افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د کابل امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت په کابل کې له وروستیو بريدونو وروسته وايي چې د دې ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کورنیو چارو وزیر د ښار د امنیتي وضعیت د څار او سمون په موخه د امنیتي تدابیرو د لا منظمېدو امر کړی دی.

صدیق صدیقي د څو ورځو پرلپسې بریدونو ته په اشارې وویل چې امنیتي ځواکونه به د مخالفينو د هر ډول بريدونو په وړاندې له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کابل ښار د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې کابل ښار د خونړیو سرتېرو بريدونو شاهد و.

په تېره یوه میاشت کې کابل ښار کې د سرتېرو بریدونو له مله د کورنیو عسکرو په ګډون ګڼ بهرني عسکر هم وژل شوي دي، چې د کابل ښار امنیتي وضعیت يې د اندېښنې وړ ګرځولی دی.

صدیق صدیقي ونه ویل، چې د نویو امنیتي تدابيرو د نیولو لپاره يې څه کړي دي، خو په وینا يې امنیتي ځواکونه به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

که څه هم اوس مهال هم امنیتي ځواکونه د هر ډول امکاناتو نه کار اخیستی دی، خو کابل ښار کې د بريدونو پر وړاندې بې وسه پاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x