کیدلای شي چې عقل يې نه شي درک کولای، په دې توګه د دغه علم پر مټ هم ځینې خارق العاده کارونه شونې دي.

۷- الکهانة والعرافة: دا هم سحر ته ورته یو علم دی چې د پیریانو په مرسته په کې خارق العاده کارونه واقع او له پټو اسرارو پرده پورته کیږي.

له دې کبله مهمه ده چې د هغه تن له چا چې خارق العاده کار صادر شوی وي؛ حالت مطالعه کړو ، که صالح او متقي انسان وي نو دغه خارق العاده کار يې کرامت بللی شو او که صالح انسان نه وي بیا به يې حال ته کتلی شي چې دا ورسره الهي مرسته ده او که د سحر، کهانت او علم نجوم زیږنده ده.

جنید رحمه الله څخه یو چا پوښتنه وکړه چې ایا ولي هغه تن دی چې په هوا کې پورته شي او والوځي ( پرته له اسبابو)! هغه ورته وویل چې هوا کې کارغه هم الوځي حال دا چې خوراک يې مرداره او ګنده ګي ده.

بیا يې ترې وپوښتل: ایا ولي هغه څوک دی چې د اوبو له پاسه روان شي او ډوب يې نه کړي؟ هغه ځواب ورکړ چې د اوبو د پاسه خو ماهي هم ګرځي حال دا چې مونږ تاسې يې خورو.

په احادیثو کې د دجال د ځینې خارق العاده کارونو وړاندوینه شوې، هغه به مړي را ژوندي کړي، د برص مریض به روغ کړي، څوک يې چې تصدیق کوي په هغوی به باران اووروي او فصلونه به يې زرغون کړي او داسې نور، حال دا چې دجال د الله جل جلاله لوی دښمن دی.

په مجموع کې ویلی شو چې له انسان صادریدونکی هر خارق العادة کار کرامت نه شو بللی، بلکې له پوره څیړنې وروسته يې په دغه کار د کرامت او یا بل څه حکم کولی شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

مننه کور ودان البته دحوالو نشتون ددینی مواضیعو په اړوند څه کمزوری بلل کیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x