هند او مزار کې پر پوځي او ډيپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه د سولې پر وړاندې د خنډ پيدا کولو هڅه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د روانې اوونۍ په پيل کې د شپې درې بجې پاکستان او هندي کشمير پولې ته نږدې پټانکوټ پوځي او ستراتيژيکه سيمه کې د هوايي ځواک پر اډه ډله ييز بريد وشو او د هندي رسنيو په وينا نن تر درېيمې ورځې هم د پوځي اډې شاوخوا خال خال ډزې کيږي.

تېر ماښام د پټانکوټ امنيتي چارواکو اعلان وکړ، چې څلور بريدګر يې وژلي او د دوو نورو لټون روان دی، مګر هندي رسنۍ وايي، چې چارواکي تر اوسه په دې نه دي توانيدلي، چې د بريدګرو شمېر معلوم کړي.

د هند استخباراتي ادارې وايي، چې د ممکنه بريدونو په اړه يې امنيتي ځواکونو ته خبرداری ورکړی و.

هندي استخباراتو داسې يو ثبت شوی غږ موندلی، چې يو تن د جګړې په اړه له پولې هاخوا پاکستان سره خبرې کوي او د استخباراتو په وينا دا بريدګر د جيش محمد کشميري ډلې غړی دی، مګر د هندوستان حکومت په رسمي توګه د پېښې تور پر کوم هېواد نه دی لګولی.

هندي رسنۍ دا پوښتنه هم کوي، چې د استخباراتو له لوري د ممکنه بريدونو په اړه د خبرداري ورکولو سربېره بيا هم امنيتي ځواکونه ولې نه دي توانېدلي، چې د بريدګرو مخنيوی وکړي.

پر پوځي اډې له بريد يوه ورځ وړاندې سيمه کې د پوليسو يو موټر نادرکه شوی و. هندۍ روسنۍ پوښتنه کوي چې ايا هندي چارواکي په دې نه پوهېدل، که د موټر تښتوونکي ونه موندل شي، نو کېدای شي، دغه پوځي موټر په ترهګريز بريد کې وکارول شي؟.

د شنبې د شپې راهيسې، له کله نه چې د پټانکوټ پر پوځي اډې بريدونه شوي، ځمکني او هوايي ځواک په سيمه کې د پلټنو عمليات پيل کړي او تر اوسه هم دا نه ده روښانه، چې د بريدګرو شمېر څومره و او څو يې اوس هم ژوندي دي.

د عملياتو ګډونوال پوليس وايي، چې د شپږشپيته ساعتونو په تېرېدو لا هم يو تن ژوندی دی او وخت پر وخت ډزې کوي.

د پټانکوټ بريدونه لا پای ته نه و رسېدلي، چې وړمه شپه مزارشريف کې د هند پر کونسلګرۍ ډله ييز بريدونه وشول.

رسنيو د عيني شاهدانو له قوله وويل، چې بريدګر په مرمۍ ضد کروزين کې راغلل، خو امنيتي ځواکونو د مخکې تلو اجازه ورنه کړ او له هغې وروسته د دوستم مرستيال سيد نورالله کور ته پورته شول او له هغه ځايه یې د هند پر کونسلګرۍ بريدونه وکړل، چې نږدې څلويش ساعته يې دوام وکړ او بالاخر د شپږو پوليسو په مرګ ژوبله دا بريد پای ته ورسید.

په رسمي توګه نه د پټانکوټ او نه هم په مزار کې د هند پر کونسلګرۍ د بريد پړه چا منلې ده، چې له امله يې يو شمېر سوالونه راپورته شوي.

له دې وړاندې ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹م کې هم کابل کې د هند په سفارت بريدونه شوي د ۲۰۱۴ په مئي میاشت کې هرات او ۲۰۱۳ اګست په میاشت کې جلال اباد کې د هند پر کونسلګريو په داسې وخت کې بريدونه او چاودنې وشوې، چې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره حالات برابر وو.

د سياسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمئن وايي، چې هر کله د سولې بهير يو معقول ځای ته رسيږي، نو افغانستان کې د هند يا بل کوم مهم هېواد پر تاسيساتو بريد کيږي او موخه يې هم دا وي، چې د سولې بهير له خنډ سره مخ شي.

د انجينر مطمئن په وينا دې وخت کې افغان حکومت دغه پړه پر پاکستان اچوي، پاکستان به يې نه مني او بالاخره به د سولې خبرې اترې يو ځل بيا وځنډيږي.

