افغانستان

د فیسبوک يوه پوسټ د هلمند مرستیال والي له دندې لرې کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند او غزني ولایتونو د مرستیالانو دندې تر نا معلوم وخت پورې ځنډول شوي دي.

د ملي امنيت شورا سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته په لېږلي مکتوب کې کښلي چې د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار او د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي دندې د دوی تر بل مکتوبه پورې وځنډول شوې.

د مرغومي پر نهمه د صادر شوي مکتوب شمېره «۲۰۹» ښوودل شوې، چې پکې يې د هلمند مرستیال والي د دندې ځنډېدو علت د فیسبوک هغه پوسټ په ګوته شوی چې د دوی په وينا «هيڅ د زغملو نه دی.»

محمد جان رسوليار په لېندۍ میاشت کې پخپله فیسبوک پاڼه د ولسمشر په نوم لیک پوسټ کړی و، چې پکې يې د هلمند رښتونی وضعیت تشریح کړی و، هغه پر ولسمشر غږ کړی و، چې هلمند د ګړنګ پر غاړه دی.

سیمه ییزو ارګانونو ته په لېږلي مکتوب کې وړاندې لیکل شوي چې له رسنیو سره د سیمه ییزو چارواکو څرګندونې باید د مرکزي حکومت په مشوره وي، کنه دوی ته به «هیڅ د زغملو نه وي.»

د غزني پخوانی مرستيال والي؛ محمد علي احمدي
د غزني پخوانی مرستيال والي؛ محمد علي احمدي

د غزني مرستیال والي بیا وايي چې نوموړی يې پر دې له دندې لرې کړی چې د خلکو له ګټو يې دفاع کوله او د دولت او مافياوي کړیو ترمنځ يې اړیکي رسوا کولې، هغه وړاندې ویلي چې کابل ته په زابل کې د وژل شویو هزارګانو د جنازو لېږد هم د ده د لرې کېدو سبب ګڼل شوی دی.

یاده دې وي تر اوسه د هلمند مرستیال والي د خپلې دندې پر ځنډېدو څه نه دي ويلي او نه هم د یادو دوو مرستیال والیانو پر ځای د نویو ټاکل شویو اشخاصو نومونه په ډاګه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x