افغانستان

هلمند: سیاسي بندیانو د ظلم او شکنجو له کبله په اعتصاب لاس پورې کړ

prisoners

د هلمند ولایت د لښکرګاه په محبس کې سیاسي بندیانو وروسته له هغه په اعتصاب لاس پورې کړ چې د زندان د مسئولینو له خوا بې موجبه شکنجه او ځورول کیدل.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې “مظلوموبندیانو دزندان له مسئولینونه له ډیر مودې راهيسې غوښتنه کوله چي دوي ته دي په زندان کې د دیني زده کړوزمینه مساعده شي او هغه ظالمانه رویه چي دزندان د ساتونکو له لوري له بندیانوسره کیږي پای ته ورسول شي ، همدارنګه يي د هغه ويسيار(VCR) د لیري کولو غوښتنه هم کوله چې د زندان ساتونکي بندیانوته جبراً پکي غیراخلاقي فلمونه ښکاره کوي او هیڅ مسلمان يي نشي کتلای”.

احمدي وايي چې د زندان مسئولینو نه تنها د بندیانو روا غوښتنې ونه منلې بلکې نور ئې هم خپلو ظلمونو او بې سببه شکنجو ته زور ورکړ.

“دزندان ساتونکي هره شپه څوڅوکسان له کوټو باسي او وروسته له سختو وهلو يي بیرته راولي ، دوي وايي موږ نه پوهیږو چي ولې داسې سخت وهل اوشکنجې راکول کیږي”

ښاغلی احمدي وايي چې د زندان مسئولینو ټولو بندیانو ته ګواښنه کوي چې که په وي سي آر غیراخلاقي فلمونه ونه ګوري د سختې سزا سره به مخامخ شي.

نوموړی زیاتوي چې ددې ظلمونو پر خلاف د محبس ټولو بندیانو په اعتصاب لاس پورې کړ چې په مقابل کې د زندان مسئولینو د زور له لارې د اعتصاب د پای ته رسولو کوښښ وکړ، چې په ترڅ کې ئې ۴ تنه بندیان زخمیان کړل او بیا د سره صلیب د کارکوونکی له لارې رغتون ته ورسول شو خو اعتصاب لا دوام لري.

د احمدي په وینا وروسته له دې چې د بندیانو د غبرګون او له ساتونکو سره ئې د نښتې په نتیجه کې د زندان زیاته احاطه د بندیانو په کنټرول کې راغله، د زندان مسئولینو له بندیانو نه د خبرو غوښتنه کړې خو د بندیانو له خوا ئې غوښتنه ځکه رد شوی چې بندیان غواړي د دوی له مشرانو سره وګوري او د ستونزې په اساسي حل خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x