وروستنی کامیکازی ( وروستنی الهي باد )

Kamikaze-about-to-hit-USS-M

د ۱۹۴۵ کال مارچ میاشتې داته ویشتم سهار په لومړنیو شېبو کې جاپانی پيلوټ ( کینسوکي کونوکي ) دجاپانۍ ټاپو ( کوشو) په سهیلي لوري کې له پراته هوايي ډګر نه روان شو، تر څو له ( اوکیناوا ) ټاپو نه د امریکايي یرغلګرو ځواکونو مخنیوی وکړي، او دا وروسته له هغه چې کله په کامیکازي ګروپ کې د ګډون کولو امر ورته را ورسید، کامیکازي یو داسې سرښندونکی برید و چې پر غلیم یې ورانوونکې پایلې خامخا لرلې.

کینسوکي په دې ښه پوهېدو چې له دې برید نه به ژوندی نه راستنېږي، او دا ځکه چې د ده بدن دنورو سلګونو بدنونو په څېر د وطن په لاره کې د چاودېدونکې مادې په توګه د کارولو لپاره غوره کړای شوی و.
مګر کامیکازی له یقیني مرګ نه وژغورل شو، تر څو اوس له دوهمې نړیوالې جګړې نه پنځه شپېته کاله وروسته ددغه خونړۍ جګړې د یو ګواه په توګه ګواهي ووايي.

داتیا کلن بوډا پښې ور پسې درندې شوې دي، بدن یې کمزوری او مخ یې ګونځې ګونځې شوی، مګر بیا هم کینسوکي کونوکي د پروني تاریخ پېښې چې ډېرې لیرې نه دي په خپله ځواکمنه حافظه کې روغې او ځوانې ساتلي دي، دپرونۍ جګړې نښې نښانې دده په زړه او روح کې ثبت دي، نوموړی ددښمن پر سر د یو زورور بم په توګه غوره کړای شوی و، تر څو په لسهاوو ځاني او مالي تاوانونه ور واړوي.
کونوکي ته بدمرغي دا وه چې سرښندونکی برید یې تر سره نشو کړای، خو کېدای شي زمونږ لپاره دا یوه نیکمرغي و اوسي، تر څو دا دي د هغه وخت د هغو اتلانو نکلونه راته وکړي کومو چې د خپل عزت او خاورې لپاره ځانونه قربان کړي.

الهي باد

د ۱۹۴۵ په فبروري میاشت کې ځوان پیلوټ کونوکي ته چې د جاپان په هوايي ځواکونو کې یې کار کولو امر وشو تر څو دسر ښندونکو په ګروپ کې چې د کامیکازي په نامه یادېدلو ځان شامل کړي، کامیکازي جاپانۍ کلیمه ده، چې مطلب ترېنه هغه سرښندونکي بریدونه دي کوم چې د جاپاني امپراطورۍ د پوځ طیارو به ددښمن پر بېړیو کول.

ددغه بریدونو پر مهال به جاپاني پیلوټانو په دغه بریدونو سره ددښمن بیړۍ ټوټې ټوټې کړې، کله کله به طیارې له منفجره موادو، اضافي بمونو او له تیلو نه ښې ډکې کړای شوې تر څو داسې لویې بربادۍ را منځ ته کړي چې د جاپاني ټاپوګانو په لوري د دښمن د پرمختګ مخه پرې ډپ کړي.

که څه هم چې په دغه خونړۍ جګړه کې دا رنګه کامیکازي بریدونه تر نورو بریدونو په زیاته پیمانه موجود وو، مګر جاپانیانو د سرښندونکو بریدونو ساحه نوره هم پراخه کړه، هغه داسې چې د هوايي ځوااکونو د استعمال تر څنګ یې د سمندري وړو بیړیو په مټ، او همدا رنګه د خپلو پلیو سرتیرو په مټ سرښندونکو بریدونو ته مخه کړه.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو را وروسته د کامیکازي اصطلاح دود شوه، او ساحه یې داسې پراخه شوه چې په نړۍ کې د سرښندونکو بریدونو ټول ډولونه پکې راتلل، کامیکازي جاپانۍ کلیمه ده، د کامي معنی الله، یا الهي روح ده، او د کازي معنی بیا باد ده، نو معنی دا چې الهي باد، دغه اصطلاح په لومړي ځل د خیالي توپان په معنی هغه وخت را څرګنده شوه چې ویل کېږي په ۱۲۸۱ م کې یې جاپان د مغولو له برید نه وژغورلو.

