نظــر

ځوانان له نظامه څه غواړي؟

حاجي غلام محمد معصومي-

هغه ځوانان چی  له وطنه تښتی او د بل په ملک کی شپی تیرول خوښوی په حقیقت کی د خپل عزت زوال غواړي او په لوی لاس په خپل سرنوشت بازي کوي.

ستاسی به ښه په یاد وی چی تیر کال د دی هیواد یولک پنځوس زره خلګ  چی له ډیریو سره  یی خپلي کورنۍ هم ملګري وې د اورپا په نیت روان سوی چی یا رسیدلی او یایی د کورنی غړی دښتونو، غرونو،ځنګولو اود سمندورونو قربانی سوي دي.

دا منم چی دلته جنګ دی بی کاری ده او د خارجانو هغه وړیا پیسی ورکی سوی خو افغانانو ته په کار ده چی ودی خبری ته هم متوجه سی چی پرون یی دنیاوالو دلته خلګو ته کارونه کول او س چی امریکایان تللی دی د بیری تبلغات هم زیات سوی او خلګو ته یی خپل کور خپل  وطن سور اور کړي دی  دولت خو ډیر وويل چی وطن مه پریږدی او دلته پاته سی خو اوس بیا وسله والو طالبانو هم پر افغانانو ږغ وکی چی دا وطن ستا سی دی دکافرانو مقصد هم دا دی چی ځوانانو د وطنه ولاړ سی او په سپین ږیرو خو وطن نه ساتل کیږی او ددی وطن اصلی وارثین هم دغه ځوانان دی

اوس خبره په دی ځای کی ده چی دولت ولی د ځوان قشر لپاره  پلانونه نه لری او  ورځ تر بلی  دلته په نشه روږد ځوانان زیاتیږی، دیوی سروی له مخی د کندهار په ولایت کی یولک دیرش زره ځوانان په نشه یی توکو روږد دی او په ټول هیواد کی تر یو میلون ډیر ځوانان په نشه یی توکو اخته دی.

دهغه ملک چی زراعت او صنعت یی په   ټپه ولاړ وی خلګ یی د حلال کښت په ځای د حرام کښت صفتونه کوی  ولس یی بی مشره وی او په کور کی یی هره ورځ غم وی نو په کار داده چی خلک  د تدبیره  کار واخلی او پلار ګټلی وطن پری نه ږدی.

دیوی داسی ورځنی په هیله چی دټول هیواد  خلګ بیرته خپل وطن ته راستانه او د سولی په ډک هیواد کي خوشحاله ژوند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

ځوانان +دیموکراسی=بی دینی. مفلیسی. معتاد.مقهور. آخرمضغوب. بیانو ضالین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x