ښاغلی مطمئن زياتوي، چې دا بريد سيمه ييزو استخباراتو کړی، مګر دا يې په ګوته نه کړل، چې چا کړی او تر څنګ يې دا هم وويل، چې اشرف غني او عبدالله دواړه سولې ته ژمن نه دي؛ ځکه که سوله راځي، د دوی څوکۍ په کې له ګواښ سره مخ کيږي او پاکستان هم نه شي کولای، چې طالبان په زور د خبرو مېز ته کښېنوي.

د هند کورنيو چارو وزارت مرستيال کرن ريجيجو ويلي، چې د پټانکوټ بريد تر شا د ځينو پاکستاني ډلو ملاتړ و.

ريجيجو وايي، چې دوی سره کره معلومات شته، چې د دې بريد تر شا د پاکستاني وسله والو ډلو لاس و.

د هند کانګريس غړو پر لومړي وزير نريندرا مودي نيوکې کړي، چې دی خو د پارلمان له سلامشورې پرته پاکستان ته سفر کوي، مګر د دغو بريدونو په اړه ولې پټه خوله دی او له مودي يې غوښتي، چې د پټانکوټ بريدونو قضيه له خپل پاکستاني سيال نوازشريف سره وڅېړي.

په عين حال کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د پټانکوټ بريدونه په سختو ټکو غندلي او دا يې يو ترهګر عمل بللی دی. پاکستان وايي، چې له ژمنې سره سم هندي چارواکو سره په اړيکه کې دي او د هر ډول مرستې ډاډ يې ورکړی دی.

بل خوا د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو د پټانکوټ بريدونه غندلي او له پاکستانه يې غوښتي، چې د بريدګرو پر ضد عمليات وکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند جون کربي وايي، چې دا بريدونه د پاکستان او هند تر منځ د رامنځته شوي باور او مذاکراتو د خرابولو هڅه ده.

جون کربي زياتوي، چې يونايټيډ جهاد کونسل د دې بريدونو مسووليت منلی، دا ډلې پاکستاني کشمير کې دي او بايد پاکستان سزا ورکړي.

د دغو بريدونو موخه څه وه؟

له تېرو څلورو ورځو راهيسې هندي رسنۍ د پټانکوټ او مزار کې د هند پر کونسلګرۍ بريدونو په اړه بحثونه کوي.

انډين ايکپرېس ورځپاڼې د امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، چې دا بريد پاکستان مېشتي مولانا مسعود اظهر جهادي ډلې کړی دی.

ټايم ناو هندي تلويزون بيا د دغه بريد پړه مستقيما د پاکستان پر ای ايس ای اچولې، چې د مولانا مسعود اظهر يونايټيډ جهادي کونسل پر مټ يې د پټانکوټ بريد کړی دی.

ټايم اف انډيا ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې دا بريد د پاکستان او هند تر منځ باور خرابولو او مذاکراتو ناکامولو هڅه ده.

ډېری هندي چاپي او بريښنايي رسنيو د پټانکوټ او مزار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد پړه پر پاکستاني استخباراتو اچولې ده.

د هند ډېری تلويزوني کانالونه له تېرو څلورو ورځو دا خبرونه خپروي، چې د هند دفاع وزير، هوايي ځواک او سمندري پوځيانو مشران پرله پسې ناستې کوي او د پټانکوټ بريد په اړه سلا مشورې کوي.

ټايم ناو هندي تلويزون وايي، چې کېدای شي د دې بريد تر شا د هغو کړيو لاس وي، چې غواړي، چې د هند او پاکستان مذاکرات ناکام او ټاپي پروژه هم له ستونزو سره مخ کړي.

ځينې رسنۍ ټينګار کوي، چې پاکستان بايد د پټانکوټ بريدونو په اړه د ځينو سختو پوښتنو ځوابونه ووايي.

د پېښو څارونکي وايي، که د پټانکوټ خونړي بريد له امله هند له پاکستان سره خپلې اړيکې پرې کړي، نو دا به د هغو کړيو د بريا په معنا وي، چې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو دښمنان دي.

د سياسي چارو کارپوه انجينر نظر محمد مطمين وايي، مزار او هند کې پر سياسي او پوځي تاسيساتو بريدونه داسې کړۍ کوي، چې د سولې دښمنان دي او هېڅوک يې پړه هم نه مني ځکه دا خلک د خپلو څوکيو په وېره کې دي او هېڅکله نه غواړي، چې هېواد کې سوله راشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د