لکه څنګه چې کونوکي وايي د کامیکازي بريد امر ورته وشو، او ده ته درې دقیقي وخت ور کړ شو، تر څو خپل وروستی وصیت خپلې کورنۍ ته ثبت کړي، مګر ده کله هم دا نشوای کولی چې خپلې کورنۍ ته ووايي چې دی به مړ کېږي، او یا به کامیکازي برید کوي، ځکه خو یې خپلې کورنۍ ته هېڅ پیغام پرېنښود، نوموړی د هغه هیبتناکې شېبې په اړه چې په خپله ويښه حافظه کې یې اوس هم سترګو ته ولاړه ده داسې وايي: ) د ثبت پر مهال مې په ځان کې ددې توان نه درلود چې آن یو ټکی هم ووایم، دا په داسې حال کې چې زما ملګرو خپلو کورنیو ته اغیزناک پیغامونه پرېښودل…)

د ۱۹۴۵م د اپريل په میاشت کې په اوکیناوا ټاپو کې د امریکايي ځواکونو له کوزېدو سره سم د چیران نظامي ډګر د کامیکازي بریدونو یوه اډه وګرځېد، د ۱۹۴۵م دمارچ له ۲۸ سبا له راختو سره سم جاپانی پیلوټ کینسوکي د چیران له نظامي ډګر نه په دې نیت روان شو تر څو په اوکیناوا ټاپو کې د امریکايي ځواکونو د ښکته کېدو مخه ونیسي.
کونوکي خپل ټول شخصي شیان پرېښودل، یوازې دخپل نېږدي ملګري ( ماساکي اوکاوا ) انځور یې له ځان سره واخیست، کوم چې له ده نه مخکې ددښمن په یوه بیړۍ دکامیکازي برید په تر سره کولو له مرګ سره غاړه غړی شوی و.

دکونوکي طیاره په اوکیناوا ټاپو کې دیوې ستونزې د راپیدا کېدو له کبله خپل هدف ته ونه رسېده، هغه داسې چې په لاره کې په طیاره کې څه ستونزه را پیدا شوه، کوم چې دی یې د کوشیناشیما په ټاپو کې ښکته کېدو ته اړ ایست، او په پایله کې یې لاسونه او ګوتې ډېرې سختې ټپي شوې.

کونوکي وايي چې دی د ټپونو او ځان ژغورولو په فکر کې نه و، د ده فکر ټول په دې کې و چې طیاره یې جوړه شي او خپل هدف ته ورسېږي، دی وايي: ( ما کولای شوای چې په سیند کې ښکته شم، او دا هغه وخت چې که له ما سره د خپل ځان غم وای، مګر له ما سره د طیارې غم و، ځکه بیرته د طیارې جوړولو په نیت را وګرځیدم ).

سره له دې چې د کونوکي ټپونه ډېر خطرناک و، داسې چې د لاسونو غوڅول یې لازمي وو، مګر نوموړي ډاکتران دخپلو لاسونو له پرې کولو نه ځکه منع کړل تر څو په همدې ګوډو ماتو لاسونو خپله جنګي طیاره وچلوي، دی په دې باوري و چې د ټپونو رغېدل به یې ډېر وخت ونه غواړي، مګر هغه کونوکي چې یوه شېبه یې هم په دې هیله چې طیاره یې دده په تمه ولاړه ده ناهیلۍ ته سر ښکته نه کړ ددوهمې نړیوالې جګړې تر وروستۍ ورځې پورې په روغتون کې د ناروغۍ په کټ په داسې حال کې تېره کړه چې ځوروونکي یادګارونه او ګوډې ماتې ګوتې یې تل له ځان سره ملګرې کړې.

