افغانستان

ولسمشر: د کابل له بریدګرو سره د سولې خبرې نه کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني نن د یوې اعلامیه په خپرولو سره په مزار شریف کې د هندوستان پر قونسلګرۍ برید، په کابل کې دوه چاودني او په ننګرهار کې د هندوستان قونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه په کلکو ټکو وغندل.
نوموړي وویل چې د افغانستان دښمنان له دې بریدونو او چاودنو څخه هیڅ نه سي تر لاسه کوی.

ولسمشر د خپل اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې هیڅ کله به د سولي مذاکرات د هغه چا سره ونه کړي چې په دغه سي اعمالو لاس پوري کوی.

باید وویل شي چې وړمه شپه په مزار شریف کې د هندوستان قونصلګرۍ ته څېرمه یو شمېر نامعلومو بریدګرو د امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه چې تیره شپه ناوخته پای ته ورسیدل.

تیره ورځ د کابل هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک دوه چاودني وشوې، چې د وروستۍ چاودني مسؤولیت یې طالبانو واخیست او وې ویل چې دغه چاودنه یې د بهرنیانو پر یوه کمپ باندي کړي چې له امله یې زیات یو شمېر بهرنیان ووژل شول.

بل اړخ ته تازه راپورونه وايي چې نن سهار د ننګرهار په ولایت کې هم د پاکستان او هندوستان قونسلګریو ته څېرمه یوه قوي چاودنه شوې.

ولسمشر اشرف غني د سولي د مذاکراتو د نه کولو خبره په داسي وخت کې کوي چې د افغانستان په شمول، پاکستان، امریکا او چین هیواد په دې وروستیو کې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د یوې تګلاري جوړولو په درشل کې دی.

تمه کیږي چې د روان جنوري میاشتي پر ۱۱ به په اسلام اباد کې د یادو هیوادونو څلور اړخیزه ناسته وشي.

ولسمشر اشرف غني ددې تر مخه هم په کابل کې د شاه دوشمیره په سیمه کې د چاودني وروسته د پاکستان له لاري د طالبانو سره د سولي خبري ځنډولي وي خو نوموړي دا ځل خپل موقف د تیر په څیر سم څرګند نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

اشرف غني تا والله که څوک په انسانانو کې حسابوي خو که بیا هم ووایو چې انسان یې نو ته یوغلام مزدور او بیوقوف انسان یې تاته به څوک سوال او زاري وکړي چې له مونږ سره مذاکرات وکړه، بلکه هیڅ مذاکره نه درسره کوو سږکال مو ایلا څو بڼکې درنه وایستې راتلونکی کال به ګورو که خدای کول دومره بڼکه به درباندې پاتې نشې چې دشرم ځای دې پر پټ کشي

pattang

دا فاسد مذدور خو هسې پلمه غواړي خپل ملګري او ستمیان شریکان یې له اشغالګرو په دې پلمو دالر وهي
او بیایې په دوبۍ کې په روسي نجونو مصرفه وي !
تف لانت پر دې درواغجن متفکر !

الحاج استا ذ بیانزی

عثمانی صاحب ، تاسی له هغه چا بڼکی باسی چه بڼکی نه لری ، مادی او معنوی لینډا دی ، مادی خو یی دا چه په سر کل دی بڼکی نه لری ، او معنوی دا چه هم کمونست او هم سکولریست دی یعنی دوه ځلی یی د حیا بڼکی په هوا شوی ، د ده میرمن هم کمونسته او سکولریسته ده ( ځینی وایی چه عیسوی ده ، نه ده ) خو له عیسوی مور او پلار زیږیدلی ، د ده ورور د بیروت په امریکایی پوهنتون کی ( کوم چه اصلا د سکولریزم او ماسونیزم پوهنتون دی )… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x