یو څه ناهیليتوب

دجګړې له پای ته رسېدو وروسته له کونوکي نه په دې حیثیت چې دی یوازینی کامیکازی دی چې ژوندی پاتې شوی پوښتنه وشوه، چې آیا کله چې د سرښندونکي برید امر ورته وشو په خوا او خاطر کې یې د دغه امر نه منلو په اړه یو څه را تېرېدل؟ او یا یې د یوې ثانیې د يوې برخې په اندازه په زړه کې دا خبره را تېرېدله چې له خپلې طیارې سره په بل لوري وتښتي؟ کونوکي په صراحت او جدیت سره داسې ځواب وویلو: ( هغه څوک چې دا رنګه پوښتنه مطرح کوي په حقیقت کې نوموړی د جګړې په مفهوم نه پوهېږي) او پسې زیاتوي: ( په جګړه کې دیموکراسي نشته، ځکه خو له ما سره بل اختیار نه و، بلکې مخکې له دې چې مونږ ته د برید امر وشي ډېری پیلوټان مخکې له مخکې مرګ ته تیار وو ).

دا جګړه ده، کونوکي بیرته ګرځي، او دپروني ویاړلي تاریخ کیسټ د خپل ذهن په ټيپ کې چالانوي، هغه تاریخ چې دده په پاتې عمر کې لا تر اوسه ځلېږي، او له غم او افسوس نه په ډکه لهجه داسې وايي: ( کله چې د هاغه ورځو په اړه فکر کوم، د پښېمانۍ او ترخه ژوند احساس مې ځوروي، ځکه زه اوکیناوا ته ونه رسېدم، که زه اوکیناوا ته رسېدلی وای نو د امریکايي ځواکونو د ښکته کېدو مخه به مې نیولې وای، او له دې او هغې ټولو نه مهمه دا چې په اوکیناوا کې به مې د ډېرو انسانانو ژوند ژغورلی وای… )

نن او له دومره کلونو را وروسته اوس هم د کامیکازیي ملګرو انځورونه د کونوکي په حافظه کې په هر ځل دهغوی تتې څېرې را تازه کوي، په دې هیله چې جاپان یو بهترین هېواد وګرځوي، تر څو د ملګرو هغه سرښندنې بې ځایه لاړې نشي چې په دې لاره کې يې وړاندې کړې، کونوکي له جګړې وروسته دخپل هېواد د موسساتو په ډېرو ملکي چارو کې دیو حماسي سرتیري او اتل جګړه کوونکي په څېر ور ګډ شو تر څو دخپل هېواد په اړه خپلې دندې تر سره کړي، او دی یې باید په لومړي سر کې وي!

جګړه یو هېواد یا یې یوه برخه نړیولی شي، مګر داسې نه شي کېدای چې د یو ملت او ولس روح او کلتور ونړوي، دا ده جاپانۍ روح لا پاتې ده، دخپل کلتور او معیارونو ساتنه کوي، او دژوند په هره برخه کې یې استازیتوب کوي.

خو له دې سره سره کونوکي نشي کولی چې دنني جاپان په اړه د خپل احساس ناهیلي پټه کړي، ځکه ننی جاپان هغه جاپان نه دی کوم چې وروستني کامیکازي یې خوب لیدلو، او دا خبره په ډېر سخت درد سره داسې اعلانوي: ( که زما کامیکازي ملګرو ته دا فرصت برابر شي چې له آسمان څخه چېرته چې ددوی ارواح دي نني جاپان ته را وګوري، نو خامخا به د پښیمانۍ احساس وکړي، ځکه چې دوی دخپل وطن په لاره کې مړه شول ) 
کېدای شي کونوکي دې پایلې ته په رسېدو کې یو څه سخت دریځ غور کړی وي، مګر ددغه سخت دريځۍ لپاره یې یو څه توجیه شته، ځکه چې نن ډېری جاپانیان په ژوند کې پرته له مال نه د بل څه غم نه کوي، دوی خپل زاړه جاپاني معیارونه پرېښې دي، په غربي معیارونو خصوصا امریکايي کلتور پسې لالهانده منډې وهي.
http://juventusmania.net/fm/showthread.php?t=21354

پورتنۍ واقعي او ژوندۍ کیسې ته په کتو سره لاندې څو ټکي د پام وړ د ي:
۱ – له خپلو اهدافو سره مینه او په لاره کې یې سر ښندل د هر خپلواک انسان په وینه کې ګډه ده، کله چې یو خپلواک انسان په دې پوه شي چې په سرو کرښو یې تېری کېږي بیا نو عملا په دې لاره له خپل سر نه تېرېږي، او آن که ورته ثابته شي چې غلیم یوازې دده دوینې او سر په بیه ځپل کېدای شي بیا نو د دغه قربانۍ ډګر ته هم په خورا ویاړ سره ور دانګي.

۲ – پورته یاد شوي جاپاني پیلوټ او نورو ملګرو یې ددنیوي اهدافو لپاره له خپلو ځانونو نه بمونه جوړ کړي وو، دوی نه غوښتل چې د خاورې اوهېواد واک یې د پردیو په لاس کې وي، ددوی لوړ هدف دا و چې جاپانیان په خپل جاپانیتوب ټینګ پاتې شي، په دې معنی چې دوی غوښتل جاپانی کلتور او تشخص له ګواښ سره مخ نه شي، ځکه خو کینسوکي د جاپان له اوسني یوازې مادي پرمختګ څخه خوښ نه دی، بلکې وايي چې که دده هغه سرښندونکي ملګري چې خپل سرونه یې دهېواد په لاره کې وښندل په دې پوه شي چې جاپان نن د بل چا د کتلور تر اغېزې لاندې دی نو خامخا به يې په خپلو بې دریغه سرښندونو باندې د پښېمانۍ احساس ورځوروي.

۳ – هر کله چې یو څوک د مادي او دنیوي موخو او اهدافو د تر لاسه کولو لپاره دومره لويې قربانۍ ته تیارېږي نو څه فکر کېږي چې آیا د اسلام مبارک دین، لوړ او سپېڅلي احکام او لارښوونې په سرښندنو نه ارزي؟ آیا د خپل خالق جل جلاله په لار کې د سر قربانول لوی ویاړ نه دی؟ په دې خو ټول پوهېږي چې مسلمان له دنیا پرته اخوا پر آخرت هم ټینګ باور او یقین لري، کوم چې ددنیا ژوند دهغه له پاره یوه وسیله بولي، نو بیا هغه دنیا چې هر څه یې ابدي او له تصور نه لوړ دي په دې نه ارزي چې د تر لاسه کولو لپاره یې سرونه وښندل شي؟

۴ – مهمه دا چې هغه وخت هم په لومړي ځل په دغه اوسني ډول د سرښندونکو بریدونو پیل د غاشمو او وحشي امریکایانو په مقابل کې پیل شو، او نن هم د همدوی د وحشت او بربریت په وړاندې تر سره کېږي!
پرون که جاپانیانو د خپلې خاورې د ژغورلو لپاره سرښندونکي بریدونه کول روا وو، بلکې تر ننه پورې هېڅوک بد نه پرې وايي، که چا وویل نو د جاپان له خوا به په بین المللي کچه د محاکمې میز ته را کشول کېږي، ځکه چې ددوی ملي ویاړ ته یې سپکاوی کړی، خو که نن افغانان د خپل دین، خپل ایمان، خپلې خاورې، خپل عزت او خپل حق په لاره کې د همغو پرونیو وحشي امریکایانو په وړاندې سرښندونکي بریدونه کوي نو بیا تروریستان ورته ویل کېږي!

۵ – تر ټولو زیات د پام وړ دا چې نوموړی پیلوټ وايي چې په هغه سختو او هیتبناکو شېبو کې چې سل په سلو کې د ځان په له منځه تللو باوري و، دا خبره یې په هېڅ صورت په ذهن کې نه راتله چې د ځان ژغورولو څه هڅه دې وکړي!
او دا په حقیقت کې پر خپلو اهدافو د یو انسان د پوره او ټينک باور استازیتوب، او د یو غښتلي او پیاوړي عزم ښکارونديي کوي، له همدې ځایه ده چې مسلمان او په ځانګړي ډول مجاهد باید په هر صورت کې خپلو اهدافو او موخو ته د پوره پوره ژمنیتا ځوان احساس ولري، تر څو په هر وخت کې په سمه توګه عملا ددغه احساس ترجماني وکولای شي، لکه څه رنګه چې نن ورځ دغه کار په عام ډول د نړۍ په هر ګوټ کې ټولو مجاهدینو، د اسلامي امارت په مشرۍ افغان ولس او په ځانګړي ډول یې فدايي او استشهادي سرښندونکو ټولې نړۍ ته په ثبوت رسولی دی.

ایمل نوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د